د "جوزجان ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "د جوزجان ولايت" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱۳ کرښه:
}}
 
د جوزجان ختیځ ته بلخ لویدیځ ته فاریاب جنوب ته سرپل او د شمال سنډو یی د آمو سین بهیګي او د د سین پوری غاړی ته د ازبکستان جمهوریت دی. د ا ولایت په۱۹۸۸ عیسوی کال کی د بلخ او سمنګان نه بیل کړی شو. او د دی لرغونی ښار شبرغانی مرکز دی. خو د دی سره تړی دسر پل سیمه ځان له بیل ولایت وګرځیده. د دی ولایت نفوس ۴۲۶۹۸۷ خلکوته رسیږی. د مختلفو اقوام خلک، ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او نور اقوام په کی ژوند کوی، مساحتی ۱۱،۷۸۹ کیلومتر مربع دی. او خلکی په ۳ ژبو دری، پښتو او ازبکی باندی غږیږی.
 
==اداري وېش==
جوزجان لس ولسوالي لری، چی خواجه دوکوه، درزآب ، منګجک، قرقین، آقچه، مردیان، فیض آباد، خماب، خانقاه، او قوش تپه دی. او ۳۰۴ کلې لری. جوزجان ولایت په ډیرو، نفوس او زراعتی ځمکو، طبیعی جنګلونه، معادن، د ځمکی لاندی نفت او ګاز په در لودلو د هیواد شتمن په ولایاتو کی شمیرل کیږی. د جوزجان ولایت د خلکو عمده محصولات ، کرهنه او زراعت، د قره قل پوست، پشم، قالین، لاسی صناعی، دی. چی ډیر پخوا نه د دی ولایت خلکو په ژوند او د ملی اقتصاد د ودی کی ازښتمند رول لوبولی دی. مخکی د داخلی جنګونونه ۴۶ فیصده د هیواد بودیجه، د دی ولایت د ګازو صادرولو نه تامین کیده. د جوزجان ولایت هوا او اقلیم وضعیت متناسب په شمال ولایاتو مساعد دی، مګر د زراعت او څکل اوبه د سرپل او بلخ د سیند څخه راځی، چی دا کافی نه ده. د ولایت د ښار او کلی اوسیدونکی بل خصوص بزګر همیشه د اوبو د کموالی څخه سر ټکویی. د دی ولایت زراعتی سیمی مواز په ۲۱۵۷۵۳ هکتار ځمکه ده، چی د دی جملی نه ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه للمی ساحی تشکیلوی. په دی سیمو کی، جوار، زغر،کنجد، مالوچ،ماش، نخود،زیره، د بزګرو د کرهنیز عمده اقلامو څخه دی.
 
==تاريخ==
په لسمه پیړی کي د ابن سینا نامتو شاګرد ابوالعبید الجوزجانی د غور د واکمنو د تاریخی پیښو د لیکونکي په توګه وپیژندل شو. په یولسمه پیړی کي د نړی د جغرافي مشهور کتاب چی د جوزجانی حدودالعالم نومیږی د دی سیمی یو جغرافیه دان په عربی ژبه ولیکلو. په دیارلسمه پیړی کي د وینس سیلانی مارکوپولود خپل سفر په یو پړاو کی په شبرغان کی ایسار شو، او د دی ځای د شاتو په شان خوږو خټکو حال په خپلی یاداشتونو کی ولیکلي. د جوزجان په ډیرو ولسوالیو کي د نوی کال ، اختر او کله کله د وادونو په موقع خلک وز لوبه یا بزکشی کوی، په جوز جان کي د دی لوبی لپاره د آسونو ساتل او د د ښار نه بهر د آزاده او هوار میدانونوکی لوبی کوی.
 
د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ عیسوی کلونو تر مینځ موده کي د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان په جیولوژیکی سروی ګانو کي جوته شوی وه چی د دی هیواد په شمال کي د ګازو او خامو تیلو پینحلس زیرمی موجودی دی. په دوی کي د ګازو دری لوی زیرمی د شبرغان په شاو خوا کی دی. د دری لوی زیرمی نه د ګاز دراویستل پروژه په څوارلس کالو کي پوره شوه. په ۱۹۷۴ عیسوی کال کی د خواجه ګوګردک د زیرمو نه شمال لوری ته دوه سوه کیلو متره د ګاز پیپونه وغځول شل. یوازی د آمو سین د پاسه د پایب وګدوالي ۶۶۰ میتر وو. د ګوګردک د زیرمی نه په کال کي څلورو او شپږو میلیاردو تر مینځ مکعب متر ګاز راویستل کیږی . په دوی کی ۷۰ تر ۹۰ فیصده برخه پخوانی شوروی ته ورکوله دا معلومه نه ده چی په کومه بیه، خو په ۱۹۹۲ عیسوی کال کي د هغه وقت جمهور ریس، داکتر نجیب اله دا څرګنده کړه چی ګوندی د روسی سره د ګازو د پلورل په یو تړون خبری روانی کړی وی. په دی وقت کی د پښوانی شوروی اتحاد نا بیله شوو ځینی جمهوریتونو د افغانی ګازوپه تیرولو او د دی د ویش د پاره د خپلو غونډو غوښتنه وکړه او دا معامله پّه ځای ودریده، د پښوانی شوروی اتحاد لخوا جوړ شوی د جار قودوک په ودانی ته په رسیدو خبر شو چی هلته یوازی ساتن دویان ولاړ وو او پروژه فعاله نه وه. د ګازو هغه نل لیکه چی ختیځ لوری ته مزار شریف پوری غځیدلی ده. د افغانستان د دوه لسیزو په کورنی جګړو کی دی ته پاملرنه ونه شوه، خو په ۱۹۹۹ عیسوی کال کي دا لیکه یو سه ترمیم شوه او د ګوګرډک ګازپه لګ مقداری خلکوته ورسیدل .
 
د ګازو پایب لان چی دی ولایت کی دی ، دی نه پخوا دغه ځینه شوروی ته ګاز تلل او کله چی هغه قرارداتونه ختم شول ، بیا دا پایپونه وویستل شول ، اوس دغه پایپونه مزارشریف ته ګاز ورکوی.
 
یو وقت د سر پل ولایت هم په جوزجان کي شامل وو، او دا پراښه سیمه د زردشت دین کتاب اوستا کي د نسایا په نوم یاده شوی ده. څوارلس سوه کاله پخوا چینایی سیالګر هوین چان چی دی سیمه ته ورغلو نو د دی سیمه نوم هوشنګان وو، روسته دا ګوزګان شو، او کله چی عربان دی سیمی ته ورغلل او ګاف ګ نه شو تلفظ کوولی ، نو دی ته یی جوزجان نوم کیښوده
 
شماره ولسوالی نفوس 1 شبرغان 148327 2 خواجه دوکوه 72515 3 آقچه 99195 4 فیض آباد 112087 5 مردیان 75988 6 قرقین 57988 7 خمآب 52180 8 درزاب 53427 9 قوشتپه 51257 10 منگجک 4500 11 خانقاه 66783
 
 
نمبر ریاست نمبر ریاست 1 اقتصاد 20 ملي بس 2 انكشاف دهات 21 ارزاق 3 زراعت و مالداري 22 اتاق هاي تجارت 4 صحت عامه 23 گمركات 5 د اوبو رسولو 24 مستوفيت 6 معارف 25 راديو تلويزيون 7 فوايد عامه 26 معادن و صنايع 8 د ښځو چاری امور 27 سرحدات 9 مهاجرين 28 ترانسپورت او خصوصي سكتور 10 ښاروالي 29 افغان گاز 11 سره مياشت 30 مواد نفتي 12 شهدا معلولين 31 څارنوالي 13 محيط زيست 32 دولت قضاياي 14 برق 33 حج و اوقاف 15 فرهنگ او ځوانان 34 ښارجوړونه او مسكن 16 مخابرات 35 محكمه 17 تربيت بدني 36 مركزي احصائيه 18 نفت و گاز 37 د مخدره مواد و پر ضد مبارزه 19 فارمسي 38 اداري اصلاحات