د "د وينا ازادي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۴۶ کرښه:
(٢) دولت د ټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ كوي او پياوړې كوي يې.
هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي‘.
 
[د افغانستان د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) نوى قانون، دويم فصل، څلورمه ماده].
د اروپايي هېوادونو د وزيرانوشورا په ١٩٨٢م کال کې د وينا د ازادۍ په باب يوه اعلاميه خپره کړه، چې اروپايي دولت بايد کورنيو او نړيوالو ټوليزو رسنيو ته اسانتياوې برابرې کړي. دغه راز د ملګرو ملتونو يوه کمېټه هم ټينګار کوي چې د خلکو د وينا د ازادۍ حق د ساتنې لپاره بايد د رسنيو د سانسور پر ضد اقدام او هڅه وشي. دا کمېټه همدا راز حکم کوي، هغه خپرونې چې په کم تيراژ خپرېږي، بايد له هر ډول قيد او شرط څخه ازادې وي.
د وينا ازادي يانې د فکرونو، خبرتياوو او احساس د څرګندولو ازادي، چې يو انسان وکړاى شي له کوم خنډ پرته خپل نظر، خپله رايه، خپل احساس او خپلې خبرتياوې يا معلومات نورو ته وړاندې کړي. په دې برخه کې بېلابېلې وسيلې يادولاى شو، چې انسان يې په مرسته خپله دغه معلومات، احساس يا وينا تر نورو رسوي، لکه: خبرې اترې (ديالوګ)، ليکنه او نور هنرونه: تياتر، سينما، مجسمه جوړونه، نڅا، موسيقي، کارټون انځورول...