د "لېخ والېسا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Lech Walesa - 2009.jpg|thumb|د پولينډ ولسمشر لېخ ولېسا]]
 
'''لېخ والېسا''' په پولنډۍ ژبه : '''''Lech Wałęsa''''' يو پولنډی سیاستوال ، د کارګرانو د اتحاديې مشر ، او د وګړو د حقوقو مخکښ مبارز پاتې شوی . دﺉ د سپټمبر په ۲۹ د ۱۹۴۳ز کال کې په [[پوپووو]] ښارګوټي ، پولینډ هېواد کې وزېږېد . يو مخکښه مبارز مشر ، د [[سوليډارنوشېچ]] د خوځښت بنسټګر ، او د پخواني کمونيستي متحده روسيې څخه د خلاسون ادارې لومړنيو انديالانو کې شمېرل کېږي. همدارنګه ېې د وګړنيو حقوقو د پام ساتلو په لړ کې [[د سولې نوبل جايزه]] د [[ناروې]] د پلازمېنې [[اوسلو]] څخه په کال ۱۹۸۳ ز کې ترلاسه کړېده . دی له ۱۹۹۰ ـ ۱۹۹۵ ز کال پورې د [[پولینډ]] لومړنی ولسمشر پاتې شوی .
== مخينه ==
لېخ ولېسا د پولېنډ په يوې بزګرې کورنۍ کې د [[پوپو وو]] په ښارګوټي کې زېږېدلی دی. دده کورنۍ يوه غریبه کاتوليکه مخینه لري . وروسته له هغه چې دده پلار او مور دواړه مړه شوه نو دی د پوپو وو له کلي د ګدانسک ښار په لور روان شو . همدارنګه کله چې د ګدانسک په ښار کې د کشتۍ په يوې کارخانې کې ېې کار پیل کړ نو د څه مودې وروسته د کارګرانو د اتحاديې مشر او بیا مبارز شو.ده په پولینډ د لومړي ځل لپاره د کمونستي متحدې روسيې څخه خپل د هېواد د خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړ .
 
== زده کړې ==
لکه څنګه چې دی د غريبې کورنۍ يو غړی و ، ده خپلې لوړې زده کړې ندي ترسره کړي . لومړنۍ زده کړې ېې د خپل کلي په کتوليک کلیسا کې ترسره کړي بیا وروسته ېې منځنۍ زده کړې د کسبي ښوونځۍ په برقي څانګه کې ترسره کړې . د کور د کمزورې وټې له کبله ېې ګټې پسې لستوڼي بډ وهل او په کال ۱۹۶۱ ز ـ ۱۹۶۵ کې ېې د موټرو مستري په حیث کار پیل کړ . born 29 September 1943