د "ژبپوهنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
پوهنوال رسول باوري
 
لومړنۍخبرې
انسانان د زمانې په لمن کې پيښې زيږوي او مورخين د هغو پيښو په پرله پسې ډولو تاريخ ليکنه کوي . تر ټولو ښه تاريخ ، هغو مورخينو ليکلی چې پيښې يې په هغه ډول چې واقع شويدي ، د زمانې په قيد کې راټولې کړي او د پوهيدو وړ يې ګرځولي دي . تاريخ ليکنه د هر هيواد په ملت جوړونه کې ستر رول لري ، هغومره چې د ټولنې سياست پوهان ، واکمنان ، ټولواکان د ټولنې په شتون ، وده او پراختيا او يا هم بدحالۍ کې ونډه لري د مورخينو ونډه هم په هماغه پيمانه ده .
[[تاريخ]] د ټولنې له پاره هغه هنداره ده چې هر لوستونکی کولای شي چې د هغې ټولنې څيره ، قد او توان پکې و ويني . او په بيلا بيلو زمانو کې دهغې ټولنې حالات ،د خوښۍ زمانې او د بدۍ وختونه ، د وياړ شيبې او د ناورين څپې او د ټولنې په ژوند او شتون پورې اړوند نور ې ټولې برخې او خواوې ليدلای او لوستلای شي. خو هغه څه چې د دې هندارې شفافيت او پاکي څرګندوي ، هغه د مورخ هغه قلم او کښل شوې ليکه ده چې د پيښو وډل شوی ټوک يې په ټولنه کې ميشتو وګړو ته وړاندې کيږي . که د مورخ له قلمه د پيښو رښتينې څيره راوتلې وي ، په هغه صورت کې لوستونکی هغه ټولنه په څرګنده او صفا توګه ويني ، او که خبره بل ډول ليکل شوې وي ، بيانو نه ټولنه پيژندل کيدای شي او نه لوستونکی د ټولنې په رښتيني څيره پوهيدای شي .
Line ۸۶ ⟶ ۸۴:
ددويم بحث د پايلي په توګه د يادولو ده چي [[ژبه]] د انسانانو لپاره د پوهاوي وسيله او د رمزونو پيچلې بيان او د بشري ټولنيز ژوندانه يوه بيلګه ده . او ليکدود د هماغه رمزونو کښلې څيره ده ؛ په افغانستان کي تر ټولو پخوانۍ ژبه د اريک په نوم ياديدل چي د اريائيانو له خوا ويل کيده ، خو د ليکدود تر ټولو پخوانۍ شکل د [[سانسګريټ]] او پاراګريټ په شکل تر اوسه پيژندل شويدۍ ،په همدې ليکونو د ويدا او اوستا پخواني سرودونه ليکل شويدي . د ډبر ليکونو او کتيبو تر ټولو پخواني ډولونه د يوناني ، خروشتهي ، شاراده ناګري او يو شمير نوريادولای شو . دې کتيبو نه يوازي د افغانستان، بلکي د سيمي او ګاونډيو هيوادونو د تاريخ په څرګندولو کي پوره او رغنده ونډه تر سره کړيده .
 
 
پوهنوال [[رسول باوري]]
== سرچینې ==