د "کينډۍ:هېواد-بېرغ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
<!-- Template:دهېواد بېرغ -->{{هېواد|دهېواد بېرغ|{{{1}}}|size={{{size|}}}|نوم={{{نوم|}}}}}
{{Infobox_Country|
د هېواد نوم په اصلي بڼه = د افغانستان اسلامي دولت<br /><br> Da Afghanistan Islami Dawlat <br />Islamic Republic of Afghanistan |
common_name = افغانستان |
image_flag = Flag of Afghanistan.svg |
image_coat = Afghanistan COA.png |
image_map = LocationAfghanistan.png |
national_motto = None |
ملي سرود = [[ملي سرود]] |
رسمي ژبه= [[پښتو]], [[دري]] |
پلازمېنه = [[کابل]] |
latd=34|latm=30|latNS=N|longd=69|longm=10|longEW=E|
لوی ښار= [[کندهار]] |
د حکومت بڼه= [[اسلامي جمهوريت]] |
د لارښود لقب = [[د افغانستان ولسمشر|ولسمشر]] |
د ولسمشر نوم= [[حامد کرزی]] |
area_rank = 40th |
area_magnitude = 1_E11 |
مساحت = 647,500 |percent_water = 0% |
د وګړو اټکل شوی شمېر = 29,928,987 |
د اټکل شوي وګړو د شمېر کال = 2005 |
population_estimate_rank = 38th |
population_census =|
population_census_year =|
population_density = 43 |
population_density_rank= n/a |
GDP_PPP_year= 2004 |
GDP_PPP = $21.5 billion |
GDP_PPP_rank = 105th |
GDP_PPP_per_capita = $800 |
GDP_PPP_per_capita_rank = 185th |
HDI_year = 2003 |
HDI = NA |
HDI_rank = unranked |
HDI_category = <font color=gray>NA</font> |
sovereignty_type = [[خپلواکي]] |
established_events = |
established_dates = (from [[United Kingdom|UK]] control over Afghan affairs)<br />1919 |
پيسه = [[افغانۍ (پيسه)|افغانۍ <small>(Af)</small>]] |
د پېسو کوډ= AFN |
د هېواد کوډ= AFG |
سيمه ايز وخت = |
utc_offset = +4:30 |
time_zone_DST = |
utc_offset_DST = +4:30 |
cctld = [[.af]] |
ټيليفوني کوډ= 93 |
footnotes =
}}
 
'''أفغانستان''' د منڅنۍ اسيا يو هېواد دی چې په ختيڅ او سوېل کې يې پاکستان، سهېل ختيڅ کې چين، سهېل کې يې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونه دي. په لويديڅه خوا کې يې ايران پروت دی.
 
 
 
==تاريخ==
[[د افغانستان په لرغوني تاريخ کي دزابل او زابليانو ونډه]]
 
[[منډيګک]]
 
==جغرافيه==
[[Image:AfghanistanNumbered.png|thumb|289px|شمال|د افغانستان ولايتونه]]
 
===ولايتونه===
#[[بدخشان]]
#[[بادغیس]]
#[[بغلان]]
#[[بلخ]]
#[[بامیان]]
#[[خوست ]]
#[[دایکندی]]
#[[فراه]]
#[[فاریاب]]
#[[غزنی]]
#[[غور]]
#[[هلمند]]
#[[هرات]]
#[[جوزجان]]
#[[کابل]]
#[[قندهار]]
#[[کاپیسا]]
#[[پکتیا]]
#[[کنر]]
#[[کندز]]
#[[لغمان]]
#[[لوګر]]
#[[ننګرهار]]
#[[نیمروز]]
#[[نورستان]]
#[[اروزګان]]
#[[پکتیکا]]
#[[پنجشیر]]
#[[پروان]]
#[[سمنګان]]
#[[سرپل]]
#[[تخار]]
#[[وردګ]]
#[[زابل]]
 
=== لوی ښارونه ===
 
* كابل (پلازمېنه)
* قندهار
* هرات
*جلال آباد
*مزارشريف
 
===طبيعت===
 
===المناخ===
 
==مېشت توکمونه==
 
===ژبې===
 
===دين===
اسلام
 
==اقتصاد==
 
 
===کانونه===
 
===صنعت===
 
[[af:Afghanistan]]
[[als:Afghanistan]]
[[an:Afganistán]]
[[ast:Afganistán]]
[[bg:Афганистан]]
[[bs:Afganistan]]
[[ca:Afganistan]]
[[cs:Afghánistán]]
[[cy:Afghanistan]]
[[da:Afghanistan]]
[[de:Afghanistan]]
[[el:Αφγανιστάν]]
[[en:Afghanistan]]
[[eo:Afganio]]
[[es:Afganistán]]
[[et:Afganistan]]
[[fa:افغانستان]]
[[fi:Afganistan]]
[[fr:Afghanistan]]
[[fy:Afganistan]]
[[gd:Afghanistan]]
[[gl:Afganistán - افغانستان]]
[[gu:અફઘાનિસ્તાન]]
[[he:אפגניסטן]]
[[hi:अफगानिस्तान]]
[[hr:Afganistan]]
[[ht:Afganistan]]
[[ia:Afghanistan]]
[[id:Afganistan]]
[[io:Afganistan]]
[[it:Afghanistan]]
[[ja:アフガニスタン]]
[[ko:아프가니스탄]]
[[ku:Efxanistan]]
[[la:Afgania]]
[[lb:Afghanistan]]
[[li:Afganistan]]
[[lt:Afganistanas]]
[[lv:Afganistāna]]
[[ml:അഫ്ഗാനിസ്ഥാന്‍]]
[[mo:Афганистан]]
[[ms:Afghanistan]]
[[na:Afghanistan]]
[[nds:Afghanistan]]
[[nl:Afghanistan]]
[[nn:Afghanistan]]
[[no:Afghanistan]]
[[pl:Afganistan]]
[[ps:افغانستان]]
[[pt:Afeganistão]]
[[ro:Afganistan]]
[[ru:Афганистан]]
[[sa:अफगानस्थान]]
[[se:Afghanistan]]
[[simple:Afghanistan]]
[[sk:Afganistan]]
[[sl:Afganistan]]
[[sq:Afganistani]]
[[sr:Авганистан]]
[[sv:Afghanistan]]
[[tg:Афғонистон]]
[[th:ประเทศอัฟกานิสถาน]]
[[tl:Afghanistan]]
[[tr:Afganistan]]
[[uk:Афганістан]]
[[zh:阿富汗]]
[[zh-min-nan:Afghanistan]]
 
'''د افغانستان اسلامى دولت''' د منڅنۍ اسيا يو هېواد دی او پلازمېنه يې [[کابل]] دی.
 
==پښتانه==
<font face="Pashto Kror Asiatype">د پښتنو د اصل نسل په لړ کې د يوې نه زياتې نظرېې شتون لري - خو په عمومي توګه د پښتنو نسلي اساس د بني اسرائيلو سره تړل کيږي - هسې خو انسانان ټول د يو آدم اولاد ګڼل کيږي او په حقوقي ډول دوۍ ټول يو برابر دي - ولې د جوړښت ، يعني د ونې ، رنګ او جوسې په لحاظ يو انسان د بل انسان يا د انسانانو يوه ټولنه د بلې ټولنې سره يو څه توپير او بيلتون لري - يو ډول صفات لکه ونه ، رنګ او جوسه لرونکې ټولنه په عمومي ډول يو نسل بلل کيږي - د انساني تاريخ پوهانو او عالمانو ددې په بشپړه ډول بيلتون او درجه بندي کړې ده - په نړۍ کې سپين پوستي ، تور پوستي ، زيړ پوستي او دغه ډول نور ډير نسلونه وجود لري - د پښتنو شمير په سپين پوسته نسلونو کې راځي - بشري عالمانو سپين پوستي په آريايي او سامي دوه نسلي څانګو کې ويشلي دي - دا ويش د رنګ ، ونې او جوسې د بيلتون سره سره د خوېې بوېې ، صفتونو ، طبيعي حالاتو او ژبو د توپير په بنياد شوی دی -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">د پښتنو د اصل په لړ کې د يو څوؤ مخايي نظريو يادول به بې ځايه نه وي - د پوهانو يوه کوچنۍ ډله پښتانه په يونانيانو پورې غوټه کوي - د پښتو ژبې نامتو ليکوال غني خان ددغه فکر پلوي و - خو دا نظريه د پښتنو او يونانيانو د شکل او صورت په څه لږ ډير يووالي ، په څو قيصو او رواياتو ولاړه ده - او د څه ډول تاريخي او ثقافتي شهادت کوټلې بدرګه نه لري -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">د يو بلې ډلې خيال دی چې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو سيمه په بيلا بيلو وختونو کې د يو شمير يرغلګرود چپاوونو ټاټوبی پاتې شوی دی - لکه ميډی ، اشيمند (600ق م ) ، سکندر اعظم ( 326- 327 ق م ) ، موريا ( دريمه پيړۍ ق م ) ، باختري ( دويمه پيړۍ ق م ) ، سيتهين (90 ق م ) پارتين ، کيدار کوشانا ، بفتيليا ( هياطله ) ، تورکان او دغه ډول نور - ددی ټولګي باور دی چې د پښتنو تعلق ددغه بهرنو قامونو او د ځايي استوګنو د وينې د ګډون په نتيجه کې د رامينځ ته شوي نسل سره دی ، ولی لوۍ سوال دا ولاړيږي چې يرغلګر خو تل د ځايي خلکو په مقابل کې په شمير کې لږ وي ، نو دا څه رنګ ممکنه ده چې هغوۍ دې په ځايي خلکو دومره لوۍ اغيز اوکړي چې يو نسل دې بدل کړي؟ او
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">بياپه دغه لړ کې درې نور اساسي ټکي هم په پام کې لرل ضروري دي- د بهرنو ځواکونو يو قسم هغه دی چې د مالي ګټو په خاطر ېې په يوه سيمه چپاو کړی دی ، الغاؤ تلغاؤ ېې جوړ کړی دی ، مرګ ژوبله ېې اړولې ده ، د زولې او چور تالان نه پس خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي - لکه چنګيز خان ، هلاکو خان ، محمود غزنوي ، نادر شاه ، ګوډ تيمور او دغه ډول نور - دا ځواکونه په يوه سيمه د سيلۍ ګلۍ په شان راغلي دي او د خپل غرض نه پس هم دغه شان ستانه شوي دي - نو دا ممکنه نه ده چې په دومره لنډه موده کې هغوۍ په ځايي خلکو څه ثقافتي اغيز پريباسلی وي - دويم هغه نو آباد کار ځواکونه و چې په پردۍ خاوره ېې نو ابادياتي حکو متو نه جوړ کړي و ، خو تړون ېې مدام د خپل ټاټوبي سره و - ددوۍ غرض هم مادي ګټې او شوکې وې - دغې ځواکونو هم په ځايي خلکو څه ژور ثفافتي اغيز نه دی غورزولی ، د يو نسل پيدا کول او بدلول خو د امکانه لرې خبره ده - ولې چې د نو ابادکار ځواکونو او ځايي خلکو تر مينځ مدام يو لرې والی او يو بيلتون کرښه شتون لري - ډير په اسانه سره د هند يا د انډونيشيا مثال د بيلګې په توګه وړاندې کيدلی شي - انډونيشيا تر پيړيو پيړيو د ولنديزيانو او د پرتګاليانو نو ابادي پاتې شوې ده - خو انډونيشي وګړي هم هغه دي لکه چې وو - په رنګ ، ونه ، جوسه ، په دود دستور يا په ژبه کې ېې هيڅ بدلون نه ليدل کيږي - د بهرني ځواکونو دريم قسم هغه دی چې يوه سيمه ېې د تورې په زور نيولې ده - محلي حکومتونه ېې جوړ کړي دي - او د خپل پلرنې ټاټوبي سره ېې تړون شليدلی دی - زمانې دغه قسم ځواکونه او قامونه مدام په ځايي خلکو کې ګډوډ کړي او ورک کړي دي - د وخت په تيريدو سره دغه ډول قامونو د ځايي خلکو دود دستور ، ناسته ولاړه ، ژبه او روايات قبول کړي او خپل کړيدي - د عرب لښکرو مثالونه ځموږ تر مخې دي - دغه رنګ مغلان کم و بيش درې سوه کاله په هند د واک او قدرت خاوندان ول - ولي نن په هند کې څومره مغل ليدل کيږي ؟ لرې چيرته ځو ، پخپله د پښتنو مثال به واخلو - چې د فاتح په حيث هند ته ننواته – او پښتون هغه وړومبی فاتح و چې په هند کې ېې د باقاعده حکومت تيګه کيښوه - خو د وخت په تيريدو سره د هند دغه فاتح پخپله هندوستانی شو - په روهيلکنډهـ ، رام پور او خور و ور هندوستان کې د پښتنو زرګونه کلي آباد وو ، خو نن څوک هغوۍ پښتانۀ بالي؟ د وخت په تيريدو سره هغوۍ خپل دود دستور ، او ژبه له لاسه ورکړه او په هندوستاني تهذيب کې ولړلې شول - د يادولو وړ ده چې د تحريک پاکستان نامتو لارښود نواب بهادريار جنګ په خټه سدوزی پښتون و - او د اردو ژبې نوموړی شاعر جوش مليح آبادي په خټه افريدی و -
<font face="Pashto Kror Asiatype">د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او لومړۍ نظريه ده - دا په لمړي ځل د مغل پاچا جهانګير (1612 ء ) د يو سپه سالار خان جهان لودهي په لار ښودنه د مغل دربار يو منشي نعمت الله هروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کې وړاندې کړله - ددې نظرېې په ځايي پلويانو کې قاضي عطاء الله ، حافظ رحمت خان ، زرداد خان ، افضل خان خټک او روشن خان او په مستشريقينو کې سر ويليم جونز ، اليکزينډر برنس او راورټي د يادونې وړ دي - د خوشال خان خټک د يو شعر نه داسې بريښي چې هغه هم له دې نظرېې پلوي و - د بني اسرايئليت د نظرېې تنستې په دې ډول بڼل شوي دي -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
١- ساول (طالوت ) چې د حضرت يعقوب ء په دولسو ځامنو کې د بن يامين د اولاده و ، د پښتنو ور نيکۀ و - روايت کيږي چې د طالوت له اړخه د يو شرط يا ازميښت پوره کولو نه پس طالوت خپله لور ميکل حضرت داؤد ته نکاح کړه - خو داؤد ته ېې زړه ښه نه و ، او سترګې ېې ورته خړې وې - دغه رنګ حضرت داؤد خپل کور کلی پريښود او چيرته بل ځاېې ېې پناه واخسته - خو څه موده پس طالوت د بني اسرائيل سره په خپل کړي ظلم پښيمانه شو او په خپله خوښه او رضا ېې پاچاهي حضرت داؤد ته وسپارله ، خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د داؤد په پناه کې پريښودی او پخپله د کفارو په ضد غزا له لاړلو او د لسو ځامنو سره اوژل شو -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
2- د طالوت د دواړو اوميدوارو ښځو يو يو هلک ؛ ارميا او برخيا ؛ اوزيږول - داؤد د دواړو ماشومانو ښه پالنه ، روزنه او خصمانه اوکړه ، برخيا ېې خپل مشر وزير او ارمياء ېې د لښکرو سپه سالار اوټاکل - د ارمياء يو يو ځوېې اصف او افغانا پيدا شول چې بيا وروستو يو د حضرت سليمان ء وزير اعظم او بل ېې د فوځ قوماندان شو - د بيت المقد س ودانې د دغه افغانا په څارنه کې جوړه شوه -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
3- د حضرت سليمان ء د مرګ نه پس بني اسرائيل بې لارې او نافرمانه شول - او د عذاب په صورت کې پرې الله پاک بخت نصر مسلط کړو - بخت نصر په بني اسرائيلو ډير ظلم او زياتی اوکړو - او دوۍ ېې بې دريغه اوژل - په نتيجه کې بني اسرائيل په کډه کولو او وطن پريښودلو مجبور او چنګ ونګ شول - له دغه بني اسرائيلو يوې قبيلې د غور غرونو ته کډه يوړله او په دغه غرونو کې ميشتۀ شول -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
4- حضرت خالد بن وليد يو لوړ رتبه صحابي او د بنی اسرائيلو د يوې قبيلې سردار و - د هجرت په اتم کال هغوۍ د غور په غورنو کې ميشت بني اسرائيلو ته د نبي اکرم ص د نبوت زيری او د ايمان راوړلو بلنه ورکړه - په جواب کې قيس عبدالرشيد د يو پړاوي په بدرګه مدينې منورې ته راغی او د نبي کريم ص سره ېې اوليدل او ايمان ېې راوړو - د قيس عبراني نوم په عبدالرشيد واوختو - دغه قيس عبدالرشيد د پښتنو نيکۀ و - قيس د خالد بن وليد د لور ساره بي بي سره نکاح اوکړو - د مکې مکرمې د واک او قبضې اخستلو په تاريخي مرکه کې ېې ګډون اوکړو او بيرته غور ته ستون شو - د اسلام د دين تبليغ ېې شورو کړو - په کال 41 هـ کې د 87 اووه اتيا کاله په عمر کې په يو جنګ کې شهيد شولو - سړبڼ ، غورغشت او بيټن د هغه درې ځامن و - او د پښتنو شجره له دغه ځايه شورو کيږي -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
په دې ورچاڼ کې د بني اسرائيليت د نظرېې غوره او اساسي ټکي راخستلي شوي دي - چې له دې نظرېې کوچ ګڼل کيږي - او دا نظريه په هم دې اساسي ټکو او ستنو ولاړه ده - ښاغلي بهادر شاه کاکاخيل په خپل کتاب (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کې ) په دې نظرېې په زړه پورې او دقيق بحث کړی دی - هغوۍ د تورات او د تاريخ په حوالو سره دا حقيقت ډاګيزه کړی چې د بني اسرائيليت نظريه څه تاريخي او او ثقافتي بيلګه او بنياد نه لري او دا چې دا نظريه محض يو تصور دی او افسانه ده -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">راځۍ چې د تاريخ په تلۀ دا قيصه او دعوا اوتلوو - او د تاريخ د خلې نه برغولی پورته کړو چې څه وايي ؟
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
1- تاريخ د طالوت د لور ميکل او د داؤد ء د وادۀ ، د داؤد د خپل کور کلي پريښودلو او په بل ځاېې د پناه اخستلو او د بني اسرئيلو د نافرمانۍ ، خود سرۍ او د بې لارې کيدلو تصديق کوي -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
2- تاريخ دا نه مني چې طالوت په خپله خوښه او رضا پاچاهي او قدرت داؤد ته پريښی و - خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د هغه په پناه کې ورکړې وې - او په خپله د لسو ځامنو سره په جنګ کې وژلی شوی وو - تاريخ وايي چې د مايوسۍ په حال کې هغه ځان پخپله وژلی و - او د مرګ نه پس ېې ځوېی اشبوست د بني اسرائيلو پاچا شو -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
3- چې طالوت ځان پخپله اوواژه ، او په ځاېې ېې زوی پاچا شو نو بيا خو بې له څه شکه دده د دوه اوميدوارې ښځو د داؤد ء په پناه کې د پريښودلو قيصه دروغ کيږي - او په دغه صورت کې د ارمياء او برخيا وجود پخپله يوه لويه سواليه نښه جوړه شي - تاريخ د داؤد د مشر وزير او د لښکرو د سپه سالار په حيث د ارمياء او برخيا تصديق نه کوي -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
4- تاريخ د ارمياء او برخيا د ځامنو آصف او افغانا د حضرت سليمان ء د حکومت د وزير اعظم او قوماندان په حيث د تقرر تصديق هم نه کوي - البته تاريخ د بني اسرائيلو د (لاوې) قبيلې د يو وګړي اصف بن برکيا يادونه کوي خو هغه د سپه سالار په حيث نه بلکه د يو منلي شوي موسيقار په حيث ياد شوی دی -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
5- بيت المقدس يو تاريخي او مذهبي حيثيت لري - تاريخ د بيت المقدس د ودانۍ ټول لوۍ واړه تفصيلات په خپله ځولۍ کې سنبال کړي دي - خو د څارنوال په حيث د افغانا په شتون غلی دی -
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
6- د بني اسرائيليت د نظرېې منونکي چې په څه ډول د حضرت سليمانء د مرګ نه پس د بني اسرائيلو د بې لارې کيدلو او د بخت نصر قيصه بيانوي ، د هغې نه داسې بريښي چې د بخت نصر يرغل او چپاوؤنه د سليمان ء د مرګ نه سمدستي پس شوي و- خو تاريخ وايي چې د سليمان ء دور د بي اسرائيلو د څوکالۍ ، خوشالۍ او عروج دور و ، د هغوۍ د مرګ نه وروستو د هغوۍ ځوی رحجام په تخت کيښناست - د حضرت سليمان د مرګ او د بخت نصر د چپا