د "د چين نړيواله راډيو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.5.2) (robot Modifying: es:Radio Internacional de China; cosmetic changes
۱ کرښه:
{{د-راډيو-مالوماتبکس
| name = د چين نړيواله راډيو
| انځور = [[Fileدوتنه:CRI.png]]
| ښار = [[بيجنګ]]
| سيمه = په ټوله نړۍ کې
۲۰ کرښه:
}}
 
'''د چين نړيواله راډيو'''چې پخوا '''د بيجنګ راډيو''' په نوم يادېده.اصلي نوم ېې'''راډيو پکنګ'''([[چيني ژبه]]:中国国际广播电台;[[پين ين]] ليک بڼه :Zhōngguó Guójì Guǎngbō Diàntái) د ډسمبر په ۳ ۱۹۴۱ ز کال کې جوړه شوه . دا د چين يوه په درېؤ دولتي راډيو ګانو کې شمېرل کېږي. بله ېې هم د چين ملي راډيو په نوم يادېږي . همدارنګه د چين ملي ټلويزيون [[سي سي ټي وي (CCTV)]]د [[چين]] د جمهوري هېواد تر ټولو لويه انځوريزه يا [[ټلويزيوني رسنۍ]] ده .
لکه څنګه چې [[سي آر آی (CRI)]] د چين د جمهوري هېواد باندنۍ رسنۍ ګڼل کېږي ، تر ټولو لومړۍ موخه ېې داده چې د چين او نورې نړئ سره په دوستانه اړيکو ، او د چين هراړخيزه مالوماتو په رسولو کې يو پرمخ تللی ګام وبلل شي . سي آی آر (CRI) د ۱۵۲۰ ساعتونو شاوخوا هره ورځ د نړۍ په ۵۸ ژبو کې خپرونې لري . د سي آر آی (CRI) راډيو له څانه دغه خپرونې خپروي د بېلګې په ډول : خبرونه ، روانې چارې ، د سیاست په اړه لاسونديزې (مستند) ، وټه (اقتصاد) ، کلتور، ساينس ، او تخنيک .
دا راډيو يو حکومتي بنسټ لري چې تر ډېره ېې خپرونې هم د چين د حکومتي پالېسۍ تر څارنې خپرونې کوي . لکه د ټايوان ايالت اړونده سکالو د چين د حکومت يوه پتمنه برخه د دريځ ګڼل کېږي . د سي آر آی (CRI) راډيو په اسيا کې تر ټولو پراخه رسنۍ ګڼل کېږي . په نړۍ کې د خپرونو په خپرېدا کې د ۵۰ شاوخوا لنډو څپو ټرانزميټر کاروي . ددې تر څنګ د سي آر آی (CRI) خپرونې د منځنيو څپو اې اېم ليکې باندې په ډېرو سیموکې اورېدل کېږي .
 
== تاريخ ==
په لومړي سر کې راډيو په چين کې شاوخوا ۱۹۲۰ ز او ۱۹۳۰ ز کې وده ومومله . ځينو کورونو کې له هغه څخه پخوا هم د راډیو آلې موجودې وې . ډېرو لږو ښارونو د راډيو مرکزونه درلودل. په هغه وخت کې ډېری د راډيو خپرونې د سیاسي موخو لپاره کارېدې . په ځانګړې توګه ځايي ښارونو کې ېې د سياسي بوختياؤو هلې ځلې رابرسېره کولې . [[ د چين کمونسټي ګوند]] په لومړي ځل ۱۹۴۰ ز کال د مارچ په مياشت کې د [[يانان]] نومي ښار کې راډيويي خپرونې چې د روسيې له پلازمېنې [[ مسکؤ]] څخه خپرېدې د راډيو لورې مخ کړ او راډيو ېې وکاروله . [[د شين هوا راډيو]] په نوم چې نوې چيني راډيو [[(XNCR)]] وه له يانان ښار څخه د ډسمبر په ۳۰ مې کال ۱۹۴۰ ز کې ګړندۍ شوه . (XNCR) په لويه کچه سيه اييزې خپرونې په کال ۱۹۴۵ ز کې وغځولې او د خپرونو په لړ کې ېې د منظمه خبرونو خپرول ، رسمي اعلاميو خپرول ، د جګړې مالومات او خبرونه خپرول او د هنر او ادبياتو په هکله خپرونې يادېږي . انګرېزي څانګه د سپټمبر په ۱۱ مه ، کال ۱۹۴۷م زېږيز د شهې کلي په تايهانګ غرونو چې د هېبئ ولايت په چاپېريال کې راځي له ځايه هاغه وخت پیل شوه کله چې په چين کې کورنۍ جګړې تودې شوې . دا کار ددې هيلې په نيت پيل شو چې د چين سياسي او کلتوری موخې او شاليد د چين څخه دباندې نړۍ ته خپور او وغځېږي . دغه راډيو چې په نوموړي پير کې د [[اېکس ، اېن ، سي ، آر (XNCR)]] په نوم يادېده ، خپل کار ېې د غره په سوړه کې د سټوډیو په توګه پيل کړ . د دې څخه د هغوی موخه دا وه چې د نويو نيواکګرو په لاس ورغليو سيمو مالومات راوسپړي . همدا د راډيو مرکز له تايهانګ غرونو څخه پکنګ ته هاغه وخت ورکډه شو کله چې د چين د خلکو جمهوري هېواد په نوم بنسټ په کال ۱۹۴۹ ز کې کېښودل شو. پکنګ د چين يلازمېنې چيني نوم دی او بيجنګ ېې انګرېزي بڼه ده . د اپرېل په ۱۰ مه په کال ۱۹۵۰م زېږيز کې د همدې راډيو نوم په پکنګ واووښت . په ۱۹۶۰م کې دغه راډيويي مرکز د ماؤزدونګ تر ولکې د کلتوري پاڅون د مشمشو په خپرولو تورن او وپېژندل شو . د پکنګ راډيو تر سرليکه همدا راډيو په کال ۱۹۸۳ ز کې پاتې وه، تر هغه چې بيا ېې نوم د بيجنګ راډيو ته واړول شو .لومړۍ د جنوري په کال ۱۹۹۳ زېږيز د دغه راډيويي مرکز نوم بيا واړول شو او دا مهال ېې نوم د چين نړېواله راډيو ونومول شوه . دا هم ددې لپاره چې د ځايي بيجنګ راډيو له نوم سره ېې توپير وشي.
 
== د لنډې څپې نړېوالې خپرونې ==
۴۷ کرښه:
 
== سر چينې ==
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
[[وېشنيزه:د نړۍ راډيوګانې]]
Line ۷۱ ⟶ ۵۷:
[[en:China Radio International]]
[[eo:Ĉina Radio Internacia]]
[[es:China Radio InternationalInternacional de China]]
[[fi:China Radio International]]
[[fr:Radio Chine Internationale]]