د "منځنۍ پېړۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
غور او غوريان
 
په پخوانيو تاريخي او جغرافيا يې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسي زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي بلکي ، د سيمي لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ دپيژندني پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډګرونو کي داسي لاس ته راوړني لري چي د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده .
غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه يو دۍ ، چي د هيواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧٩ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمينه يې چغچران دۍ .