د "ادبپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
نوی مخ: ادبپوهنه په عام مفهوم هغه پوهنه ده چې د ادبياتو په هکله څېړنه کوي . يا په بله وينا هغه پوهنه چې ادبيات م...
 
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''ادبپوهنه''' په عام مفهوم هغه پوهنه ده چې د ادبياتو په هکله څېړنه کوي . يا په بله وينا هغه پوهنه چې ادبيات مطالعه کوي ادب پوهنه بلل کېږي . دغه پوهنه له فلسفې ، ښکلا پوهنې، هنرپوهنې او ژبپوهنې څخه مرسته غواړي .
ادب پوهنه دا لاندې څانګې لري :
په اساسي او بنسټيزو څانګو کې ېې : ادبي تيوري ، ادبي تاريخ او ادبي کره کتنه (نقد) يادېږي .
د ادبپوهنې په فرعي څانګو پورې دا برخې اړوندې دي : د ادب پوهنې د تاريخ مېتوډالوژي، کتاب پوهنه ( بيبليوګرافي) او متن پوهنې يا څېړنې (ميتوډولوژي) شاملې دي . په ادبې تيورۍ کې د ادبي آثارو د ټولنيز بنسټ سرچينې يا ماهيت ، خانګړنو ، د ادب د ودې او پرمختيا قوانين تر څېړنې او مطالعې لاندې نيول کېږي . ادبي تاريخ د يوې ژبې د ادبياتو د ودې او پرمختګ لړۍ مطالعه کوي او په دغه لړ کې د بېلابېلو ادبي آثارو ځای او ارزښت په ګوته کوي . د ادب پوهنې درېيمه څانګه په لاندې توګه يادېږي :