د "د وينا ازادي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
سريزه:
انسان ځکه تر نورو ژونديسارو ممتاز دى، چې د خپلو عقايدو د څرګندولو لپاره بېلابېلې وسيلې کارولاى شي. دا د انسان يو روا حق دى چې خپله عقيده، نظر او رايه په ازادانه ډول څرګنده کړي، د خپل ايډيال او ارمان د ترلاسه کولو لپاره روا مبارزه وکړي.
د وينا ازادي بايد په دې مانا ونه ګڼو، چې يوازې دې يو انسان خپله عقيده، رايه او نظر څرګند کړي، بلکې انسان دا حق هم لري چې په همدې کچه له نورو خلکو څخه هم معلومات ترلاسه کړي.
د يوې انساني ټولنې د جوړېدو لپاره دا يو ډېر ضروري رکن هم دى، ځکه چې خلک د وينا او چوپتيا په حالتونو کې مسوولين دي، که چېرې وينا وکړي، ښايي د ښې هغې له کبله ځان او نورو ته ګټه ورسوي، خو که چېرې د جبر په وړاندې غلي کښېني، بيا هم يو وجداني مسووليت ورته راجع کېږي. خو انسان هغه وخت چوپتيا غوره کولاى شي، چې وينا يې زيان رسوونکې تمامه شي، ګنې هېڅوک هم حق نه لري چې يو انسان په زوره د ځينو اطلاعاتو افشا کولو ته اړ باسي.
کله چې په ناقانوني ډول د يو کس د وينا مخه نيول کېږي او بنديز ورباندې لګول کېږي، په حقيقت کې يوازې د هغه شخص پر حق تېرى نه دى شوى، بلکې د هغو اشخاصو پر حق هم تېرى شوى، چې دا معلومات ترلاسه کوي.
حکومتونه دا مسووليت لري چې د وينا ازادۍ ته وده ورکړي، ګني په زيان به يې تمام شي، ځکه چې په دې برخه کې دوى هم ځانګړى مسووليت لري.
’په نړۍ کې حکومتونه څلور ډوله دي:
 
١. ډيموکرات او ليبرال حکومتونه چې خلک په دې ډول حکومت کې په رښتينې مانا ګډون لري، مشران حکومت په خپله ټاکي او ډيموکراسي په کې پلې ده. هلته د وينا او مذهب خپلواکي شته، په دې شرط چې انارشۍ ته لار خلاصه نه کړي. ښه بېلګه يې امريکا ده.
په ډيموکراتو ټولنو کې دا يو اصل دى چې حکومت يو ځواکمن ارګان دى، دېته اړتيا نه لري چې د خپلو پاليسيو د غښتلتيا لپاره ورځپاڼې، جريدې او مجلې په کار وګماري.
 
٢. دويم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات نه دي، خو ليبرال دي، يانې خلک د حکومتي مشرانو په ټاکلو کې کوم رول نه لري، خو د مذهب او وينا خپلواکي په کې شته، که څه هم د نړۍ په اوسمهالو حکومتونو کې يې کومه بېلګه نه شو په ګوته کولاى، خو د ايران د کريمخان زند حکومت د بېلګې په توګه يادولاى شو.
 
٣. درېيم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات دي، خو ليبرال نه دي، له نوم څخه يې څرګندېږي، چې د حکومت مهم اشخاص د خلکو له خوا ټاکل کېږي، خو د وينا، مذهب او مسلک خپلواکي په کې نه شته، ښه بېلګه يې په چين کې د مائو، په کيوبا کې د کاسټرو او په خپله د شوروي حکومتونه دي.
 
٤. څلورم ډول يې هغه حکومتونه دي، چې نه ډيموکرات دي نه ليبرال، نه د حکومت مشران د خلکو له خوا ټاکل کېږي، نه هم په کې د عقيدې او وينا ازادي شته، بېلګې يې د درېيمې نړۍ په جغرافيه کې موندلاى شو، لکه افغانستان او عراق (د امريکا تر بريد مخکې) دغه راز عربستان او نور‘.
 
د بشر د حقونو اروپايي محکمه په وار- وار ټينګار کوي:
د وينا ازادي د يوې ډيموکراتې ټولنې لپاره له مهمو اساساتو څخه ده، چې د ټولنې په عمده پرمختګ او وده کې مهم ځاى لري.
Line ۳۲ ⟶ ۳۷:
شته، ځکه دا بايد ومنو چې خپلواکي هم خپل حدود او اصول لري، بشپړه خپلواکي دا نه ده چې يو څوک که هرڅه غواړي هغه دې ووايي.
د غرب دا ډيموکراسي او په دغو هېوادونو کې واکمن اخلاقي فساد خو ټوله نړۍ پر سر اخيستې ده او په خپله د دغو هېوادونو حکومتونه يې هم کابو کولاى نه شي. په دغو هېوادونو کې دغو متمدنو حکومتونو ځينې مقررات ټاکلي، چې دغه ټوليزې رسنۍ بايد د هغو په چوکاټ کې کار وکړي.
 
د وينا ازادي:
 
== د وينا ازادي: ==
د افغانستان د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون هم حکم کوي:
 
’(١) هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو، وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې رانغاړي.
 
(٢) دولت د ټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ كوي او پياوړې كوي يې.
هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي‘.
Line ۴۸ ⟶ ۵۷:
د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه پر هېوادونو اجباري نه ده، خو دا اعلاميه چې په ١٩٤٨م کال تصويب شوې، په خپله نولسمه ماده کې پر دغې خپلواکۍ ټينګار کوي، خو د کتابونو او په عمومي ډول د کاغذ پر مخ خبرې د انسانانو له عملي ژوند سره ډېر توپير لري. شرايط هم هر وخت يو ډول نه وي، په ځينو هېوادونو کې سړى کولاى شي چې ځينې نوې پديدې په ډېر سرعت سره پلې کړي، خو په ځينو ټولنو کې بيا دا کار ډېر وخت ته اړتيا پيدا کوي.
افغانستان د ١٩٨٣م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د مدني او سياسي حقونو نړيوال تړون يا ICCPR تصويب کړى او د دې تړون نولسمه ماده چې د وينا له ازادۍ سره يې موضوع ډېره نژدې ده تضمينوي.
 
’١. هرڅوک به د عقيدې ازادي لري.
 
٢. هرڅوک به د وينا ازادي لري، خبرتيا غوښتلاى شي، دغه راز يې نورو ته هم رسولاى شي...‘
څرنګه چې د يوه انسان لپاره د وينا د ازادۍ حقوق په دې حدودو کې خوندي دي، بيا هم د زورواکو په وړاندې داسې څه نه شته، چې هغوى د دې ازادۍ له تحريم او سرغړاوي څخه راوګرځوي. په افغانستان کې تر دې مهاله عدلي او قانوني ادارو داسې کوم اقدام نه دى کړى، چې د وينا د ازادۍ کوم مخالف يا دې د دې ازادۍ مخنيوونکى نيولى او محاکمه کړى وي.