د "لاسپېله" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
'''لاسپېله''' چې جمع يې لاسپېلې (په انګرېزي: ''Glove'' يا ''Gloves'') دی په بېلابېلو ګړدودونو کې د دستکله، '''[[لاس ماغو]]''' او يا '''[[لاسپوښۍ]]''' په نوم هم يادېږي. لاسبېلې د ټوټې (ټوکر)، [[څرمن]] ، [[پلاستيک]] او وړيؤ څخه د لاسونو د ژغورنې او ساتنې په موخه جوړېږي. د دغه اغوستن توکي د کارېدنې ساحې په لويه کچه په ژمي کې د لاسونو د تودولو نه تر بېلابېلو لابراتوارنو او فابريکو کې د کار په چاپېريال کې د لاسونو د خوندي کولو په موخه هم کارېږي. لاسپېلې د هرې ګوتې لپاره ځانګړی پوښ لري او د لاسپوښۍ سره يې توپير دا دی چې وروستۍ نومېدلې د هرې ګوتې د پېيلو ځای نه لري او يواځې د بټې ګوتې او پاتې څلورو ګوتو د پوښلو ځايونه لري، چې شايد د همدې کبله لاسپوښۍ نومول شوې دي.
 
== د لاسپېلو تاریخ ==
 
لاسپېلې د ديارلسمې پېړۍ شاوخوا په لومړي ځل د ښځينه ؤ په لاسونو کې د فېشن په موخه کارېدلي دي . هغه لاسپېلې د کتان او ورېښمو له ټوکر څخه جوړېدې او تر څنګلو پورې ېې لاسونه پوښول . [[دانکرېن ويسه ، انکورېسيس]] چې په څو نومونو د يوې ځانګړې تګلارې په توګه په ديارلسمې پېړۍ کې لیکل شوې رساله ده له قانون څخه ېې داسې جوتېږي چې د ديارلسمې پېړۍ په پيل کې دغه ډول اغوستن توکي د وخت د سپېڅلو ښځو لپاره نه وې . دغه د قانون تګلارې د لارښودنې په موخه هغو درېؤ خويندو ته په انګلینډ کې لیکل شوې وې چې په لومړي ځل ېې خپل په خوښه د ځانګړې جامې د اغوستلو او د خپل په فکر ژوند کولو تکل کړی و . دغه په اتو مادو وېشل شوې تګلارې وې . همدارنګه د [[سمپچوېري لاز]] په نامه د مذهبي پولو د خوندي کولو په موخه قوانین راووتل . دغه قوانین ددې لپاره راووتل چې په ټولنه کې د مذهبي بنديزونو پولې خوندي وساتي اودځانګړولاسپېلو په اغوستلو کې پاملرنه وشي . لومړی په ۱۲۹۴ کې په بولوګنا کې د سامېټ لاسپېلو په خلاف قانون پلي شو ، بیا په روم کې کال ۱۵۶۰ م کې د وږمينو لاسپېلو په خلاف پلي شو .