د "رودولف کلاوزيوس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: '''روډولف يوليوس اېمانوېل کلاوزيوس''' (زېږن نوم : روډولف ګوتليېب، ۲م د جنورۍ ۱۸۲۲م زېږيز ــ ۲۴م اګسټ ۱۸۸...
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''روډولف يوليوس اېمانوېل کلاوزيوس''' (زېږن نوم : روډولف ګوتليېب، ۲م د جنورۍ ۱۸۲۲م زېږيز ــ ۲۴م اګسټ ۱۸۸۸م زېږيز) يو جرمنی پږنپوه (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند او همدا رنګه د ترموډاينمکس پوهنې پنځوونکی يادېږي . د سادي کارنوټ د کارنوټ څرخ په هکله کښلې فارمولې باندې ېې بیا له سره کتنه وکړه او د تودوخې تيوري ېې لا بشپړه او په جوتو بنسټونو ېې روښانه کړه . د کلاؤزيوس يوه ډېره مهمه رساله په کال ۱۸۵۰ م زېږيز کې وپسولل شوه . په هغه رساله کې کلاؤزيوس لومړی د ترموډاينمکس د دوهم قانون بنسټيزه اندونه رابرسېره کړي و بیا وروسته ېې په کال ۱۸۶۵م زېږيز کې د اېنټروپي مفکوره راوپېژندله .
 
'''زده کړې'''
 
کلاؤزيوس په کؤسلين (اوسينی نوم کوزلین ) کې د پوميرانيا په ولایت کې وزېږېد . هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار په ښوونځي کې پيل کړې . وروسته د څو کلونو د سټټين (اوسینی نوم ، زچېچن) جمنازيوم (دويمه دوره چې تر ديارلسمه پورې وي ) ته ولاړ . کلاؤزيوس په کال ۱۸۴۴م زېږيز کې خپلې لوړې زده کړې د شمېرپوهنې او پږنپوهنې په ډګر کې وکړې او د برلین له پوهنتونه په بري سره راووت . کلاؤزيوس سره په څنګ کې د نوميالي پوهاندو نومان لکه هېنريک ماګنوس ، يوهان ډيريشلټ او ياکوب سټينر له يوه پوهنتونه يادېږي . هغه په کال ۱۸۴۷م زېږيز کې د ليوپوډ ون رانکه سره يوځای د تاريخ زده کړې هم ترسره کړې . کلاؤزيوس خپله د ډاکټرۍ بری لیک د نوراغېزې د زمکې په چاپېريال سکالو باندې د هاله پوهنتون څخه ترلاسه کړ .
'''دندې'''
'''دندې'''
کلاؤزيوس په نوموړي کال کې د برلین پوهنتون د رايل آرټلري او انجنيري برلین او پريواتدوزنت پوهنځيو کې د پروفیسور په توګه کار پیل کړ . په کال ۱۸۵۵ م زېږيز کې هغه د اي ټي اېچ زؤريښ د لوړو زده کړو په انسټيټيوټ کې خپله د پروفیسورۍ دنده پیل کړه . همدارنګه دی هلته تر ۱۸۶۷م زېږيز پورې پاتې شو . د وخت روان کال په موده کې دی ورزبورګ ته کډه شو او دوه کاله وروسته په ۱۸۶۹ م زېږيز کې بون ته لاړ.
په کال ۱۸۷۰ م زېږيز کې کلاؤزيوس د فرانکوـ پروشين جګړې کې د امبولانس ټولی منظم کړ . په نوموړي جګړه کې دی ډېر سخت ټپي شو، دغو ټپونو دی د بیخي لپاره شل کړ . د کلاؤزيوس مېرمن آډيل هايد رامپهم (Adelheid Rimpham )د ماشوم په زېږون په کال ۱۸۷۵م زېږيز ومړه . دوی د شپږو ماشومانو مور او پلار وه . کلاؤزيوس خپل استادۍ ته تر پايه دوام ورکړ .
 
'''لاسته راوړنې'''
 
کلاؤزيوس د وسپنې سلیب (Iron Cross) جایزه هم د هغه خدمتي کړنو په درشل کې وګټله.