د "د وينا ازادي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۲۳ کرښه:
د وينا ازادي د يوې ډيموکراتې ټولنې لپاره له مهمو اساساتو څخه ده، چې د ټولنې په عمده پرمختګ او وده کې مهم ځاى لري.
په نړۍ کې هغه ميندې او پلرونه هم مجرمين ګڼل کېږي، چې د بې پروايۍ له کبله يې اولادونه بېلارې شوي وي، يا يې هم نور نااخلاقي او ناقانوني کارونه کړي وي، چې حکومت يا ولس ته يې زيان اړولى وي.
افغانستان هم اوس د خپل تاريخ په يوه داسې پړاو کې دى- چې تر هر وخت زيات په کې د ’شعارونو‘ او ’کارونو‘ بازار خورا تود شوى دى، نن سبا خو ځينو ’شعارونو، اصطلاحاتو او سټايلونو‘ دومره زور اخيستى چې دا دى ورو- ورو زموږ په ژوند، اروا او ټولنيزو احساساتو کې راګډېږي، زموږ د ژوند يوه برخه جوړېږي.
که څه هم دا دى د دې نوي بهير عمر زياتېږي او د نړۍ د خپلواکۍ، ډيموکراسۍ او سياسي اقتصاد ټېکه داران عملاً په سيمه کې د دغو نويو پديدو د پلې کولو لپاره پانګونه کوي او دا کار د دوى د سلګونو او لکونو ساتندويانو د سر په بيه تمام شوى، بيا نو ولې موږ په درې- څلورو کلونو کې شل سلنې (فيصده) سياسي، ټولنيز، کلتوري او اقتصادي پرمختګ هم نه درلود؟. يوازې سيمينارونه، ورکشاپونه او سمپوزيمونه زموږ هېواد او هېوادوالو ګټه نه رسوي.
افغانان تر هرڅه څومره والي ته خوشحاله دي، له دې کبله تل څرنګوالى يا کيفيت ورڅخه تت شوى او پر دې نيمګړتيا بيا ډېر وروسته پوهېدلي يو.
در دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مطبوعاتو او وينا ازادۍ ته پام واوښت چې په دې برخه کې ځينو بنسټيزو اصلاحاتو ته هم پام واوښت. څرنګه چې ږغيزو او ننداريزو وسايلو پرمختګ وکړ، د دې تر څنګ ورځپاڼو، مجلو او نورو خپرونو هم دغه اصل ته پام واړاوه، خو بيا هم دا مهال دا ازادي د دولت تر سانسور، محدوديت او لاسوهنې لاندې وه.
هلته د وينا او مطبوعاتو ازادي په دې نيت رامنځته شوه چې ټولنې ته د رښتيني خدمت لار اواره شي او په دې برخه کې پراته خنډونه، ربړې او کړاوونه ليرې شي. دلته نو سياسي ډيموکراسۍ- ټولنيزې او اقتصادي ډيموکراسۍ ته ځاى پرېښود، چې کرار-
کرار اقتصادي سياست او ټولنيزې پراختيا ته وده ورکړل شوه، په رښتيا يې دوى ګټه هم وليده.
دوى د ټولنې د ټولو وګړو لپاره ټولنيز، اقتصادي او کلتوري حقونه غوښتل. ’په همدې تازه شرايطو کې ځينو لوېديځوالو انديالو (متفکرانو) ټولو ته (د اطلاح حق) مطرح کړ، خو ځينو نورو يې بيا (د ارتباط حق) ته اشاره وکړه او ټينګار يې درلود، چې په انساني ژوند او انساني ټولنه کې دا يو مهم اصل دى‘.
روژه کلوس- د اړيکو د پوهنې يوه بلژيکي استاد د اطلاح د حق په باب په خپل يوه کتاب کې وکښل: