د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: mr:तिमूरशाह दुराणी; cosmetic changes
۹ کرښه:
د تېمور شاه دوره په ټوله امپراتورۍ كې د [[تهران]] او [[مشهد]] له سړكه تر [[گنگا]] پورې ، له [[امو]] د هند تر سممندره پورې كراره كراري وه . په شلو كلونو كې ايله څلور پېښې وشوې ، چې امپراتور پخپله ورغلى او عاملين يې سم كړي دي . ده دوه نيم سوه بېړۍ درلودې او سوداگري ښه روانه وه . عدالت خپور وو ، دى ظالم سړى نه وو .
د تېمرو شاه په دوران كې دوه ايراني شهزادگان په [[كابل]] كې اوسېدل ، چې له فروغي سره درې كېدل ، يانې دوه افشار او يو صفوي وو . په افغانستان كې د امپراتور [[شاه زمان]] له واكمنۍ نه راهيسې ، يانې له ۱۸۰۱ ز كال نه بيا تر ۱۹۷۹ پورې د ايران اغېز پر سلطنت پروت وو .
== د امپراتور تېمورشاه دربار ==
همداسې چې په يوولسمه زېږديزه پېړۍ كې غزني د فارسي شاعرانو او ليكوالو بانډه وه ، په اتلسه پېړۍ كې كابل د فارسي شاعرانو مركز وو . په دغه عصر كې توپير دومره دى ، چې امپراتور تېمورشاه د پښتو شاعر او ليكوال وو . [[پير محمد كاكړ]] ، [[عبدالله خان دېوان بېگي]] او نور كه پښتانه وو ټولو فارسي شاعري كوله او د خپل مهال پاخه شاعران له هند او ايران څخه راغلي وو ، البته د دوى كور وو . لكه [[واقف لاهوري]] ، [[عشرت]] له هند څخه ، [[فروعي اصفهاني]] ، [[موسوي]] ، [[مهدي]] له ياران څخه او [[عاجز]] له كابل څخه .
(( افغان )) ، [[حزين حيرت شاملو]] ، [[ذكي]] ، [[رضا]] ، [[هما]] ، [[شاه عبدالحكيم خراساني]] ، [[شجاع]] ، [[شهاب]] ، ليكوال [[محمودالحسني]] ، [[مظهر جانان]] ، [[محمد حيات]] ، [[لچهمي رام پنډت]] ، [[الشايي]] ، [[بوسعيد]] ، [[ميرزيان]] ، [[عبدالله ميرزا علي عسكر وصفي]] ، [[ميرزا شكيبا]] ، [[ميرزا عطار]] او په سلگونو نور واړه او غټ دراني شاهزادگانو ټولو په يوه خوله پارسي شاعري كوله . داسې نه وه ، چې د شاهي كورنۍ ژبه پښتو نه وه ، دوى په پښتو غږېدل ، سم پښتانه وو ، خو د موضوع په اهميت نه پوهېدل . له دوى څخه يوازې د امپراتور تېمور شاه او سردار عبدالله خان دېوان بېگي د پښتو شعرونو نمونې شته ، چې دلته به يې د امپراتور تېمورشاه د پښتو شعر يوه نمونه راوړوو :
۳۲ کرښه:
د محمدزايي سردارانو جگړو او د انگليس درې وارې يرغل هېڅ نه دي پرې اېښي . دغو جگړو د شاه زمان له دورې نه وروسته له ۱۸۰۰ نه تر ۱۹۱۹ پورې دوام درلود . محمدزايي سردارانو د [[سردار پاينده خان]] تر وژلو وروسته خپلې دوښمنۍ دومره وغځولې ، چې په افغانستان كې د احمدشاه بابا د سدوزي قبيلې وگړي د گوتو په شمار پاتې شول . ټول يې هند ته وشړل او د دراني په نامه په هند او پاكستان كې د عادي خلكو په څېر اوسي . دوى هم پارسي د ملي ژبې په توگه ساتلې ده . ما د دوى ډېر خلك د هند او [[پاكستان]] په سفرونو او هجرتونو كې وليدل ، چې د هېواد ارمان ورسره وو .
اعليحضرت تېمور شاه په ۱۷۹۳ ز كال كې په حق ورسېد او د كابل په ښار كې خاورو ته وسپارل شو . دده ارام ځاى د كابل په باغ عمومي كې دى ، چې رغاونې ته ضرورت لري او د [[شاه زمان خان|شاه زمان]] له مهال نه راهيسې چا لاس هم نه دى پرې وهلى او هماغسې پاتې دى .
== اخځونه ==
* قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۱۴۰ - ۱۴۱ ، ۱۴۲ ، ۱۱۱ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مر كز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .
 
[[وېشنيزه:د افغانستان پاچايان]]
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]]
Line ۴۳ ⟶ ۴۴:
[[fr:Timour Shâh]]
[[ml:തിമൂർ ഷാ ദുറാനി]]
[[mr:तिमूरशाह दुराणी]]
[[no:Timur Shah Durrani]]
[[pl:Timur Szah Durrani]]