د "کريم خان زند" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
نوی مخ: """محمد كريم خان زند""" د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پ... |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر اصفهان بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له خوراسان نه پرته نور ټول پارس ونيو.
پر ۱۷۵۰ ز كال يې شيراز د خپلې منځۍ په توگه غوره كړ. پر ۱۷۶۳ ز كال يې د ازربايجان سويلي برخه ونيوله او د پارس د يو موټى كولو كار يې پاى ته ورساوه.
|