د "سردار محمد اکبر خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱۱ کرښه:
په کال(۱۸۴۱)م د دسامبر په (۲۴) د کابل دبي بي مهرو شمالي غنډۍ ته څېرمه چې دانګریزانو د لښکرو اډه وه ، مکناټن د خپلې اډې څخه راووت اوغښتل یی چه د ملي مبارزینو په غنډه کی ګډون وکړي . په دې غنډه کې د ملي مبارزینو له خوا غازی محمداکبرخان ، [[سردار سلطان احمد خان]] ، [[محمدشاه بابکرخیل]] ، [[غلام محی الدین غلجی]] او [[غلام بخش]] ، او د انګرزانو له خوا [[وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] ، [[تریور]] ، [[مکنزی]] او [[لارنس]] ګډون درلوده .
د مجلس ترتیت داسی وو ، چې مکناتن تريور او مکنزی ناست وو او لارنس په کښلی تفنګچی سره د مکناټن تر شا ولاړ وو . لومړی خبرې غازي محمداکبرخان پيل کړی او هغه لیک یی مکناټن ته ورښکاره کړ ، کوم چې د وزیر اکبرخان د وژلو په سر یی (۰ ۱۰۰۰) روپۍ انعام ایښی وو او مکناټن یی ملامت کړ او په همدې وخت وزیر محمد اکبر خان مکناټن په هغه تفنګچه ووشت چه څو ورځې مخکې مکناټن ورکړی وه . همدارنګه نورو ملي مبارزینو په تريور ، مکنزی حمله وکړه او هغه يې ووژل او د لارنس نه یی تفنګچه او توره واخستل او وروسته هغه په تېښته بریالى شو . هغه و چې په کال(۱۸۴۲)م د جنوری په شپږمه نیټه دانګریزانو لښکر چې شمیر یی (۱۶۰۰۰)وه د کابل څخه د جلال آبا په لور حرکت وکړ او په لاره کی د غلجیو مجاهدینو لخوا ټول تار او مار شول او تنها داکتر [[وېليم برايډن]] جلال آباد ته ورسید. بیا امیر دوست محمد خان په کابل کی پاچاه شو او وزیرمحمد اکبر خان غازی د (۲۹)کالو په عمر وفات شو او مړی یې د خپل وصیت سره سم په مزارشریف کی ښخ کړ.
{{پښتانه}}
 
[[وېشنيزه:پښتانه]]
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]]