د "خراسان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
 
== د خراسان نوم ==
د افغان مخور تاريخپوه [[غلام محمد غبار]] له خوا په ليکل شوي زمکپوهنيز [[پېښليک]] کې داسې راغلي دي چې کله د آريانا سيمه د پردو تر واکمنيو راغلې نو د سيمو تجزيه هم پيل شوې . خو د سياسي مصالحې له کبله ډېری د رازو رازو ولاياتو خپل نومونه په لويو سيمو غوره شوي . همداسې ليکي :
داسې ګڼل کېږي چې د خراسان نوم د ساسانيانو له پيلنيو پېرونو څخه رامنځته شوی .او مخکې له هغه پېر څخه دا نوم نه موندل کېده . دا خبره د تورکيې لیکوالانو خپلو تاريخونو کې ياده کړې ده . همدا رنګه د ارمنستان تاريخ پوهانو هم پرې ټينګار کړی دی . دخراسان ويېکه د خور يانې ٫٫لمر٬٬ چې د ختيځپوهانو لخوا ورته د ٫٫ ختيځ لور٬٬ وېل شوي او اسان چې ٫٫ځای٬٬ بلل شوی تړنګنوم دی . سترانج يو انګرېز ختيځپوه داسې وايي : خراسان په پخوانۍ پارسي ژبې کې د لمر خاته سیمه چې ختيځ لورې بلل شوې ياده کړېده . همدا رنګه ابوالقدا يو عربی ختيځپوه د اتمې هـجري پېړۍ چې د نهمې زېږدي پېړۍ سره سمون لري داسې لیکلي : خر (خور) د لمر په مانا او اسان (آسان) دځای په مانا راځي، چې مطلع الشمس يا مشرق لورې (ختيځې خوا ) په مانا ياده شوې . همدارنګه ټولو عربي تاريخپوهانو د خراسان همدا ويېکه د پارسي ژبې څخه رااخيستې ده او د افغانستان لورې چې د عربو ختيځې خوا سيمې ته پرته ده په اشارې سره ختيځ ياد شوی دی چې استلاحي ويېکه ده او همداسې ېې د افغانستان سلاطین يا پاچايانو ته د مشرق يا ختيځې سيمې مسلمان پاچايانو خطاب کړی دی . لکه د بېلګې په توګه : ابن خرداد چې ځمکه پوهاند (جغرافيه پوه) و په خپلې لرغونې زمکپوهنې کتاب کې د افغانستان خواته د (خبر المشرق) چې د خراسان نوم هم ورکړل شوی په نوم ياد کړی دی . د سيستان تاريخ يو پخوانی تد تاریخ کتاب دی، د يو نامالوم ليکوال لخوا لیکل شوی اثر دی . په دغه کتاب کې د خراسان سيمه په څلورو وېشل شويو سيمه واکيو ياده شوې ده . د دغه وېش پدې توګه ياد شوی دی : ایران (خاوران) ، نیمروز ، باختر. همداسې ويل شوي چې هره هغه سیمه چې په شمال کې وه باختر يادېده ،او هره هغه سیمه چې په جنوب کې وه نیمروز يادېده، خو ورسره ېې ددې يادونه کړېده چې نيمروز په دوه سيمه واکيو وېشل شوی و چې ختيځه برخه ېې خراسان وه او هره هغه سیمه چې لوېديځې خواته ښکاره شوې ايران بلل شوی .