د "قاموسونه ټکی کام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: قاموسونه يا (qamosoona.com) د انټرنټ پر مټ د پښتو دوه ژبنيو سيندونو يوه پروژه ده. د دغې پروژې موخه د پښتو د چاپ ...
(بې توپيره)

د ۰۲:۰۴, ۱۳ اگسټ ۲۰۱۰ بڼه

قاموسونه يا (qamosoona.com) د انټرنټ پر مټ د پښتو دوه ژبنيو سيندونو يوه پروژه ده. د دغې پروژې موخه د پښتو د چاپ شويو سيندونو راټولېدنه او په ګڼياليزه يا ډېجېټال بڼه خپرونه ده. دم مهال دا پروژه په پښتو ژبه ۵۰ چاپ شوي او ناچاپه سيندونه پرليکه کړي او همداراز يې د پښتو ژبې د ۱۰۰۰۰ لنډيو يو توکبنسټ پرليکه کړی.


آرپوهه

قاموسونه د عربي ژبې د لغت قاموس نه اشتقاق شوې پښتو بڼه ده. دا يو جمع نوم دی او د سيند په مانا دی.


تاريخ

د قاموسونو د پروژې بنسټ په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يوه افغان زده کړيال احمد ولي اڅکزي لخوا ايښودل شوی. په پيل کې د دې پروژې موخه په پښتو ژبه د دوه ژبنيو قاموسونو راټولېدنه او د انټرنټ پر مخ خپرېدنه وه. خو بيا وروسته يې د انټرنټ پر مټ د پښتو ژبې د دوه ژبنيو قاموسونو د راټولولو، ګڼياليزولو، د وړيا سرچينې ساوترې په توګه د دودولو تر څنګ په انټرنټ کې د پښتو قاموسونو د خپرېدو د رښتو ترلاسه کول او د نوؤ قاموسونو جوړېدل هم خپلې اهمې موخې وټاکلې.

د قاموسونو وېبپاڼه چې شپول يې qamosona.com دی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يو آلمان مېشتي پښتون، احمد ولي اڅکزي لخوا ثبت شو. د دې پروژې لومړنۍ وېبپاڼه د يوه بل افغان زده کړيال سيد مصطفی سادات لخوا ډيزاين شوه. سيد مصطفی سادات په ۲۰۰۴ ز. کال کې د قاموسونو د پروژې غړی شو او د احمد ولي اڅکزي سره يې د وېبپاڼې په سمبالښت کې خپله لويه ونډه ترسره کړې. د قاموسونو د وېبپاڼې لومړنی سيند يو انګرېزي - پښتو دوه ژبنی سيند ؤ چې د پورته نومېدلو افغانانو لخوا په ۲۰۰۴ ز. کال کې پرليکه شو او په دې توګه د انټرنټ پر مخ د انګرېزي - پښتو د لومړني پرليکه قاموس وياړ يې خپل کړی.

د ۲۰۰۵ ز. کال د سېپتمبر په ۸مه، د قاموسونو د پروژې په نوښت د لومړي ځل لپاره د انګرېزي-پښتو سيند د ساوترې په بڼه پرليکه شو، چې بيا ګڼ شمېر افغانانو د بې ليکه سيند په ډول خپل کمپيوټر کې نصب کړ او تر دې دمه يې کاروي. د وړيا سرچينې همدې ساوترې د ونډوز چليز غونډال لپاره جوړ شوی و. چې د دې جوړښت د پروګرامنګ تر شا، په برتانيه کې مېشت د يو افغان زده کړيال اجمل حمزه لوی لاس درلود.