د "خراسان" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و "خراسان" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده)) |
د سمون لنډیز نسته |
||
۴ کرښه:
== د خراسان نوم ==
د افغان مخور تاريخپوه [[غلام محمد غبار]] له خوا په ليکل شوي زمکپوهنيز [[پېښليک]] کې داسې راغلي دي چې کله د آريانا سيمه د پردو تر واکمنيو راغلې نو د سيمو تجزيه هم پيل شوې . خو د سياسي مصالحې له کبله ډېری د رازو رازو ولاياتو خپل نومونه په لويو سيمو غوره شوي . همداسې ليکي :
داسې ګڼل کېږي چې د خراسان نوم د ساسانيانو له پيلنيو پېرونو څخه رامنځته شوی .او مخکې له هغه پېر څخه دا نوم نه موندل کېده . دا خبره د تورکيې لیکوالانو خپلو تاريخونو کې ياده کړې ده . همدا رنګه د ارمنستان تاريخ پوهانو هم پرې ټينګار کړی دی . دخراسان ويېکه د خور يانې ٫٫لمر٬٬ چې د ختيځپوهانو لخوا ورته د ٫٫ ختيځ لور٬٬ وېل شوي او اسان چې ٫٫ځای٬٬ بلل شوی تړنګنوم دی . سترانج يو انګرېز ختيځپوه داسې وايي : خراسان په پخوانۍ پارسي ژبې کې د لمر خاته سیمه چې ختيځ لورې بلل شوې ياده کړېده . همدا رنګه ابوالقدا يو عربی ختيځپوه د اتمې هـجري پېړۍ چې د نهمې زېږدي پېړۍ سره سمون لري داسې
همدا رنګه د افغانستان يو بل نوميالی تاريخپوه پوهاند [[عبدالشکور رشاد]] د غبار د آند سره تر ډېره همغږی دی او تر څنګ ېې په بشپړه توګه د (خراسان) وييکه د بېلګو سره داسې شنلې : د خراسان وی يا كلمه، د [[فخرالدين ګرګاني]] په قول، چې په [[ويس و رامين]]کتاب كې يې راوړې ده، [[پهلوي]] بلل شوې ده. همدا رنګه زياتوي ! "خو زما په نظر خراسان كلمه له دريو مورفيمو څخه جوړه ده، يو خور، چې د حور په شكل باندې هم دى او اوس يې مزيد اليه د خورشيد په شكل په پاړسي كې مروج دى، چې د لمر مانا لري او بل آس، چې په پښت كې اوس هم راسه د راختلو او راوتلو په معنى دى او په پهلوي كې د آس كلمه د ګرګاني په قول د راختلو معنى لري او د يان جز، چې يې دى هغه د ځاى معنى لري، چې د پښتو په ياڼه كې دغه نفهوم موجود دى٬٬
"په باميان كلمه كې هم يان راغلى دى، چې باميان يانې نوراني ځاى، نو د دغه درې مورفيمه كلمې مانا دا شوه، چې خور يانې لمر، آس راختل او يان ځاى، دا د عربي مشرق او د پاړسي "افتاب برامد٬٬ او زموږ په ژبه کې د ختيځ مانا او مفوم وركوي.
|