د "خراسان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۷ کرښه:
همدا رنګه د افغانستان يو بل نوميالی تاريخپوه پوهاند [[عبدالشکور رشاد]] د غبار د آند سره تر ډېره همغږی دی او تر څنګ ېې په بشپړه توګه د (خراسان) وييکه د بېلګو سره داسې شنلې : د خراسان وی يا كلمه، د [[فخرالدين ګرګاني]] په قول، چې په [[ويس و رامين]]کتاب كې يې راوړې ده، [[پهلوي]] بلل شوې ده. همدا رنګه زياتوي ! "خو زما په نظر خراسان كلمه له دريو مورفيمو څخه جوړه ده، يو خور، چې د حور په شكل باندې هم دى او اوس يې مزيد اليه د خورشيد په شكل په پاړسي كې مروج دى، چې د لمر مانا لري او بل آس، چې په پښت كې اوس هم راسه د راختلو او راوتلو په معنى دى او په پهلوي كې د آس كلمه د ګرګاني په قول د راختلو معنى لري او د يان جز، چې يې دى هغه د ځاى معنى لري، چې د پښتو په ياڼه كې دغه نفهوم موجود دى٬٬
"په باميان كلمه كې هم يان راغلى دى، چې باميان يانې نوراني ځاى، نو د دغه درې مورفيمه كلمې مانا دا شوه، چې خور يانې لمر، آس راختل او يان ځاى، دا د عربي مشرق او د پاړسي "افتاب برامد٬٬ او زموږ په ژبه کې د ختيځ مانا او مفوم وركوي.
دا نوم د اوسني افغانستان دغرب پلو خلكو چې اوسينی ايران کې اوسېږي پرې ايښى دى ځكه پر هغو لمر له دغې خوا څخه ورخوت نو هغو دېته خراسان ووايه"
په خراسان كې هم عين دغه موضوع ده، چې دا كلمه د افغانستان يا د هغه وخت د خراسان غربي يا لوېديځو ګاونډيانو ورباندې ايښې ده او بله مهمه خبره دا ده، چې [[ياقوت حموي]] د [[شام]] مخور ليكوال، چې [[معجم الادبا]] ، [[معجم البلدان]] او [[مراصدالاطلاع]]کتابونه يې ليكلي دي، هغه سړي خراسان په څلورو ايالتونو ويشلى دى، يو ايالت يې د ابرشهر په نامه راوړى دى، چې نور خلك بيا لكه [[عبدالحی ګرديزي]] په [[زين الاخبار]] كې هغه د [[د هرات ولایت|هرات]]ولايت په نامه راوړى او په دې هرات، [[بادغيس]]، [[پوشنج]]، د ايران [[مشهد|طوس]]، چې اوس يې [[دمشهدولایت|مشهد]] بولي، [[قاين]]، [[طبس]] او[[ نيشاپور]] شامل و. بل ايالت يې [[بلخ]] و، چې تر [[بدخشانه]] پورې دا سيمې په كې شاملې وې خو دوه نور ايالتونه يې له اوسيني افغانستان څخه دباندې و، چې يوه ته يې [[د ماورالنهر ايالت]] وېل، چې په هغه كې [[بخارا]]، [[سمرقند]]، [[تاشكند]] او [[فرغانه]] شامل و، او بل يې [[د مروې ايالت]] باله، چې په هغه كې له مروې څخه بيا د [[آموسیند|جيحون]] يانې اوسنى [[آمو]] تر روده پورې بيا د هرات تر [[حواشيو]] او [[حواليو]] پورې دا سيمې په كې شاملې وې٬٬ نو د هغه تاريخي خراسان په څلورو ايالتونو كې، دوه ايالته تر افغانستان دباندې دي. چې يو د مروې ايالت دى، چې هغه اوس په [[تركمنستان]] كې واقع دى او بل د ماورالنهر ايالت دى، چې هغه اوس په [[ازبکستان|اوزبكستان]] كې دى او د [[ايران]] د ختيځې پولې سيمې، چې دا هم په خراسان كې شاملې وې يادې شوي . اوس هم ايرانيان د ستان خراسان په نامه دا سيمه يادوي او مشهد يې، چې پخوا طوس بلل كېده هغه يې اوس مركز دى٬٬ . لدې ښکاري چې خراسان څو خپلواکې سيمې يادې شوي چې د پیر مختلفو ولسونو پرې خپلې واکمنۍ چلولي او بېرته ترې څه پاتې څه ېې پرې ايښي او څه ېې هم وېشلي دي چې د افغانستان بشپړه نوم نه دی پاتې شوی ٬٬ .
 
== د خراسان د سيمه واکيو پولې ==