د "د چين نړيواله راډيو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: '''د چین نړېواله راډيو'''چې پخوا '''د بيجنګ راډيو''' په نوم يادېده.اصلي نوم ېې'''راډيو پکنګ'''(چيني ژبه:中国...
(بې توپيره)

د ۱۷:۰۹, ۲ جنوري ۲۰۱۱ بڼه

د چین نړېواله راډيوچې پخوا د بيجنګ راډيو په نوم يادېده.اصلي نوم ېېراډيو پکنګ(چيني ژبه:中国国际广播电台;پين ين ليک بڼه :Zhōngguó Guójì Guǎngbō Diàntái) د ډسمبر په ۳ ۱۹۴۱ ز کال کې جوړه شوه . دا د چين يوه په درېؤ دولتي راډيو ګانو کې شمېرل کېږي. بله ېې هم د چين ملي راډيو په نوم يادېږي . همدارنګه د چين ملي ټلويزيون سي سي ټي وي (CCTV)د چين د جمهوري هېواد تر ټولو لويه انځوريزه يا ټلويزيوني رسنۍ ده . لکه څنګه چې سي آر آی (CRI) د چين د جمهوري هېواد باندنۍ رسنۍ ګڼل کېږي ، تر ټولو لومړۍ موخه ېې داده چې د چين او نورې نړئ سره په دوستانه اړيکو ، او د چين هراړخيزه مالوماتو په رسولو کې يو پرمخ تللی ګام وبلل شي . سي آی آر (CRI) د ۱۵۲۰ ساعتونو شاوخوا هره ورځ د نړۍ په ۵۸ ژبو کې خپرونې لري . د سي آر آی (CRI) راډيو له څانه دغه خپرونې خپروي د بېلګې په ډول : خبرونه ، روانې چارې ، د سیاست په اړه لاسونديزې (مستند) ، وټه (اقتصاد) ، کلتور، ساينس ، او تخنيک . دا راډيو يو حکومتي بنسټ لري چې تر ډېره ېې خپرونې هم د چين د حکومتي پالېسۍ تر څارنې خپرونې کوي . لکه د ټايوان ايالت اړونده سکالو د چين د حکومت يوه پتمنه برخه د دريځ ګڼل کېږي . د سي آر آی (CRI) راډيو په اسيا کې تر ټولو پراخه رسنۍ ګڼل کېږي . په نړۍ کې د خپرونو په خپرېدا کې د ۵۰ شاوخوا لنډو څپو ټرانزميټر کاروي . ددې تر څنګ د سي آر آی (CRI) خپرونې د منځنيو څپو اې اېم ليکې باندې په ډېرو سیموکې اورېدل کېږي .