د "سردار محمد اکبر خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۹ کرښه:
کله چه انګریزانو په [[افغانستان]] له دریوخواو یرغل وکړ او غازی محمداکبر خان د یوی دسیسې په وجه دانګریزانولخوا مسموم کړل شو ، دوستانو یې هغه کابل ته وستاوه . دانګریزانو لښکرې چه [[شاه شجاع]] ورسره وو د کابل په لور مخ په ولاړندی ولاړی او په غزني کې د غازی محمداکبر خان ورور [[غلام حیدرخان]] دانګریزانو په لاس کی وت او ورسته بیا جګړه د کابل په ارغندی کی وشوه . امیردوست محمد خان او غازی محمد اکبرخان چه ټپی شوی وو ، [[بخارا]] ته ولاړل . د بخارا امیر هلته بندیان کړل ،انګریزانو شاه شجاع په کا بل کی پاچا کړ .
د بوتخاک حضرت صاحب عبدلشکور په شفاعت چه د بخارا امیر یی مرید وو ، غازی محمد اکبر خان له بنده څخه راخوشی کړ او هغه کابل ته راغی . په کال (۱۸۴۰)م کی او د نومبر په میاشت کی د روژې د میاشتې په (۷)نیټه یی په کابل کی د غازي [[عبدالله خان اڅکزي]] په کور کې د ملي قیام نقشه جوړه کړه ، بیا وروسته [[برنس]] په یوه مضاهره کی ووژل شو.
 
[[‍وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] چهچې دانګریزانود انګریزانو له خوا په کابل کی سفیر وو ، غوښتل یی چه د ملي مبارزينو په منځ کې بې اتفاقی واچوي او هڅکله یی پخپلو وعدو وفا نه کوله او نه یی غوښتل چه خپلې لښکرې د افغانستان څخه وباسي .
په کال(۱۸۴۱)م د دسامبر په (۲۴) د کابل دبي بي مهرو شمالي غنډۍ ته څېرمه چې دانګریزانو د لښکرو اډه وه ، مکناټن د خپلې اډې څخه راووت اوغښتل یی چه د ملي مبارزینو په غنډه کی ګډون وکړي . په دې غنډه کې د ملي مبارزینو له خوا غازی محمداکبرخان ، [[سردار سلطان احمد خان]] ، [[محمدشاه بابکرخیل]] ، [[غلام محی الدین غلجی]] او [[غلام بخش]] ، او د انګرزانو له خوا [[وېليم حې مېکناټن|مکناټن]] ، [[تریور]] ، [[مکنزی]] او [[لارنس]] ګډون درلوده .
د مجلس ترتیت داسی وو ، چې مکناتن تريور او مکنزی ناست وو او لارنس په کښلی تفنګچی سره د مکناټن تر شا ولاړ وو . لومړی خبرې غازي محمداکبرخان پيل کړی او هغه لیک یی مکناټن ته ورښکاره کړ ، کوم چې د وزیر اکبرخان د وژلو په سر یی (۰ ۱۰۰۰) روپۍ انعام ایښی وو او مکناټن یی ملامت کړ او په همدې وخت وزیر محمد اکبر خان مکناټن په هغه تفنګچه ووشت چه څو ورځې مخکې مکناټن ورکړی وه . همدارنګه نورو ملي مبارزینو په تريور ، مکنزی حمله وکړه او هغه يې ووژل او د لارنس نه یی تفنګچه او توره واخستل او وروسته هغه په تېښته بریالى شو . هغه و چې په کال(۱۸۴۲)م د جنوری په شپږمه نیټه دانګریزانو لښکر چې شمیر یی (۱۶۰۰۰)وه د کابل څخه د جلال آبا په لور حرکت وکړ او په لاره کی د غلجیو مجاهدینو لخوا ټول تار او مار شول او تنها داکتر [[برایدن]] جلال آباد ته ورسید. بیا امیر دوست محمد خان په کابل کی پاچاه شو او وزیرمحمد اکبر خان غازی د (۲۹)کالو په عمر وفات شو او مړی یې د خپل وصیت سره سم په مزارشریف کی ښخ کړ.