د "هېواد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
هغه جغرافيايي سيمه يا خاوره ، چې ټاكلې پولې او دولتي خپلواكي ولري ، يا هم د كوم بل دولت تر واك لاندې وي ( مستعمره وي ، يا تر حمايي لاندې وي ) د هېواد په نامه ياديږي . د هېواد د ويي ( كليمې ) مانا نه يوازې خاوره ده ، بلكې ددغې خاورې وګړي هم دي . هېواد همدا راز په راتلونكې كې د بشپړ [[دولت]] د جوړوېدو وسيله او ددغې خاورې د هر غړي لپاره په مطلق ډول واحد قوانين دي .
 
==هېواد او كه دولت==
كه څه هم د هېواد او دولت كليمې ډېرى وختونه د هم مانا كليمو په توګه كاريږي ، خو د دوى ترمنځ ډېر توپير شتون لري . دولت د واك د هغه سياسي غونډال ( سېستم ) مانا لري ، چې په ټآكلې خاوره كې رامنځته شوى وي . خو د هېواد د كليمې مانا د خاورې د كولتوري ، جغرافيايي او نورو فاكټورونو سره تړاو لري . د هېواد ويي د دولت تر كلېمې لږه رسمي ده . د ساري په توګه [[اروپايي اتحاد|اروپايي ټولنه]] په خپل ذات كې هغه هېواد دى ، چې د اروپا ډېر دولتونه پكې شامل دي ( جمهوريتونه ، خانۍ ، شاهي او داسې نور ) . بله بېلګه به راوړو : د كمونيستي پېر [[پولېنډ]] او د اوسني پولېنډ هېواد هماغه يو هېواد دى ، خو دولت يې بدل شوى او بل دى .
 
==دا هم وګورئ==
* [[دولت]]
* [[اروپايي اتحاد|اروپايي ټولنه]]
 
==اخځونه==
# http://ru.wikipedia.org/wiki/Страна
"https://ps.wikipedia.org/wiki/هېواد" نه اخيستل شوی