د "کريم خان زند" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Karim-Khan.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|محمد کريم خان زند]]
'''محمد كريم خان زند''' د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پورې د [[پارس]] واكمن وو. كريم خان زند د كوردي كام (قام) د زند كورنۍ مشر وو. نوموړی په پارس او [[ازربایجان]] کې د افغان واکمن [[ازاد خان افغان]] تر ټولو پیاوړی سیال ګڼل کيږي. كله چې کریم خان د پارس پاچا شو، نو يې د ځان لپاره د شاه نوم نه كاراوه، بلكې ځان يې وكيل الرعايا (د خلكو استازي) په نامه ياداوه. دى د [[نادر شاه افشار]] له جنرالانو څخه وو او د هغه له مړينې وروسته، په پارس كې د دغه هېواد د پلاز له يو شمېر نورو اداعاكوونكو سره د هاند او هڅې په پايله كې واك و ځواك ته ورسېد.
پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر [[اصفهان]] بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له [[خوراسان]] نه پرته نور ټول پارس ونيو.
 
۷ کرښه:
د تاريخ ليكونكو په اند، ده د پارس په تاريخ كې خپل ځان د يو له ډېرو ښو واكمنانو په توگه وښود. ده د هېواد د سمسورتيا په برخه كې كار كاوه، د شيراز ښار يې لا پسې ودان كړ، د لويو پارسي شاعرانو [[سعدي]] او [[حافظ]] پر ارامځايونو يې ډېرې ښې گومبتې جوړې كړې. په داسې حال كې چې دى په خپله نالوستى (بې سواده) وو، د شاعرانو او پوهانو درناوى يې كاوه او د دې په څنگ كې يو بشردوست او مهربان سړى هم وو. د ده يواځينۍ نېگړتيا، چې پارسيانو نه شو كولاى ده ته يې وبښي ، هغه د مشروباتو څښل او له هغوى سره لېوالتيا وه. اړینه ده وویل شی، چې کریم خان زند د عیاشۍ په برخه کې هم د ایران په تاریخ کې نوم لری.
كريم خان زند له برتانوي امپراتورۍ سره ښه اړېكي درلودل او [[د ختيځ هند كمپنۍ]] د پارس په سويل كې يوه سوداگريزه منځۍ هم جوړه كړه. ډېری ایرانیان دی پر دې پړ او ملامت بولی ، چې له ختیځ هند کمپنۍ سره د ده د اړېکو له ټینګښت نه وروسته، انګرېزانو ایران ته مخ ورواړاوه او په دغه هېواد کې يې هم د ښېکلاکګر سیاست د پلي کولو په موخه هلې ځلې پیل کړې.
محمد كريم خان زند د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ پر ۱۳ ومړ. نوموړى د [[شيراز]] ښار ارگ ته نږدې د بهرنيو سفيرانو د منلو په ځاى كې خاورو ته وسپارل شو. د ده له مړينې وروسته په پارس كې سملاسي د ده د خپلوانو تر منځ د واك وځواك پر سر خپلمنځي شخړې پيل شوې.
د ۱۷۹۱ ز كال په پسرلي كې د پارس نوي واكمن [[اغا محمد شاه قاجار]] د شيراز ښار وران كړ، د كريم خان قبر يې هم ړنگ كړ، د ده هډوكي يې ترې راوايستل او په [[تهران]] كې يې د خپلې ماڼۍ په وره كې تر خاورو لاندې كړل، د دې لپاره چې كله دى ماڼۍ ته ننوزي او يا ترې وزي، نو په ياد به يې وي، چې دوښمن يې تر پښو لاندې دى
 
==اخځونه==
* [[محمد طاهر کاڼی]] ، [[ازاد خان افغان،افغان]]، تاریخي څېړنيز اثر ، ناچاپ.
* http://ru.wikipedia.org/wiki/%CA%E0%F0%E8%EC-%F5%E0%ED