د "افغان ملت گوند" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۵۴ کرښه:
 
== په ګوند کې بډوالی ==
وروسته له هغې چې د افغان ملت په ګوند کې داخلي ستونزې تر حده زیاتې شوې او د افغاان ملتیانو خبرو ته د ګوند مشرتابه د توت قدرې ارزښت ورنکړ دوي یو په بل پسې د ګوند نه استعفا ګانې ورکړې. دا لړۍ دومره وغزېده چې یو شمېر ناراضه افغان ملتیان د انشعاب او ځینې یې له نورو ملي احزابو سره د پیوستون په هڅو کې دي. افغان ټولنپال ولسواک ګوند د خپل تاسیس ۱۳۴۴ کال راهیسې د پرله پسې انشعاب سره مخ شوی دی. په ۱۳۴۵ کال کې [[نور احمد اعتمادي]] د وخت صدراعظم ته په پارلمان کې د ګوند رییس [[انجنير غلام محمد فرهاد]] د اعتماد رایه ورکړه. دښاغلي فرهادي فدایې په مشرۍ یوه ډله په دې پلمه چې ښاغلي فرهاد ددوي مشورې ته غوږ نه دی ایښی د ملت د مترقي ګوند په نامه جلا شول. وروسته په [[پېښور]] کې د ښاغلي [[قدرت الله حداد،حداد]]، [[شمس الهدا شمس]] او د ډاکټر [[محمد امین واکمن]] په مشرۍ دغه ګوند درې پړقه شو. ۱۳۸۲ کال کې هېواد ته د راستنېدو او د ګوند د مشر انوارالحق احدي بوختیا او ملتیا په دولتي دندو کې ددې لامل شو چې مختلفې کړۍ ددغه ګوند په ورانولو کې لاس په کار شي.
 
== د واکمن افغان ملت ډله ==
== د شمس الهدا شمس افغان ملت ډله ==