د "پېښور" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Old Peshawar.jpg|بټنوک|250px|پېښور]]
'''پېښور''' (په انګرېزي: Peshawar، هندکو: پِشور، اردو: پشاور)، د پښتونخوا ولايت پلازمېنه او د قبايلي سيمو د فېډرالي نظام مرکز دی. د کوشانيانو پاچا کنېشکا په ۲ مه ميلادي پېړۍ کې د پوشکالاوتي Pushkalavati (اوسنۍ چارسده) نه پوروشاپوره (اوسيني پېښور) ته خپله پلازمېنه ولېږدوله. د پېښور اوسينی نوم هم کېدای شي د سانسيکرت د ژبې پوروشاپوره (مانا يې "د سړو ښار" دی) نه راوتلی وي. دغه سيمه د پېخور او پېشاور په نومونو هم يادېږي. په اصل کې دا سيمه د ګندهارا برخه وه او په دې سيمه کې د ختيځ ايرانی ټبر چې اصل او نصب يې سياتيان وو استوګن شوي وو. بيا وروسته دا سيمه د کوشان د امپراتورۍ په ولکه کې راغله. په برتانيه کې د پېشاوري نان په نامه يوه ټيکله مشهوره ده چې په خوړنځايونو کې په همدې نوم پېژندل کېږي. داسې اټکل کېږي چې دا ټيکله د همدې سيمې نه نوم خپل کړی. د دې سيمې د تاريخ نه دا څرګنده ده چې په دې سيمه د يونانيانو او عربانو يو لنډه څپه راغلې او دا سيمه يې د خپل ښکېلاک نه اغېزمنه کړې. چې په همدې پايله کې د اسلام دين هم دې خاورې ته له ختيځ لوري نه راغلی. بيا يو څه موده وروسته دا د افغاني امپراتورۍ يوه پلازمېنه هم وه. نن د اباسيند د رود لويديځې خوا کې پروت ښار، او په همدې توګه پېښور د پاکستان د هېواد په اهمو ښارونو کې شمېرل کېږي.
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پېښور" نه اخيستل شوی