د "سردار محمد اکبر خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۸ کرښه:
 
کله چه انګریزانو په [[افغانستان]] له دریوخواو یرغل وکړ او غازی محمداکبر خان د یوی دسیسې په وجه دانګریزانولخوا مسموم کړل شو ، دوستانو یې هغه کابل ته وستاوه . دانګریزانو لښکرې چه [[شاه شجاع]] ورسره وو د کابل په لور مخ په ولاړندی ولاړی او په غزني کې د غازی محمداکبر خان ورور [[غلام حیدرخان]] دانګریزانو په لاس کی وت او ورسته بیا جګړه د کابل په ارغندی کی وشوه . امیردوست محمد خان او غازی محمد اکبرخان چه ټپی شوی وو ، [[بخارا]] ته ولاړل . د بخارا امیر هلته بندیان کړل ،انګریزانو شاه شجاع په کا بل کی پاچا کړ .
د بوتخاک حضرت صاحب عبدلشکور په شفاعت چه د بخارا امیر یی مرید وو ، غازی محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشی کړ او هغه کابل ته راغی . په کال (۱۸۴۰)م کی او د نومبر په میاشت کی د روژې د میاشتې په (۷)نیټه یی په کابل کی د غازي [[عبدالله خان اڅکزي]] په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته [[برنسالېکسانډر برنېس|برنېس]] په یوه مضاهره کی ووژل شو.
 
[[وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] چې د انګریزانو له خوا په کابل کی سفیر وو ، غوښتل یی چه د ملي مبارزينو په منځ کې بې اتفاقی واچوي او هڅکله یی پخپلو وعدو وفا نه کوله او نه یی غوښتل چه خپلې لښکرې د افغانستان څخه وباسي .