د "اريايان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}دا ثابته شوېده چي اريائيان دوه زره او پنځه سوه ( ٢٥٠٠ ) کاله پخوا تر ميلاد په لرغوني [[افغانستان]] کي ميشت شويدي . دې قوم ځان ته ارين ويل چي د ښو خويونو خاوندان اويا داصيلو وګړو مانا لري . د لومړنيو تم ځايونو په اړه يې لا ډاډمن مالومات نشته ، خو دا څرګنده شوېده چي [[افغانستان]] ته د سير دريا او اموسند له شمالي لوري را تير شوي او په بلخ کي يې د لومړي مدنيت بنسټ ايښۍ دۍ .
 
د لومړنيو اريائيانو په ټولنيز ژوند کي کورنۍ ډير ارزښت درلود . کورنۍ ته يې (کولا ) ويل چي تر اوسه هم دا نوم په کهول کي ليدل کيږي . دڅو کورنيو څخه يوه قبيله جوړېدل چي د هغې قبيلې رئېس ته يې (پتي) ويل دڅوقبيلوڅخه يو ټبر(قوم)جوړېدئ چي هغه ته يې ( وېسه)اويا ( ګرامه ) ويل . د پاچا د اوسېدلو ځای ته يې ( پور ) وايه چي دا درې نومونه تر اوسه هم په شېر پور ، ويس او بګرام کي ليدل کيږي .