د "هنرونه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و Reverted edits by 83.81.239.165 (خبرې اترې); changed back to last version by 115.186.140.8 |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
په ټوليزه توګه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د ((خپلواک هنر )) او بلي ته يې د (( ښکلۍ هنر )) نومونه ورکړيدي .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، ګرامر ، بيان ، استدلال ( منطق او رياضي) او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ ګرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون ځانګړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوګه کيدلای شو .
<br><br>
۶ کرښه:
ليدونکي هنر ټولي هغه هنر ي برخي په برکي نيسي چي د ګرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانګي جوړوي . لکه رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ( ليتوګرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ، ښکلي کالې ، ښايسته ګاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ، ناول ، لنډي کيسې ، بيوګرافي ، تاريخي شجرې ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانګه په بنسټيزه توګه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي . ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانګړي توګه هغه وخت چي د غمګيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي ، په ډرامه يې هنر کي د زياتي پاملرني وړ ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپير يال منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده ؛ د اتڼونو بيلا بيلي برخي ځکه د هنرهغه ارزښتمني بيلګي ګڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وګړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي .
<br><br>
|