د "نری رنځ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱۷ کرښه:
'''نری رنځ''' چې د '''سل''' او توبرکلوز (په انګرېزي:'''Tuberculosis''') په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوسېز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي.<ref name=Robbins>{{cite book |author=Kumar, Vinay; Abbas, Abul K.; Fausto, Nelson; & Mitchell, Richard N. |year=2007 |title=Robbins Basic Pathology |edition=8th |publisher=Saunders Elsevier |pages=516–522 |isbn=978-1-4160-2973-1}}</ref> د نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم توکاڼی غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وګړي په ناروغۍ اخته کوي.<ref name=AP>Konstantinos, A (2010). "Testing for tuberculosis". ''Australian Prescriber'', 33:12-18. http://www.australianprescriber.com/magazine/33/1/12/18/</ref> په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توګه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب ګرځېدلی شي.
د دې ناروغۍ
داسې اټکل کېږي چې د نړۍ نژدې درېمه برخه وګړي د ''ميکوباکټېريم توبرکلوسېز'' په مېکروب اخته دي،<ref>{{cite journal |author=Jasmer RM, Nahid P, Hopewell PC |title=Clinical practice. Latent tuberculosis infection |journal=N. Engl. J. Med. |volume=347 |issue=23 |pages=1860–6 |year=2002 |month=December |pmid=12466511 |doi=10.1056/NEJMcp021045 |url=http://jasoncartermd.com/resources/pdf/Latent%20TB%20Infection.pdf}}</ref> او همداشان په هرې ثانيې کې يو روغ کس په دغه مېکروب اخته کېږي.<ref name=WHO2004data/> د هغو خلکو تناسب چې په هر کال کې د توبرکلوسېز يا نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي ثابته دی او يا هم په نړېواله کچه مخ په ټيټه روان دی، خو د وګړو د شمېر ډېرېدل دا په ثبوت رسوي چې د نوو پېښو مطلقه شمېره لا تر اوسه پورې مخ په لوړه ده.<ref name=WHO2004data/> په 2007 ز. کال کې نژدې 13.7 ميليونه وګړي د اوږدمهالي فعالې ناروغۍ پېژندل شوي، نژدې 9.3 ميليونه نوې پېښې، او نژدې 1.8 ميليونه مړينې چې ډېری يې د مخ په ودې هېوادونو کې و راپور ورکړ شوی.<ref name=WHO2009-Epidemiology/> د دې تر څنګ د مخ په ودې هېوادونو کې ډېر خلک د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي دا ځکه چې د هغوی د بدن معافيت د معافيت کمزوري کوونکي درملو، د مخدره موادو کارېدنه او يا هم د اېډز د ناروغۍ په سبب کمزوری وي. په نړېواله کچه د نري رنځ خپرېدا يوه منظمه پروسه نه ده، په ډېری آسيايي او افريقايي هېوادونو کې نژدې ۸۰٪ وګړي د توبرکلوز په معاينه کې مثبته نتيجه ښکاره کوي، خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يوازې 5-10% وګړي د معاينې په وخت مثبته نتيجه ښيي.<ref name=Robbins/>
|