د "د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
په افغانستان باندې د سره ښکیلاک یرغل هغې خونړۍ نهه کلنې جګړې ته ویل کیږي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د مجاهدینو په وړاندې د افغانستان له مارکسیست- لینینیست جمهوري دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ په موخه هغه وخت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ مه پیل شوهشوه، چې د شوروي ۵۰۰۰۰ سرتیرو چې د افغانستان د پوځ جامې یې اغوستې وې او په هغو کې د کی جي بي کارکوونکي او د شوروي د ځانګړو ځواکونو د (الفا ګروپ )سرتیري هم شامل وو، په کابل کې یې مهم دولتي،دولتي او پوځي تأسیسات پوځي،لکه د افغانستان راډیو ټلویزیون او مهم هدف یعنی تاج بیک یا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر خپل برید لاندې راوسته. همدارنګه افغان مجاهدینو هم له بیلابیلو سرچینو لکه پاکستان، امریکا، انګلستان، سعودي عربستان، مصر او چین او نورو اسلامي هیوادونو څخه د شوروي د یرغل په وړاندې د مقاومت لپاره مرسته ترلاسه کړه.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلویښتم پوځ ځای په ځای کیدل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د بریژنیف د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. په افغانستان کې له شرم څخه ډکې ماتې وروسته، د شوروي سرتیرو جزوتامونو د میخاییل ګرباچف د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ په وتلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵ نیټه ددغه شرمیدلي زبرځواک وروستيوروستی جزوتام له افغانستان څخه د شوروي خاورې ته واوښت. په افغانستان کې د روسي سور مخو لپاره د جګړې اوږدوالي له امله ځینې وختونه دې جګړې ته د روسانو د ویتنام جګړه ویل کیږي.
د افغانستان دولت د ۱۹۷۸ کال د دسمبر په میاشت کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې دې کار د افغانستان دولت ته اجازه ورکوله ترڅو د اړتیا په صورت کې د شوروي سرتیرو څخه د مرستې د غوښتنې لپاره اقدام وکړي. د افغانستان دولت له شوروي څخه غوښتنه وکړه ترڅو له هغو سره په امنیتي چارو او همدارنګه د مجاهدینو په وړاندې جګړه کې ورسره مرسته وکړي. د ۱۹۷۹ کال د اپریل په ۱۴ مه نیټه، د افغانستان دولت له شوروي اتحاد څخه غوښتنه وکړه ترڅو له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې چورلکې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستوي او همدارنګه د همدې کال د جون په ۱۶ مه، د شوروي دولت د بګرام او شینډند د هوایي هډو د ساتنې لپاره د افغانستان دې غوښتنې ته ځواب ورکړ او تانګونه یې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستول. همدارنګه ددې مرستې په دوام، د همدې کال د جولای په ۷ مه، د شوروي د فراشوتي ځواکونو یوه قطعه چې مشري یې د ډګرمن لوماکین په غاړه وه، د بګرام هوایي هډې ته راورسیده. هغوې افغانستان ته درارسیدو پرمهال خپلې پوځي جامې نه وې اغوستې او د تخنیکي کارپوهانو په شان ښکاریدل. هغوې د ولسمشر تره کي لپاره ځانګړي بادیګاردان وو. دغه فراشوتي ځواکونه په افغانستان کې د شوروي د ستر پوځي سلاکار تر قوماندې لاندې وو او د افغانستان په سیاسي چارو کې یې مداخ'''زغرد متن'''لهمداخله نه کوله. د شوروي ډیر سیاسي کارپوهان لکه الیکسي کوسیګین او اندري ګرومیکو په افغانستان باندې د شوروي د یرغل مخالف دریځ غوره کړی وو.
د یوې میاشتې له تیریدو وروسته، د پوځي مرستې لپاره د افغانستان د دولت غوښتنې د کوچنیو جزوتامونو او پوځي عملې ته محدوده پاتې نه شوه، بلکې هغو د لویو قطعاتو د راننوتو غوښتنه وکړه. د جولاې د میاشتې په اوږدو کې، د افغانستان دولت غوښتنه وکړه ترڅو د شوروي سرتیرو د میکانیزه پلو ځواکونو دوې فرقې دې هیواد ته رادننه شي. د همدې ورځې په سبا، افغان دولت بیا غوښتنه وکړه چې د میکانیزه پلو ځواکونو له دوو فرقو سره یوځای دې د فراشوټي ځواکونو یوه فرقه دې هم واستول شي. همدارنګه د افغانستان د دولت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر تر میاشتې پورې د همدا ډول غوښتنو لړې ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې د شوروي دولت دغو غوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره بیړه نه درلوده.