د "لاسپېله" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
 
== د لاسپېلو تاریخ ==
لاسپېلې د ديارلسمې پېړۍ شاوخوا په لومړي ځل د ښځينه ؤ په لاسونو کې د فېشن په موخه کارېدلي دي . هغه لاسپېلې د کتان او ورېښمو له ټوکر څخه جوړېدې او تر څنګلو پورې ېې لاسونه پوښول . [[دانکرېن ويسه ، انکورېسيس]] چې په څو نومونو د يوې ځانګړې تګلارې په توګه په ديارلسمې پېړۍ کې لیکل شوې رساله ده له قانون څخه ېې داسې جوتېږي چې د ديارلسمې پېړۍ په پيل کې دغه ډول اغوستن توکي د وخت د سپېڅلو ښځو لپاره نه وې . دغه د قانون تګلارې د لارښودنې په موخه هغو درېؤ خويندو ته په انګلینډ کې لیکل شوې وې چې په لومړي ځل ېې خپل په خوښه د ځانګړې جامې د اغوستلو او د خپل په فکر ژوند کولو تکل کړی و . دغه په اتو مادو وېشل شوې تګلارې وې . همدارنګه د [[سمپچوېري لاز]] په نامه د مذهبي پولو د خوندي کولو په موخه قوانین راووتل . دغه قوانین ددې لپاره راووتل چې په ټولنه کې د مذهبي بنديزونو پولې خوندي وساتي اودځانګړولاسپېلو په اغوستلو کې پاملرنه وشي . لومړی په ۱۲۹۴ کې په بولوګنا کې د سامېټ لاسپېلو په خلاف قانون پلي شو ، بیا په روم کې کال ۱۵۶۰ م کې د وږمينو لاسپېلو په خلاف پلي شو . د پاريس اتحاديې په نوم يا د لاسي توکيو صنعت په نوم (اګنتير) په ديارلسمې پېړۍ کې فعال و . دوی د څرمن يا بڼکو (پرو) څخه لاسپېلې جوړولې .