د "امير حبيب الله خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
TXiKiBoT (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: tr:Habibullah Han
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱۹ کرښه:
'''امير حبيب الله خان''' (په انګرېزي:'''Amir Habibullah Khan''') د [[امير عبدالرحمن خان]] زوی په ١٩٠١ م کال کي پاچا شو . ده ته د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرګ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .
 
امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راسيراشي ، هغه وو چي [[د حبيبيې لېسه]] او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د [[سراج الاخبار]] په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيګ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د [[برېښنا]] فابريکه يې په [[جبل سراج]] کي جوړه کړه .
 
د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنګ پيل سو. د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جګړه کي د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری سي، خو امير د دوی نمايندګان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله.