د "احمد شاه مسعود" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
TXiKiBoT (خبرې اترې | ونډې)
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.5.2) (robot Adding: et:Aḩmad Shāh Mas‘ūd; cosmetic changes
۱ کرښه:
[[Imageدوتنه:Ahmad Masoud.jpg|left|thumb|240px| مسعود]]
<font face="Tahoma">
احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كې زوكړې دى. له اره د تاجكستان د كولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت پنجشير درې ته راوكوچېدلې.
۱۲ کرښه:
=== [[جنرال رحمت الله ساپې]] د (مسعود پېژنئ) كتاب دده په اړه داسې ليكي ===
 
[[Imageدوتنه:Masoud-qazi.jpg|left|thumb|340px| مسعود او قاضي حسين احمد په يوه خوشګوار موډ كې]]
 
د روس پر خلاف د افغان جهاد يو نامتو څېرې، جنرال رحمت الله ساپې چې د مسعود له نږدې ملګرو څخه ؤ، دده په اړه په خپل ليكل شوي كتاب (مسعود پېژنئ) كتاب كې داسې ليكي:
۲۶ کرښه:
مسعود ته رواني وې... ))
 
=== مسعود او (دويمه سقاوي) ===
 
((... د ځيني شواهدو له مخي احمد شاه مسعود په استقلال ليسه کي د تعليم پر وخت لومړي د فرانسي د استخباراتو سره تړاو وموند ، وروسته هغوي د انګلستان (M 1-6) ته معرفي کړ. دغي شبکي د هغه هيواد د تجارتي ټلويزيون زوړ چلونکي (سنديګال) ته وظيفه ورکړه چه پنجشير ته لاړ شي او هلته يو ځوان قومندان چه
۳۳ کرښه:
 
== د بي بي سي خپلواكي د مسعود ته په هوا وركولو كې ==
[[Imageدوتنه:Tomb of masoud.jpg|left|thumb|240px| د مسعود قبر ]]
 
د بي بي سي ديو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي دانګلستان د استخباراتو او او مسعود داړيکو په باب داسې څرګندونې کوي:
۶۰ کرښه:
 
== د رباني او مسعود واكمنۍ پر وخت بشري تېري ==
[[Imageدوتنه:War-kabul.jpg|left|thumb|230px| يو جګړه مار په تاوده ډګر كې خپله پيكا ماشينداره چلوي]]
 
د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملګري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو.
۶۷ کرښه:
د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هېروينو د قاچاقوړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توګه پېژانده .
مرلين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توګه دنده لرله وايې:((هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل.
بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو.
د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې.
د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسول احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداګري كې ښكېل وو، كه څنګه ؟
طالبان چي په همدې كلونو يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندي كړې وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك ګدۍ ته رسېدلي وو.
خو هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولي كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك له دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختي اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي.
د طالبانو د ړنګ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرمان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندي سيمو كې۹۰ په۱۰۰ كې د كوكنارو كروندې محوه شوې او د رسمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندي سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكټاره ځمكې يوازي په ۷۶۰۶ هكټاره ځمكه كوكنار ولاړ پاتې وو او بس.
خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتي شوې.
د شمالي ټلوالي له وتلي مشر احمدشاه مسعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى.مسعود دا څرګندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې.
د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه لرله. د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندګرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلى وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل خو طالبانو د خپلي ولكې لاندي سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د سروزرو انعام ايښى وو.
دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنګيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرګ له سزا سره به مخامخ كېدل.
د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه مستند اسناد هم نه لرم چي آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څنګه؟
[[Imageدوتنه:Kabul war- tankist.jpg|left|thumb|300px| د شمال ټلوالې جنګيالې له موقع څخه په ګټې اخيستنې خپل ډوډۍ خوري]]
په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملګرو ملتونو استازي اندويندرل وايې: ما چي په امريكا كې د سپيني ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبري اتري لرلې نو داسي كومه خبره مي د امريكايې چارواكو له خولې نه ده اورېدلې چې ګواكي احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجي نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو.
د ويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي ولايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه ګته اخلې او كه څنګه.
د سپټمبر د ۹\۱۱نېټې په اړه د ځانګړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ميلادي كلونو ترمنځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د بوديجې د برابرولو په منظور له هغوى سره د هېروينو معاملې ته ورګډ شي.
د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي: د مسعود ټول پوځي لګښتونه د همدې كلونو ترمنځ د هېروينو د قاچاق له پيسو برابر شوي وو.
د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغلي كلرك په قلم ليكل شوي: مسعود او د هغه ملګري داسي خلګ نه دي چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوى د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملګري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوى سره دولت جوړ كړي.
د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې مسعود يو محتاط او ځيرك سړى وو او د هغه ډله له يو څخه په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه.
د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالي د ملګرو ډېر لګښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل.
د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده.
۹۷ کرښه:
په داسي حال كې چي د وحدت ګوند په روان حال كې له جمعيت ګوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يوځاى كېدو پټ پلانونه جوړول ترڅو په ګډه د جميعت ګوند په وړاندي ودرېږي.
د عبدالعلي مزاري او ګلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف لاسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ميلادي كال د اكتوبر د ۱۱ مي نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت ګوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت ګوند مشران له سيمي تښتېدلي وو.
د وحدت ګوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اسلامي جميعت ګوند د چريكانو لاس ته ورغى.
د همدي ورځي د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكې عمليات پيل كړل. د ورځي په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت ګوند په مركزي دفتر كې خلګ شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېرى هم شوى وو.
۱۰۶ کرښه:
عيني شاهدان وايې د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنګيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت
اعلان كړ، په داسي حال كې چې احمد شاه مسعود ټولو متحدو جنګيالو ته مخكې تر عملياتو خبر وركړى وو چې د عملياتو پر مهال دي د ملكي وګړو خيال وساتي. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاوري واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو پكې ونډه لرله.
خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړي خاطرې هم لري نكړاى شوې او سربېره پر دې د سياف د جنګالو جنايتونو دوام وموند.
 
== دا هم وګورﺉ ==
 
# [http://pz.rawa.org/66/66massoud.htm مسعود به مراتب بیشتر از طالبان کمک خارجی دریافت میکرد]
۱۱۷ کرښه:
[http://www.ahmadshahmassoud.com/| د مسعود رسمي ويبپاڼه]
 
== اخځليكونه ==
** دويمه سقاوي، ليكوال: سمسور افغان، چاپځاى، پېښور، قصه خواني بازار
** مسعود پېژنئ، ليكوال: جنرال رحمت الله ساپې.
۱۲۳ کرښه:
** بشري سرغړوني د مسعود او طالبانو په وخت کي، په بېنوا بلوګ كې د ميرويس جلالزي ليكنه،
 
[[Categoryوېشنيزه:افغانستان]]
 
[[af:Achmed Sjah Massoed]]
۱۳۵ کرښه:
[[eo:Ahmad Ŝah Masud]]
[[es:Ahmed Shah Massoud]]
[[et:Aḩmad Shāh Mas‘ūd]]
[[fa:احمدشاه مسعود]]
[[fi:Ahmad Shah Massoud]]