د "چکي ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۲۷ کرښه:
}}
'''چیکی ژبه'''( په چیکی: Český jazyk ) د لوییدځی سلاوی ژبو څخه یوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ویل کېزی. دغه ژبه د چیک د جهوریت رسمی ژبه ده. چیکی ژبه هم په [[سلواکيا]]، [[پولنډ]]، اوکراین [[رومانیا]] ،[[ کاناډا]] او [[د امريکا متحده ايالات|امریکا]] کی ویل کېږی. چیکی ژبه ادبی او محاروی فورم ( شکلونه ) لری. ادبی ژبه په ورځپانه، تیلویزیون او رادیو کی استعمالېږی.
چیکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.
==تاریخ==
د چیک په هیواد کی د ۹ پیړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبیات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض لیکنی څخه کار واخیست. هغه لیک په اوس وخت کی د هلاهولیڅې ( Hlaholice) په نوم یادېږی. د کونستانتین ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی لیکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چیک په هېواد کی مذهبی کتابونه لیکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکی کتابونه ولیکل شول. د دالیمیل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چیکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی ولیکل شو. په ۱۵ پیړی کی د چیکی ژبی د سم لیک د یان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استاذ او کشیش وو چی د چیکی ژبی لیکنه یی آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چیکی او لاتینه ژبه کی ولیکل شول. په ۱۶ پیړی کی د چیک ادابیات اوج ته ورسیدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطریش د حکمران په خلاف قیام وکړل. د چیک اشراف د اطریش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چیک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ سی. په دی وخت کی د اطریش حکمرانانو د چیک پر خلکو ظلمونه کول او د چیک کتابونه یی په اور کی سوخول. مهم کتابونه یوازې په آلمانی او لاتین لیکل کېده.
|