د "نری رنځ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
نوی مخ: '''نری رنځ''' چې د '''سل''' او توبرکلوز په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټ...
 
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''نری رنځ''' چې د '''سل''' او توبرکلوز (په انګرېزي:'''Tuberculosis''') په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوسېز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي.<ref name=Robbins>{{cite book |author=Kumar, Vinay; Abbas, Abul K.; Fausto, Nelson; & Mitchell, Richard N. |year=2007 |title=Robbins Basic Pathology |edition=8th |publisher=Saunders Elsevier |pages=516–522 |isbn=978-1-4160-2973-1}}</ref> د نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم توکاڼی غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وګړي په ناروغۍ اخته کوي.<ref name=AP>Konstantinos, A (2010). "Testing for tuberculosis". ''Australian Prescriber'', 33:12-18. http://www.australianprescriber.com/magazine/33/1/12/18/</ref> په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توګه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب ګرځېدلی شي.
 
د دې ناروغۍ کلاسيکې نښې [[ټوخی|اوږدمهاله ټوخی]] چې اکثراً [[هېموپټيسېز|په وينو ککړ]] [[بلغم]] ورسره مل وي، [[تبه]]، [[د شپې خوله]]، او [[وزن بايلنه]] دي. د بدن د نورو غړو انتانيت بيا د ګڼ شمېر نښو نښانو سره راڅرګندېږي. [[طبي تشخيص|د دې ناروغۍ پېژندنه]] د [[راډيولوژي|راډيولوژۍ]] په تخيک پورې تړاو لري، چې د ناروغ د ټټر اکس رې اخيستل د دې ناروغۍ په تشخيص کې يوه اړين کار دی، د دې تر څنګ د [[Mantoŭ test|توبرکلوز جلدي آزمېښت]]، د وينې آزمېښت، او همداراز مايکروسکوپي لابراتواري آزمېښتونه او د مېکروبو د شتون د پاره د بدن د معاياتو مايکروبيالوژيکي کرنې د يادولو وړ آزمېښتونه دي. د نري رنځ درملنه د اوږدې مودې او ډېره مشکله او ستونزمنه ده. د دې ناروغي درملنه د اوږدې مودې لپاره د انټيبيوتيکونو د کارولو پورې اړه لري. هغه څوک چې د ناروغ د کتنې لپاره روغتون ته ورځي د هغه څارنه هم بايد د طبي املې له لوري وشي او د اړتيا په وخت کې يې درملنه هم وشي. د انتيبيوتيکونو په وړاندې د نري رنځ د مېکروبو مقاومت هغه لويه ستونزه ده چې په ځينو ناروغانو کې ليدل شوې. د درملو په وړاندې د مېکروبو مقاومت اکثراً د ګڼ درملي مقاوم توبرکلوسېز يا [[multi-drug-resistant tuberculosis]] په ناروغۍ کې ليدل کېږي. د توبرکلوسېز نه ځان ژغورنه د ګڼ شمېر طبي کتنو او د واکسينونو د پروګرام پورې اړه لري، د نري رنځ نه د ژغورنې لپاره اکثراً د [[Bacillus Calmette-Guérin]] واکسين کارېږي.