د "کريم خان زند" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''محمد كريم خان زند''' د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پورې د پارس واكمن وو. كريم خان زند د كوردي كام (قام) د زند كورنۍ مشر وو. کریم خان زند په پارس او ازربایجان کې د افغان واکمن ازاد خان افغان تر ټولو پیاوړی سیال ګڼل کيږي. كله چې کریم خان د پارس پاچا شو، نو يې د ځان لپاره د شاه نوم نه كاراوه، بلكې ځان يې وكيل الرعايا (د خلكو استازي) په نامه ياداوه. دى د نادر شاه له جنرالانو څخه وو او د هغه له مړينې وروسته، په پارس كې د دغه هېواد د پلاز له يو شمېر نورو اداعاكوونكو سره د هاند او هڅې په پايله كې واك و ځواك ته ورسېد.
پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر اصفهان بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له خوراسان نه پرته نور ټول پارس ونيو.
پر ۱۷۵۰ ز كال يې شيراز د خپلې منځۍ په توگه غوره كړ. پر ۱۷۶۳ ز كال يې د ازربايجان سويلي برخه ونيوله او د پارس د يو موټى كولو كار يې پاى ته ورساوه.
۶ کرښه:
محمد كريم خان زند د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ پر ۱۳ ومړ. نوموړى د شيراز ښار ارگ ته نږدې د بهرنيو سفيرانو د منلو په ځاى كې خاورو ته وسپارل شو. د ده له مړينې وروسته په پارس كې سملاسي د ده د خپلوانو تر منځ د واك وځواك پر سر خپلمنځي شخړې پيل شوې.
د ۱۷۹۱ ز كال په پسرلي كې د پارس نوي واكمن اغا محمد شاه قاجار د شيراز ښار وران كړ، د كريم خان قبر يې هم ړنگ كړ، د ده هډوكي يې ترې راوايستل او په تهران كې يې د خپلې ماڼۍ په وره كې تر خاورو لاندې كړل، د دې لپاره چې كله دى ماڼۍ ته ننوزي او يا ترې وزي، نو په ياد به يې وي، چې دوښمن يې تر پښو لاندې دى
==اخځونه==