د "ځمکني توتان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و [r2.5.2] robot Adding: fa:گیاه توت‌فرنگی
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و روباټ زیاتول: stq:Äidbäien; cosmetic changes
۲۳ کرښه:
ځمكني توت په كلونو كلونو په وحشي ډول شنه كيدل ، دا بوټي مخكي له ميلاد څخه وكرل شو او د پخوانيو روميانو له خوا ارزښتناك و ګڼل شول، د روميانو له سقوط څخه وروسته خپل ارزښت يي له لاسه وركړ تر هغه چي په منځني پيړيو (Middle Age) كلونو كي په اروپا كي دوباره څرګند شو.
او وروسته له هغه دابوټي بيا د طبي كيفيت او خوند له مخي ارزښتناك وګڼل شو.
اګر چي په هغه وخت كي توت داسي خوشبو او خوندور نه وو لكه چي اوس دي نو له دي امله دا توت په پراخه توګه تيت نه شول.
په ۱۸ پيړي كي كله چي د طبيعت پټ رازونه څرګند شول ځمكني توت په يوه خوشمزه ميوه بدل شول او په پراخه توګه د قدر وړ شول.
په ۱۷۱۴ كال كي يوه فرانسوي انجينير د پيرو او چيلي هيوادونه ته د هسپانوي كارونو د ليدلو لپاره وليږل شو ، هغه ځمكني توت چي د اروپايي توتو څخه څو ځله غټ و هغه كشف كړل هغه دا توت د نموني په ډول فرانسي ته راوړل او وروسته هلته وكرل شول ، دا تر هغه خوندور نه و كله چي Cross Breding په مابين د دي توتو د نوعو او دشمالي امريكا هغه نوعي چي هلته كرل شوي وو، واقع شو چي په نتيجه كي يي دو رګه (hybride) ځمكني توت چي لوي او خواږه وو، او په چټكي په اروپا كي عام شول، منځ ته را غلل.
ځمكني توت لكه نوري ميوي د يوي تجملي ميوي په توګه د پډايه خلكو لپاره تر ۱۹مه پيړي نيمايي پوري پاتي شول، كله چي د اورګاډيو كرښي جوړي شوي او ترانسپورت چټك شو ، ځمكني توت هم لري ځايو ته وليږدول شول،
ځمكني توت اوس يوه ډيره عامه ميوه په نړي كي ده، په اوسني وخت كي امريكا ، فرانسه، ايتاليا، جاپان، استراليا او نوي زيلاند په لويه او تجارتي پيمانه د ځمكنيو توليدونكي دي.
د ځمكنيو توتو نموم له پخواني انګليسي ) Old English( يعني streawberige څخه اخيستل شويدي كوم چي تركيب شوي له streaw په معني د واښه "straw" او berige په معني د "berry". يعني توت دي چي ددي دليل واضح ندي .
دا ممكن د runners واښه ته ورته شكل يا مطلق معني د واښو ، خاشاك او سبوس وي چي ارتباط د بوټي د تيت ظاهريدل دي .
په زړه پوري داده چي په جرمني هيوادونو ( هالند، جرمني، انګلستان چي په جرمني ژبو پړاو لري) وحشي ځمكني توت ټولوي او په واښو يي سره پيي، په هغه ملكو كي خلكو straw-berry پيدا كړه ترڅو چي يوه اسانه كلمه چي ددوي جامعي ته قابل د ملاحظي وي .
هلته يو بل بديل هم شته چي دا كلمه د Anglo-Saxon د يو فعل څخه اخيستل شوي چي "strew" په معني د شا او خوا تيتيدل) (spread around كوم چي streabergen وه Strea په معني د "strew"او Bergen په معني د "berry" يا ميوه ده او له هغه ځايه او وخته په straubery، strauberryاو بالاخره په strawberry كلمه كومه چي نن ورځ استعماليږي بدل شوي ده .
دا نوم كيداي شي چي له دي حقيقت څخه اخيستل شوي وي چي داميوه او ډير runners په تيت او پاشان شكل "strewn" د ځمكي په مخ ظاهريږي .
== عامه ريښه پيژندنه Popular etymology: ==
چي دا د باغوانانو د mulching عمليي چي د ځمكني توت لپاسه يي واښه استعمالول ترڅو ميوه له يخ وهلو (rot) څخه وژغوري ( دا ريښه پيژندنه په Old Farmer's Almanac 2005 كي پيدا كيږي)
اګر چي داسي يو مدرك په لاس كي نشته چي د Anglo-Saxons خلكوكوم وخت ځمكني توت كرلي وي او حتي لږ ددي عملياتو په اړه پوه شوي وي.
ځمكني توت د كورنيو كروندو لپاره يوښه مناسب بوټى اوغوره ميوه ده ځكه بوتي په چټكۍ سره ميوه توليدوي او د روزنې لپاره لږې ځمكې ته اړتيا لري ، هر بوټى په لومړي كال كښې ¼ حصه ميوه توليدوي كه بوټي په كتارونو كښې په كمه فاصله وكرل شي25 بوټي په نورماله توګه د يوې متوسطې كورنۍ لپاره په كافي اندازه توت توليدوي . حاصل معمولا په دوهم او دريم كال لږيږي ، نو له دې كبله نوي بوټي په دريم او ځلورم كال له سره بايد كينول شي.
ځمكني توت جلبونكې ميوه د ښه خوند سره توليدوي، ځمكني توت په لويه پيمانه ويتامين سي Vitamin C لري . دځمكني توتوډير كلتيوارونه د تازه خوړولو او ديخ پروسس لپاره ښه مناسب دي . زيات خلك ددې ميوې له تازه خوړولوڅخه خوند اخلي، همدارنګه له دې څخه دلوړكيفيت مربا او شيرنۍ جوړيږي.
ځمكني توت strawberry(Fragaria) د Plant جنس Genus او د Rosaceae له فاميل څخه دي ، په نړي كي له ۲۰ څخه ډيري نومول شوي نوعي species او ډيري دورګه hybrids او cultivars يي وجود لري.
تر ټولو عمده ځمكني توت چي په تجارتي بڼه كرل كيږي د Garden strawberry a Fragaria × چي د ananassa hybrid له دورګه والي څخه منځ ته راغلي دي.
 
ساختمان Morphology
 
== دځمكني توت ګل او پرمختللي ميوه ==
 
ځمكني توت يوه ثانوي ميوه) accessory fruit( ده ، د ميوي غوښينه بڼه له تخمدان څخه سر چينه نه اخلي مګر له peg څخه چي د hypanthium كوم چي تخمدان يي ساتلي ، سرچينه اخلي.
نو له تخنيكي نظره تخمونه اصلي ميوه ددي بوټي ده او غوښينه برخه د ځمكني توت يو ډول سابه دي.
د انكشاف په وخت كي ميوه سپين شنه ته ورته رنګ لري او په ځينو نوعوكي كله چي ميوه پخه شي سره رنګ ته بدليږي.
ګل ماننده (rosette growth) نمو د نبات يو ښه پيژندل شوي خاصيت) (characteristicددي بوټي دي .
اكثر نوعيrunners دباندي وباسي چي هغه نوي جواني ) (bud په څنډو (extremity) كي منځ ته راوړي .
پاڼي خصوصا دري برګچي) leaflets (لري مګر تعداد ددي برګچو كيداي شي چي ۵ او يا يوه وي .
كله چي ګل يوه مخصوص سره ته ورته ساختمان)( typical rosaceous structure ولري ، ميوه ډيره ځانګړي وي ، مګرهغه كيداي شي په ګلابو كي له تشكيل شوي ميويrose hip سره په مقايسه و پيژندل شي.
په ګلاب ګل كي د ګل د ساقي پاسني برخه كله چي ګلاداني ته ورته شكل ته (vase-shaped cavity) نمو كوي منبسط كيږي يعنيhip) (ته بدليږي هغه چي حقيقي ميوه ياتخم مستوروي (پټوي) ، او لرونكي د carpels ( د ښځينه د توليد مثل اندام چي عبارت له تخمدان او كلالي څخه دي) په خپله داخلي برخه كي دي .
په ځمكني توت كي Floral axis ساختمان ددي په ځاي چي مقعر شكله وي ، د باندي خواته په غوښينه بڼه پړ سيږي ، ګنبدي ته ورته (dome-shaped) او يا همواره كتله وي چي درلودونكي د carpels او يا حقيقي ميوي (true fruits)دي ، عموما تخم ورته ويل كيږي لږ يا ډير احاطه شوي وي خو هيڅكله په
په پوره ډول نه وي پټ شوي .يو پوخ شوي ځمكني توت ميوه په حقيقت كي په مناسب ډول د يو ګلاب) (rose له ميوي سره پرتله شي كله چي هغه د سر خوا څخه دباندي خوا ته ووځي.
د ځمكنيو توتو په فارمونو كي عموما د شاتو مچيو صنوقونه ايښودل كيږي تر څوګرده افشاني (pollination) ته انكشاف وركړي .
== ټولګی بندي ==
په نړيواله كچه له ۲۰ څخه ډيري د Fragaria species نوعي وجود لري. د ځمكني توتو كليدي طبقه بندي د هغوي د كروموزومونو د تعداد د تغير له مخي ، ددوي نوعي پيژندل كيږي ، په عامه ډول ځمكني توت ۷ قسمه كروموزومونه لري ، اګر چي دوي مختلف )polyploidy ( بيانوي ، ځيني ددوي diploid ( دوه سيټه كروموزومونه يعني ۱۴ كروموزومونه ) ، tetraploid ( څلور سيټه كروموزومونه يعني ۲۸ كروموزومونه)، hexaploid ( شپږ سيټه ټول ۴۲ كروموزومونه ) ، octoploid( اته سيټه ټول ۵۶ كروموزومونه ) او يا decaploid ( لس سيټه ټول ۷۰ كروموزومونه )دي.
په عمومي ډول ( سره له استثنا ) ، دځمكني توتو نوعي species چي ډير كروموزومونه ولري ډير قوي دي او لو ي بوټي له ډيرو ميوو سره توليدوي .
Diploid species
۸۷ کرښه:
 
يو تعدا د نوري نوعي طرح شويدي ، ځيني يي اوس د subspecies له يوه د پاسنو نوعو څخه پيژندل شوي ( د GRIN taxonomy database جدول وګوري)
Mock Strawberry او Barren Strawberry دواړه د Fragaria سره يو شان دي او په جنس كي نيږدي ارتباط د Potentilla سره لري .
 
 
== د ځمكنيو توتو ډولونه او دورايتي انتخاب : ==
 
June- Bearers ياSpring bearing، Ever-Bearers او Day- Neutral دري ډولونو د ځمكني توتو دي د Day- Neutral اوEver-Bearer ډول نظرJune- Bearer ته واړه دي.
June- Bearers ډول په پسرلي كښې د 2-3 اونيو په اوږدو كښې ګلان توليدوي ، ميوه او رينر Runners په دري ډول طبقه بندي شوې ، وختي فصل د منځنى فصل او ناوخته فصل ورايټي گانو.
Ever-bearers ډول درى دورې ميوه ،ګلان او Runners د پسرلي ،دوبي او مني په دوران كښې توليدوي.
Day- Neutral ډول ځمكني توت د ټول وده ايز فصل په اوږدوكښې ميوه توليدوي . او دټول وده ايز فصل په اوږدو كښې يو ځل Runner توليدوي .
د Day- Neutral او Ever-Bearers ډولونه د هغه باغ لرونكو لپاره چې لږه ځمكه لپاره غوره ده . همدا راز دوي كولاي شي په Terraced bed ، په بيلرو او ګلدانيو كښې وكري،او كروند ګر كولاي شي ځمكني توت د ځمكې دپوښښ بوټو په توګه وكري.
. June- Bearers دا عادت لري چي پوره بوټى يو فصل له كرلوڅخه وروسته منځ ته راوړي. په
Day- Neutral ډول د June- Bearers له ډول څخه توپير لري . هغه دا چې دوي پوره بوټى په لومړني فصل كښې كله چې وكرل شي تشكيلوي.
د June- Bearers ډول د كورنيو مزرعولپاره او همدارنګه د تجارتي استعمال له كبله او همدارنګه د خوند او كيفيت له مخې ډير مشهور او عام او هم ارزښناك دي.
په يوځل كتو دانشي معلوميداي چې كوم بوټى Day- Neutral او كوم يو June- Bearers له ډول څخه دي. نو له دې كبله كله چې بوتى كري دا مهمه ده چې څرګند كړي كوم يو ستاسو د خوښې وړ دي.
دا غوره ده چې دواړه ډولونه وكرل شي تر څوچې د Day- Neutral ځخه په لومړني كال ميوه تر لاسه كړي او لوړ حاصل او ښه كيفيت د June- Bearers څخه ترلاسه كړي.
دكورنيو ميوو كرونكي دانتخاب لپاره يو ډير شمير ورايټي ګاني لري د June -Bearers لپاره انتخاب دير زيات دي نظرDay -Neutral ډول ته
 
دا مهمه ده چې د پخيدو فصل،حاصل، دميوې اندازه، د يخ وهلو كيفيت او خوند په كيفيت د سپارش شويوكلتيوارونو په اړه و پوهيږو(T-1)
 
لومړي جدول : د ځينو ځمكنيو توتو طبيعي خواص
۱۲۲ کرښه:
Tribute 5 Small Good Fair Medium
 
د ځمكني توت ورايټۍ د خوند، د پخوالي فصل ، دساتلوظرفيت او د ناروغيو په وړاندې مقاومت په اساس انتخابيږي. د ځمكني توتو كلتيوار،زر رسيدونكي او وروسته رسيدونكي او د ناروغيو پر وړاندې د تنګښت په اساس طبقه بندي شوي.
 
 
۱۳۷ کرښه:
Tribute medium R R N,C,S
R = resistant to this disease; S=susceptible to this disease.
* N = adapted to region north of Interstate 80; C = adapted to region between Interstate 80 and Interstate 70; S = adapted to region south of Interstate 70.
 
== Pathogens and Disease ناروغي اود ناروغيو عوامل ==
ځمكني توت هغه ميوه ده چې په پراخه توګه كرل كيږي . ځمكني توت ښې زهكشي شوې خاورې ته ترجيح وركوي چې په لوړه پيمانه عضوي مواد ولري. بوتي پوره لمر ته اړتيا لري ترڅو لوړ حاصل توليد كړي يعنې شپږ ساعته لمر ته په ورځ كښې اړتيالري.
په هغه ځمكه كښې چې د ترمخه رومي بانجان ، توربانجان ،مرچ او كچالو پكښې كرل شوي وي ځمكني توت بايد ونه كرل شي ځكه چې په داسې ځمكه كښې بوټى د Verticillum wilt په ناروغۍ چې د ځمكني توت خطرناكه ناروغي ده ككړيږي
يو تعداد د Lepidoptera نوعي د ځمكني توتو څخه تغذيه كوي .
برسيره پر دي د ناروغيو په مقابل كښي د تنګو ورايتيو انتخاب بزګرانو سره د بوټي د ناروغيو د خطر په كمولو كښې مرسته كوي.(T-2) دوهم جدول ته دمقاوموورايتيو سپارښتني ته مراجعه وكړي
 
دوهم جدول د ځينو ځمكنيو توتو د امراضو په مقابل كي مقاومت
۱۶۱ کرښه:
Tribute T T R R R
S = susceptible, VS = very susceptible, I = intermediate reaction, R = resistant (the disease does not occur on that cultivar or only to a very small degree), VR = very resistant, T = tolerant (the disease is clearly evident, but with little or no apparent detrimental effect on plant or yield), U = unknown.
* Cultivars are only resistant to specific races of the red stele fungus. If races are present in the planting or are introduced into planting for which resistance genes are not available, red stele can develop on "resistant" cultivars.
 
 
== د كرلو د ځاي سپارښتنه : ==
ځمكني توت د كيفيت او ډير حاصل لپاره پوره اندازه لمر ته اړتيا لري . ځمكني توت بوټي په مختلفوخاوروكښې د بوټي توليد كولاى شي. كه څه هم چې ښه نتيجه يې د حاصلخيزو ځمكو چي په لويه پيمانه غوره عضوي مواد ولري وركړى دي. خاوره بايد يوه كمه اندازه تيزابي وي چې پي اچ يې د5.8-6-5 وي . كه چيرې د خاورې حاصلخيزي او تيزابيت معلوم نه وي دا سپارښتنه كيږي چې له خاورې نه نمونه واخستل شي او تيسټ شي. دا خاورې تيست كيداى شي چې ستاسو د سيمه ايز توسعه وي دفتر په واسطه وشي او همدارنګه ځانګړي ځانګړي ازمايښتونه د عضوي موادو او د بوران لپاره هم بايد وشي، چونه او سره بايد د خاورې د ټيست مطابق واچول شي.
ځمكنې توت د خاورې د ډير لندبل سره حساس دي . كه د لندبل ( زهكشي) مشكل وي بوټي بايد په جګ بستر كښې و كرل شي.همدارنګه د ځمكني توت د كرلو څخه په هغه ساحه كښې چې مخكينى فصل تور بانجان، رومي پانجان او مرچ او يا چمن وي ،د حشراتو او ناروغىومشكل ممكن منځ ته راوړي.
مهم كرنيز فعاليتونه د ځمكنيو توتو لپاره د كرلو تخنيك او فاصله په مابين د بوټوو، د نامطلوبو بوتو مخنيوى ،مناسبي سري استعمال ،دغوټيو لر ي كيدل، اوبه لګول، د حاصل اخستلو وروسته دتوتو نويول، د ناروغيو او افتونو مخنيوى ،ديخ وهنې او ناروغيو د مخنيوي لپاره د ملچ استعمال دي.
دكرني طريقه:
د پسرلي شروع تر ټولو غوره وخت د ځمكنيو توتو د كرلو لپاره دي كله چې خاوره ډيره لندبل ونه لري. په ديرو لندو خاوروكښې دفصل په شروع كښې كرنه بايد تر سره نه شي ځكه د خاورې د يخ وهنې له امله چې د خاورې د پړسوب د بوټي د زخمي كيدو او له منځه تلو سبب ګرځي.
ځمكني توت ريښې، تاج او پاڼي لري ( دريم شكل وګورى)
 
تاج يوه لنډه تنه Stem) (ده چې د پاڼو او ريښو تر منځ موقعيت لري.د كرنې په وخت كښې ريښې او نيمايي تاج بايد په خاورو كښې پټ شي.
دكرنې لپاره د خاورې سوري په كافي اندازه بايد ژور وي تر ځو ريښې په عموي ډول پكښې ځاي شي .بوټى په داسې ډول چې ريښې يې په خاوره كښې په افقي شكل ځاي به ځاي شي بايد ونه كرل شي.د June- Bearers بوټي د 12-24in انجوفاصلې په لرلوسره يو له بل نه لرې كرل كيږي.په لنډه فاصله كښې د بوټو رينر بايد كنترول شي، هغه رينرچې ضرورت ورته نشته بايد په لومړي فصل كښې لرې شي
د اګيست په مياشت كښې كتارونه بايد 18-24 انچوپورې دي او بوټي بايد 6-8 انچو پورې يو له بل څخه لرې وي. حلقوي تيراسونه هغه وخت پكار وړل كيداى شي كله چې فاصله كمه شي.( ځلورم انځور)
 
د Day- Neutral ځمكني توتو كښې بوټي 8-12 انچو پورې يو له بل څخه لرې وي او 30-36 انچو پورې فاصله په مابين د دوو قطارونو كښې دي . د لومړني فصل كښي Runner په جريان كښې لرې كري. اوګلان په شپږو لومړنيو هفتو كښې له كرلو وروسته لرې كيږي.
 
=== ځمكني توت څه وخت بايد وكرل شي: ===
د ځمكني توتو كرنه په پسرلي كښې هغه محال شروع كيږي چې ځمكه د كار د تر سره كولو اجازه وركړي. كرنه معمولا د مارچ او اپريل په مياشتو كښې مخكښې له دې چې توده هوار راورسيږي تر سره كيږي . كه چيرې خاوره لنده وي كرنه بايد و ځنډول شي تر څوخاوره وچه او د كښت لپاره برابره شي.كرنه بايد په وريځ لرونكې ورځ يا په مازديګر كښې تر سره شي.
 
 
۱۸۵ کرښه:
=== ژوروالى ===
:
بوټى په خاوره كښې په داسې ډول كيښودل كيږي چې يواځې پاشنۍ ريښې يې په خاوره پټې شي د بوټي تاج په خاوره كښې بايد پټ نه شي . بوټي له پنځو اونيو وروسته رينر او نوي بوټي توليدوي.
 
۱۹۲ کرښه:
 
اووم انځور
ماپيني بوټي په سم ډول كينول شوي دي خاورې يواځې پاسنۍ ريښې پټې كړې دي . په كيڼ اړخ كښې نبات په لږ ژوروالي سره كرل شوى، ښي اړخ ته بوټي ډير ژور كرل شوي دي.
 
 
 
د كرلو سيستم:
د قطارونو سيستم Method Row System :
د June- Bearers كلتيوارونه لپاره داسيستم تر ټولو ښه سيستم دى په دې سيستم كښې د ځمكنيو توتو بوټي يو له بل څخه د 3-18 انچو پورې لرې دي او همدارنګه قطارونه 3-4 فوټه يو له بل څخه لرې دي.
تشكيل شويو نويو بوټو daughter Plant بايد پريښودل شي چې ريښې تشكيل كړي تر څو يو گڼ قطار چې له دوه فوټوڅخه پراخه نوي رامنځ ته شي.
 
 
فاصله لرونكى سيستم Spaced Row System :
په دې سيستم كښې Daughter Plant تعداد كميږي تر څو چې له خپل مورني بوټي Mother Plant څخه زرغون شي . بوټي د 3-18 انچو پورې لرې يو له بل څخه كرل كيږي او قطارونه بايد3-4 فوټو يو له بل څخه لرې وي
Daughter Plant يا نوي تشكيل شوي بوټي د ريښو څخه بايد د 4 انچو څخه لرې واقع وي . نور ټول رينر Runner د مورني بوټي څخه بايد پرې شي .
تصوير:
4R فاصله وركړل شوې 2R فاصله وركړل شوې گڼ قطارونه
 
Hill System
دا يو سيستم د Day- Neutral او Ever -Bearer يو ښه سيتم دي . په دې سيستم كښې ټول Runner له منځه وړل كيږي يواځي اصلي مورني بوټي پريښودل كيږي .ريتر Runner لري كول دمورني بوټي د ښه انكشاف د ډيرو تاجونو او د ګلانو د Stalk سبب كيږي.
 
 
د نامطلوبو بوټو مخنيوى Weed Control:
ميخانيكي طريقه،دملچ استعمال Mulching اود Herbicides كولاى شي چې د د نامطلوبوبوټو څخه خلاصه كرونده ولرو.دمخنيوي لپاره د ميخانيكي طريقې او د ملچ استعمال سپارښتنه كيږي.
 
د چوني او سري استعمال:
د خاورې ازمايښت په لوړه كچه په هر دوو او دريو كلونوكښې د ښه حاصل او كيفيت لپاره ضروري دي.
غذايي مواد او چونه كه ضروري وي د خاورې د ازمايښت په نظر كښې نيولو سره د كرنې تر مخه په خاوره كښې اچول كيږي.
يوپونډ (10-10-10) NPK سره بايد په سل فوټ مربع 100ft2 ځمكه كښې وپاشل شي.اويا0.5 پونډه
10-10-10 د باند په شكل 4-6 انچه لرې له بوټو څخه د 7-10 ورځو وروسته له كرلو څخه واچول شي. . دا سره د شپږو انجو په ژوروالي سره بايد په ځمكه كښې خښه شي
1-1.5 pound نايتروجن د جون په نيمايي كښې و پاشل شي كه چيرې باران ډير وي په نيمايي د اګيست كښې دوهم ځل بايد واچول شي.
دميوې اچولوكال كښې 1-1.5 pound نايتروجن وروسته له حاصل اخستلو څخه او داګست په نيمايي كښې وشنل شي.
ډيرې سرې بايد ونه لګول شي ځكه د ودې د ډيريدو ،د حاصل د كموالي ،د يخ وهلو په وړاندې د مقاومت د نه لرلو او د ناروغيو په وړاندې مقاومت له لاسه وركوي. او په ژمي كښې متضرركيږي
 
د ګلانو لرې كول Blossom Removal :
د June- Bearers ځمكني توتو Flower stalk يا ګلان كله چې څرګنده شي په لومړى فصل كښې لرې شي. لوړ حاصل هغه وخت په لاس راتلاى شي كله چې بوټي پريښودل شي مخكښې له ميوې اچولو څخه خپل لوى سايز ته ورسيږي.
Day- Neutral د بوټو غوټۍ په لومړي كال كښې بايد د جون تر نيمايي پورې له منځه لاړې شي . وروسته بايد ګلانو ته اجازه وركړل شي تر ځوچې د ميوې څخه حاصل واخستل شي په پاتې فصل كښې ( د اكيست څخه تر اكتوبر پورې).
 
== اوبه لګول Irrigation : ==
په وچ وده ايز فصل كښې د زياتو اوبو لګولو سپارښتنه كيږي.بوټى د جون له نيمايي څخه د اګست تر نيمايي پورې 1-1.5 انچ اوبه په يوه هفته كښې ضرورت لري.
اوبه لګول بايد په ښه منظم ډول تر سره شي. زيات اوبه لګولوته اړتيا نشته پاملرنه بايد وشي چې خاوره د اوږدې مودې لپاره لنده پاتې نشي.
 
د ځمكنيو توتو تمديد(نويول) له حاصل اخستلو وروسته:
ځمكني توت كولاى شي چې د يوه كال څخه ډير حاصل وركړي نظر د بوتي په اندازه او قدرت سرهممكن تر دريو فصلونو يورې.
June- Bearers ځمكني توت بايد هر كال له حاصل اخستلو وروسته بايد نوي كينول شي . او كه چيرې يې په ښه ډول ميوه توليدوي نو بيا له يو كال نه زيات په ځمكه كښې پريښودل شي.
نا مطلوبه بوټي لومړى په ميخانيكي طريقه اويادHerbicides په وسيله له منځه وړل كيږي .
ټول زاړه بوټي د لاسي وسائلو( لور...) په واسطه پرې كيږي . د پاڼو د پرې كولو په وخت كښې بايد د بوټي تاج ته ضرر ونه رسيږي. كه په پاڼو كښې كمه ناروغي شتون ونه لري په خاوره كښې دې خښې شي تر څو كمپوست ورنه جوړ شي.
كتارونو پراخوالي تر 12 انچه كيږي ،په هر كتار كښې بايد د بوټو تعداد كم شي . د بوټو تر منځ فاصله بايد د 4-6 انچو پورې وساتل شي . د بوټي د بستر لپاره د 0.5-1 انچه خاوره اچول كيږي .
دبوټوترميمول (نويول) د ځمكني توتو د روزنې يوه مهمه برخه ده ، تر څو د ميوې ښه توليد لاس ته راشي .په June- Bearers توت چې په ګڼو قطارونو كښې كرل شوي وي . د حاصل اخستلووروسته هر كال بايد ترميم شي.
قطارونه بايد د بيل يا كتمن په واسطه 6-12 انجو پورې نرم شي ، ټول نامطلوبه بوټي هم ترې لري كيږي، د بوټي ګڼ والى بايد لږ شي . په نويو قطارونوكښې د بوټو كرنه په داسې ډول تر سره كيږي چې د بوټو تر منځ واټن 4-6 انچو پورې وي . په اونۍ كښې يو ځل اوبه لګول تر سره كيږي تر ځو د بوټو ودې او انكشاف ته پراختيا وركړي او نوي Runner د نوى كال لپاره جوړ كړي.
 
== د ژمي ملچ: ==
د نا مطلوبوبوټو له لرې كولو پرته د ملچ پوښل اړين بريښي تر څو چې بوټي په ژمي كښې له يخ وهلوڅخه وساتل شي. د ملچ لپاره داسې واښه او د بوټو پاتې شوڼي په كار يوړل شي چې د هرزه بوټو تخمونه له ځان سره ونه ليږدوي. د دوو او دريو انچو په پنډوالي سره ملچ كولاي شي چې بوټى له سختې يخنۍ( +20 څخه تر -30 ) دمني او ژمي په اوږدوكښې په ښه ډول وساتي.
ځمكني توت د يخ وهنې په وړاندې زيات حساس دي ،هغه ملچ چې بوټي په ژمي كښې پوښلي وي بايد پسرلي په پيل كښې له بوټي څخه لرې او د پولو دپاسه واچول شي ، كه په پسرلي كښې يخ راځي بايد ګلان پرې وپوښل شي. زړه كمبله او يا درخت ټوټه هم كولاى شي د يخ وهنې نه مخنيوى وكړي.
كله چې په مني كښې ( د نومبر د نيمايي د ډيسمبر تر نيمايي پورې چې هوا د 20C درجو سانتي ګراد نه راښكته شي د قطارونو د پاسه د 3-4 انجو په پلنوالي د وښو ملچ د بوټو د پاسه اچول كيږي. دا ملچ د بوټي دهغې يخ وهنې نه چې bud له منځي وړي ،ريښو او تاج ته زيان رسوي، مخنيوى كوي.
په پسرلي كښې هغه محال چې د بوټو پاڼې په زيړيدو شي ملچ د بوټو نه لري كيږي . يوه اندازه د ملچ واښه د بوټوشاوخوا پريښودل كيږي، تر څو ميوه د خاورې سره د تماس څخه وساتي . همدارنگه د خاورې لندبل ساتي.
 
شپږم انځور
د ګلانو لرې كول Blossom Removal :
په لومړي وده ايز فصل كښې د June- Bearers ځمكنيو توتو ګلان دراځرګنديدو سره سم لري كيږي . د ګلانو لمنځه وړل د بوټي او رينر Runners د پراخيتاسبب ګرځي اوپه راتلونكي كال كښې به بوټي لوي او ښه قوي وي .
په Ever- bearer او Day- Neutral توتو كښې د جون د مياشتې تر وروستيو پورې لرې كيږي او وروسته له هغې ګلانوته اجازه وركول كيږي تر ځو د اوړي او مني په اوږدوكښې ميوه توليد كړي.
.
 
== طبي ګټي ==
برعلاوه څمكني توت يو طبيعي ماده Ellagic acid لري . دا ماده د سرطان د ناروغي څخه مخنيوي كوي
ځمكني توت د يوي بډايي منبع د Phenol اود Phyto Nutrient په نړي كي ګڼل كيږي ، دا فينول د Antocyanin او ellagitanins په وسيله رهبري كيږي.
Antocyanin په ځمكنيو توتو كي نه يوازي دا چي د سره رنګ برابرونكي دي ،دوي د Antioxidant په توګه چي د حجري ساختمان ساتي او د بدن په ټول ارګان كي د اكسيجن د زيان څخه مخنيوي كوي ، دا ميوه د يوه ځانګړي Phenol محتوياتو ددرلودو له كبله د زړه د ساتلو، د سرطان ضد او ددرد ضد(Anti inflammatory) ده.
د ضد درد مواد چي په ځمكنيو توتو كي شتون لري د Cyclooxygenase (COX) انزايمونو فعاليت كموي او د Aspirin يا Ibuprofen په شكل درد كموي. د (COX) ډير فعاليت د زيات درد سبب ګرځي ، دا نزايمونو په Rheumatoid،Osteoarthirtise, Asthma, atherosclerosis او سرطان كي شامل دي.
ځمكني توت د كولمو د خونريزي (inotestinal bleeding) مخنيوي كوي.
ځمكني توت د Vitamin C, Vitamin K او منګانيز نظر نورو ميوو ته په پراخه پيمانه لري.
همدارنګه د Dietary Fiber, Iodine, Potassium, Folate, riboflavin, Vit B5, Omega-3 Fatty acide, Vit B6, Magnissium او Copper دي.
 
=== دضد سرطان محتويات Anti cancer Compounds: ===
ځمكني توت د ellagitanin محتوياتو د سرطان ناروغيو په مړينه كي يي كموالي راوستي ، په يوه مطالعه كي ځمكني توت د هغه ۸ غذايي موادو په راغي كوم چي د سرطان د ناروغي له كبله يي مړينه يي په ۱۲۷۱ ناروغانو په New Jercy كي ټيټه كړي ده.
دي ناروغانو به د ورځي دري ځلي ځمكني توت خوړل او په دوي كه د سرطان ناروغي نظر هغه خلكو ته چي كم او يا هيڅ ځمكني توت يي نه خوړل كم انكشاف كړي.
يوه مطالعه د Jurnal of Agriculture and Food Chimistry چي په ۲۰۰۳ كال نومبر كي خپره شوه، ۸ ډوله د ځمكنيو توتو هغه كلتيوارونه نظر د هغوي د بوټيو د ساتني د اجزاو لكه د anthocyanins او Phenol, Flavonoics او دهغوي د antioxidante ظرفيت له مخي تجزيه كړي وه ، اګر چي مختلف كلتيوارونه نظر دهغوي بيلابيلو مفيده اجزاو درلودو له كبله داهميت وړ و، ټول كلتيوارونه (Earliglow, Annapolis, Evangeline, Allstar, Sable, Sparkle, Jewel, and Mesabi) په موثره توګه قادر و چي د انسان د جګر د سرطان څخه مخنيوي وكړي.
د حيواناتو په مطالعه كي محققينو دا پيدا كړه چي ځمكني توت د مغز د oxidative له فشار څخه د مغز ساتنه كوي ، او همدارنګه په پرمختللي سن كي د حافظي او د مغزو د فعاليت د كموالي څخه مخنيوي كوي.
محققينو د موږكانو د ځمكنيو توتو له تغذيي څخه دا پيدا كړه چي ددوي د حافظي په زياتوالي كي په موثره توګه انكشاف وركړ.
=== دMacular Degeneration څخه ساتل: ===
Macular degeneration دا يوه طبي حالت دي چي معمولا په زړو خلكو كي د ليدلو د لاسه وركول د ليدلو په مركز (macula) كي د Retina د خرابوالي له امله منځ ته راځي، دا په لامده او وچ شكل منځ ته راځي ، دا د ۵۰ كلونو په سن كي د ړندوالي عمده دليل دي . Macular degenerationدا نا ممكنه كوي چي خه ولولي او يا وويني، اګر چي يه اندازه د ليدلو قوه پاتي كيږي تر خو ورځني دندي ترسره كړاي شي.
د ګازرو خوړل د سترګو بينايي ډيروي ، مګر يوه بالغ انسان ته ضرور دي تر څو د ميوو څخه استفاده وكړي ترڅو چي د هغوي د سترګو بينايي ډيره شي.
هغه معلو مات چي د ۲۰۰۴ د جون په مياشت كي په Archives of opthomology كي خپاره شول،دا بيانوي چي په ورځ كي د دريو يا ډير ځل ميو خوړل د Macular degeneration (ARMD) كس كمښت راولي، همدارنګه د حافظي له منځه تللو څخه په بالغو افرادو كي ۳۶% كمښت نظر هغه اشخاصو ته چي په ورځ كي 1.5 ځله ميوه خوري ، راولي.
په دي مطالعه كي چي په هغه كي 77562 ښځي او ۴۰۸۶۶ نارينه شامل و محققينو ارزيابي په شاملو كسانو تاثيرات د غذايي مصرف د ميوي ، سبزيجاتو Antioridant vit A,C,E مصرف د Carotenoids په انكشاف د Early ARMD يا Neovascular ARM چي دا يو ډول د حافظي د زيان ناروغي ده، د غذايي مصارفو يا اخيستني معلومات په معينو وختونو كي د ۱۸ كلونو څخه د زيات عمر ښځو او ۱۲ كلونو نارينه و څخه ټول شول، په زړه پوري دا چي مصرف د سبزيجاتو Antioxidatns vitamins او Carotenoids داسي شديد برخورد يا مخنيوي د دواړو اشكالو د ARM څخه ونه شو كړاي ، مګر د ميوي مصرف په قطعي ډول د سخت شكل د ARM څخه په قطعي ډول مخنيوي وكړ.
دري ځله د ميوي خوړل په ورځ كي داسي ښكاري چي په ورځ كي بايد ډيره ميوه وخوړل شي، مګر ځمكني توت ستاسو سره ددي هدف په لاسته راوړلو كي مرسته كوي.
 
=== د Rheumatoid Arthritis ( روماتيزمي ناروغي ) څخه ساتنه: ===
يوي مطالعي په ۲۰۰۴ كال كي دا پيشنهاد وكړ چي دلوړي پيماني ويتامين سي درلودونكي مواد او يا ځمكني توت چي په لوړه پيمانه د ويتامين سي درلودونكي دي ، د Osteoarthritis چي يوه خرابه نوع د Arthritis Reumatism ده چي د هندي خوګ د غوښي (Gainea Pig) او يا له (Aging) څخه پيښيږي، مخنيوي كوي.
دا د روماتيزمي امراضو (Rheumatic Disease) مطالعه د يوه كال په موده كي په ۲۰۰۰۰ تنو چي پرهيز كړلو او د مرض څخه خلاص و (Arthritis Free) و دا سروي شروع شوه، د هغه له جملي څخه ۷۳ تنه د Polyarthritis په روماتيزم دردونو اخته شول ، په دي اشخاصو كي هغه چاچي د كم اندازي ويتامين سي درلودونكي غذا څخه استفاده كوله نظر هغه كسانو ته چي دا ويتامين سي يي مصرفول ۳\۱ ځله زيات په هغوي كي مرض انكشاف كړي و.
هغه برخي چي د ځمكني توت څخه د استفادي وړ ګرځي عبارت دي له ميوي پاڼو او ريښو څخه.
له ډيرو پخوا كلونو څخه ددي ميوي له پاڼو او ريښو څخه جي د تانن (Tinin) مادي درلودونكي دي د اسهال ضد او د ميتيازو په ډيريدو كي رول لري.
ځمكني توت د ډيرو ويتامينونو درلودونكي او همدارنګه مشبوع چربي نلري يو توت ۵۰ كالري انرژي لري.
ځمكني توت د نورو توتانو په شكل د كولمو او مثاني پاكونكي دي .
اخيري تحقيقات دا څرګندوي چي د ځمكنيو استعمالول د اوسپني په ډيرښت كي مرسته كوي او همدارنګه د لوړ فشار د ټيټيدو سبب ګرځي اوسپنه د ويني د هموستين په كموالي كي رول لري ، هموستين هغه امينو اسيدونه دي چي ډيروالي يي د رګونو د بنديدو سبب ګرځي.
دا څيړني دا ښيي چي ځمكني توت د زړه او رګونو د سيستم د ښه والي عامل دي.
۲۹۱ کرښه:
د ځمكنيو توتو اوبه (شربت) د تبو په تداوي كي مرسته كوي ، ځمكني توت د اوسپني او ويتامين سي د درلودلو له كبله د ويني په جوړيدو كي ډير موثر دي.
ځمكني توت د كلسيم او فاسفورس د ډيري اندازي له كبله د ماشومانو په رشد او د غاښونو په كلكوالي د هډوكي د ماتوالي د جوړيدوسره مرسته وكړي
نوي څيړني ښيي چي په ورځ كي ۹-۱۰ دانو توتو خوراك د ويني د لوړ فشار په كمښت كي مرسته كوي
د يوه ګيلاس (۱۴۹ګرامه) توتو د خوړلو ګټه
 
۳۵۴ کرښه:
 
د زرګونو كلونو را پديخوا ميرمنو د خپل پوست د تازه والي لپاره د ځينو ميو څخه استفاده كوله.
اوسنيو څيړنو دا ښودلي چي ميوه د ځينو اسيدونو لكه، Alpha Hydroxy Acide (AHA) درلودونكي دي ، دا اسدونه كولاي شي چي د پوست كلك قشر حل كړي سربيره د پوست د تازه ګي د ځينو موادو چي په ښه توګه په وينه كي جذب شي د ويني د دوران او د نويو حجراتو د توليد د تحريك سبب ګرځي ، دا اسيدونه ضعيف دي او د ډيرو كلونو لپاره بايد استفاده ورځني وشي.
په اوسني و خت كي ډيري كارخاني ددي اسيدو څخه د كريم په ډول توليدات كوي ، توپير په مابين د استعمال ددي ميوي دادي چي كريم د دي اسيدونود لوړ غلظت درلودونكي دي او جانبي اثرات هم لري . ددي لپراره چي د جانبي اثراتو څخه مخنيوي وشي بايد د ځمكنيو توتو د د ماسك څخه ګټه واخيستل شي او پايد حوصله ولري ځكه چي د توتو تاثيرات ضعيف دي او ډيره موده وخت نيسي.
د توتو د ماسك څخه د استفادي لپاره كولاي شو چي ۵-۱۰ داني توت وروسته له مينځلو څخه سره گډ كړو او وروسته له حمام كړلو څخه د ۲۰ دقيقو لپاره په خپل مخ كيږدو او دا كولاي شو چي هره ۲ ورځي وروسته تكرار كړو.
ځمكني توت د فاسفورس ، كلسيم ،مګنيزيم، پوتاشيم او اسپني درلودونكي دي ، چي د ستړيا په لري كولو كي برخه لري.
زده كونكي چي فكري تمرينات كوي بايد حتما توت وخوري ځكه چي ددي ميوي مصرف ددوي د مغزي د اړتيا وړ فاسفورس برابروي.
ځمكني توت د ويتامين بي درلودو له كبله د ډار، عصبانيت، اضطراب او هيجان په كموالي كي موثر دي.
ځمكني توت د ويتامين A درلودونكي دي چي د سترګو د تقويي او نوكانو د رشد سبب ګرځي.
د USDA د څرګندولو په اساس ځمكني توت د انتي اكسيدايز درلودلو له مخي د ۴۰ ميو په منځ كي وروسته له شاتوت څخه په دوهم قدم كي راځي.
ځمكني توت په خارق العاده ډول د سيني او رحم سرطان په مخنيوي كي رول لوبوي ، د ځمكنيو توتو عصاره د سيني سرطان په كموالي كي مهمه ونډه لري.
ځمكني توت د بيلا بيلو خاورو سره ساز ګاره دي او نرمو خاورو ته ترجيح وركوي، په ګرم او مرطوب هوا كي مناسب محصول لري ، په ۴۰۰-۸۰۰ متره ارتفاع د بحر له سطحي څخه مناسب رشد كوي .
په ګلخانه كي د 100m2 ځمكي ته د 3-5 كيلو ګرامه كود وركولاي شو ، كودونه بايد د ۱۲-۱۲-۱۷ درجي درلودونكي وي ، د ګرده افشاني لپاره بايد په ګلخانه كي د هر 1000m2 سطحي لپاره يو د مچيو صندوق كيښودل شي .
د هغه څيړني په اساس چي د يوه مشهور فرانسوي څيړونكي پير برايت له خوا د غذايي موادو د څيړني په مركز كي ترسره شوي دا ښيي چي ځمكني توت د پولي فينول مادي درلودونكي ده او د انګورو او مڼو څخه مفيده ده، پولي فينول د زړښت په وخت كي د مخ دګونجو ، د زړه په محافظت او د جلد په لطافت كي ډير رول لري.
ځمكني توت د kaemferol او Quercetin لري چي د كلسترول په ټيټوالي او د شريانونو د ديوالونو د اكسيد كيدو او تخريبيدو څخه مخنيوي كوي.
ځمكني توت د Acid allergic درلودونكي دي چي د سرطان د كيمياوي عواملو د منځه وړلو او همدارنګه د هغوي د غير فعاليدو سبب ګرځي او همدارنګه د بكتريا د فعاليت مخنيونكي دي او همدارنګه د سرطان د پيوند په DNA ګرځي ، ددي ميوي مصرف قند په وينه كي په كراره لوړوي ، ځمكني توت قوي ترينه ميوه په ضد د سرطان د كولمو او خولي دي.
ځمكني توت د فيتونوترينتونو لرونكي دي چي د سرطان د التهاب او د اعصابو د تخريب د انتي اكسيدان په توګه كار تر سره كوي.
دا بايد هي نشي چي دا ميوه حساسيت راوړونكي ده او تر دوو كلونو ټيټو ماشومانو ته ورنكړل شي ، ځمكني توت اګر چي د قند درلودونكي دي خو بيا هم د شكر د ناروغانو لپاره مضر ندي.
۴۶۹ کرښه:
[[sl:Jagodnjak]]
[[sq:Fragaria]]
[[stq:Äidbäien]]
[[sv:Smultronsläktet]]
[[tg:Қулфинай]]