د "بادن ورتمبرګ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
TXiKiBoT (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: kw:Baden-Württemberg
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: os:Баден-Вюртемберг; cosmetic changes
۱ کرښه:
'''باډن ورټم بېرګ''' (انګرېزي: ''Baden-Württemberg'') د [[المان]] یو ايالت دی.<ref>http://www.dw-world.com/dw/article/0,,4260132,00.html</ref>
 
باډن ورټم بېرګ د المان هغه یوازنی ايالت دی چي د رېفرنډم يا ټول پوښتنې په ترڅ کي منځ ته راغلی دی. د ۱۹۵۱ م مېلادي کال د دسامبر د مياشتي په ۱۶ مه نېټه پدغه سيمه کي يوه ټول پوښتنه يا رېفرېنډم تر سره سو. ځايي ښځو او نارينو د خپلو رايو په اکثريت سره دې ته لاره هواره کړه چي د پخواني درو ايالتونو باډن ورټم بېرگ، ورټم بېرگ هوهن څولرن او د باډن د ايالت څخه يو نوی ايالت جوړ کړل سي. معنی دا چي درې واړه د باډن ورټم بېرگ په نوم سره يو ځای کړل سي. ددغه ايالت د منځ ته راتلو رسمي نېټه د ۱۹۵۲ م مېلادي کال د اپريل ۲۵ مه نېټه ده.
 
== ډېر عايدات اوکمه بې روزګاري ==
وروسته له دې چي باډن ورټم بېرگ د نوي ايالت په ډول منځ ته راغلی، په ډېر لږ وخت کي دغه ايالت ډېر پر مخګ وکړی او اوس د المان په تر ټولو بريالي ايالتونو کي شمېرل کيږي. ددغه ايالت وګړي د ټول المان د اوسط په پرتله جگ معاشونه لري او د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله دلته بې روزگاره انسانان کم دي. په ۲۰۰۸ م مېلادي کال پدغه ايالت کي ۴.۵ فيصده وګړي بې روزګاره وه او هغه پداسي حال کي چي د ټول المان په کچه اوسطا ۸.۲ فيصده وگړي بې روزگاره وه.
 
„بېله معياري الماني زموږ نور هر څه زده دي.“
۱۲ کرښه:
دباډن ورټم بېرګ د عايداتو تر ټولو مهمه څانګه د موټر جوړولو صنعت دی. دغه صنعت په علمي او ساينسي څېړنو کي هم زياته پانګونه کوي. نامتو موټر جوړونکي صنعتونه لکه ډايملر، پورشه او بوش په باډن ورټم بېرگ کي خپلي مرکزي نمايندگۍ لري. د باډن ورټم بېرګ په اقتصادي بريا کي د هغو متوسطه او کوچني تجارتي او کسبي شرکتونو لاس هم سته، چي پدغه ايالت کي کار کوي او د وګړو د ښه اقتصادي حالت سبب گرځي.
 
== علم او پوهه، صنعت او طبعي منظرې ==
 
* '''نفوس''' = ۱۰.۷ مليونه
* '''احاطه''' = ۳۵۷۵۰ کلوميتره مربع
* '''د ايالت پلازمېنه''' = شټوټ ګارټ
* '''د منځ ته راتلو نېټه''' = ۲۵/۰۴/۱۹۵۲
* '''مهمې اقتصادي څانګي''' = ماشين جوړونه، موټر جوړونه
 
ددغه ايالت د ښه معيار اصول د زياتو خلکو لپاره کشش لري. پدغه ايالت کي د المان بهترينه ريسټورانټونه، بېلا بېل مشروبات او يوه بډايه کلتوري ظهور اوصحنې تر څنگ قدرتي او طبعي ځايونه هم سته.
 
په همدې وجه دغه ايالت ته زيات سېلانيان راځي. پداسي حال کي چي هر کال پدغه ايالت کي څلوېښت مليونه سېلانيان شپې کوي، د المان د بايرن ايالت نه وروسته دغه د المان تر ټولو زيات سېلانيان را جذبوونکی ايالت دی. په باډن ورټم بېرگ ايالت کي گڼ طبعي ځنګلات سته چي د تور ځنگلونو په نامه ياديږي. دغه ځنګلونه چيري چي په زړه پوري درې، غونډۍ، د بزګرو ښکلې کورونه، د ګلونودرې مايناو او غايشه ناو سته، د سېلانيانو په راجذبولو کي ستر رول لوبوي. د گلونو د درې په نوم سېمي مايناو او غايشه ناو د ملگرو ملتونو د ټولنې يونېسکو لخوا د نړۍ وال کلتور ميراث ټاکل سوي دي. ددې تر څنگ ښارونه لکه هايډل بېرگ، ټيوبينګن، فرای بورگ او کونسټانڅ د سېلانيانو د توجه مرکز وي.
 
== سرچينې ==
{{reflist}}
 
۹۴ کرښه:
[[no:Baden-Württemberg]]
[[oc:Baden-Württemberg]]
[[os:Баден-Вюртемберг]]
[[pam:Baden-Württemberg]]
[[pl:Badenia-Wirtembergia]]