د "الفرېډ نوبل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
د ډينامټ (يوه چاودېدونکې ماده ده چي د تېزابو او ګلسرينو څخه جوړيږي .) مخترع، دوکتور، انجینر، مبتکر، نامتو کېمیاپوه، شاعر او دجنګي سامانونو جوړونکی '''الفرېډ بېرنهارد “نوبل”''' د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ۱۸۳۳ زېږديز کال د اکټوبر دمیاشتي پر ۲۱ نېټه چي د ۱۲۱۲ لمریز کال د مېزان دمیاشتي د ۲۱ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ و دې دنیا ته خپلي سترګي لڅي کړي دي .
د سري کانتا د پشنهاد له مخي د نوبل یوشخصي خاصیت دا دئ چي د ډيرو ژبو د خبري کولو له امله پر هغه ډيري د معلومات دروازې خلاصي وې چي دا دچا پرلیاقت او اخلاقو باندي مثبته اغېزه لرلائ سي . الفرېډ نوبل په شپږو ژبو (سويډني، فرانسوي، روسي، انګليسي، جرمني او ايټالوي) کښي زیات مهارت درلودئ . نوبل ددې ټولو کارونو سر ترڅنګ د ادبیاتو برخه هم پاللې ساتلې وه او په انګلیسي ژبه یې شعرونه ليکلي دي . دده د “کسات اخیسته “ نومي نثر کښي يوه ویرجنه کیسه رانغاړل سوې ده چي موضوع يې “د ثېنثي “ نومي یوې ویرجني ډرامې ته ورته ده او نوموړې ډرامه دپنځو عملونو په باره کښي ده؛ ددې ډرامې ليکونکی“پېرسي بایسشه شېللي” نوميږي چي نوموړی د ډرامې ليکلو سره ترڅنګ د انګلیسي ژبي یو خیالي شاعر، مقاله او ناول لیکونکی هم دئ .