د "عبدالروف بېنوا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۲۰۳ کرښه:
 
[[ru:Бенава, Абдуррауф]]
ښوواند عبدالروف (بېنوا)
 
عبدالودود (هجران) - کابل پوهنتون
دروند ښوواند استاد عبدالروف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي د ( مفتي عبده ) په نوم شهرت لري زوی او د مولوي عبدالحق اخند زاده چي په کندهار کي يې استاد کُل باله لمسی دی .
فاضل استاد بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی چي بيا ددوئ لوی نيکه ملا ګلاب اخند د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته په سربينه کي چي اوس ډېر خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې مړ او ښخ دی .
خو د ملا ګلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن وو چي له موسی کلا څخه بېرته کندهار ته راغلی او د ښار د خرقې شريفي سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه وو چي استاد بېنوا هم په کال (۱۲۹۲) لمریز لېږدیز کي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د (۱۳۳۲)سپوږميز او (۱۹۱۳) مېلادي د اګست د (۳۲) مي سره سمون خوري په همدغه کال د (سيد حسن خان کوڅه ) کي په نوموړې منوره او روڼ آندې کورنۍ کي وزېږېدی . (۱)
 
ښوواند بېنوا د خپل کور په پوهنیز چاپېريال کي کله چي د ليک او لوست تر ځايه ورسيد نو د خپل پلار تر پوهنيز سيوري لاندي يې د هغه مهال دوديزه زده کړي سر ته ورسولې ، د خپل پوهنيز توان له امله يې ډېر ژر د خپلي ميني سره سم د پښتو او دري نور ډول ډول کتابونه هم ولوستل او د ادب په برخه کي يې هم په ډېر څه ځان پوه کړ اوپه لږه موده کي يې ډېر څه تر لاسه کړه .
استاد بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نومياليو پوهانو څخه يو نوميالی دي چي افغاني ادب او ژبي ته يې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات پرېښودل او تر ډېري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي ، ارواښاد د ماشومتوب څخه د مرګ تر وروستۍ شېبې پوري د کتاب او قلم سره خپله لیونې مينه روانه وساتله او د مرګ پر بستر لا هم د يوه اثر په ليکلو بوخت وو .
د کائناتو لوی خالق (ج) پرده خپل خدايې استعداد لورولی وو او دده په خټه کي يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې امله ده پخپل ډېر کوچینوالي کي چي لا ځوانکی طالب وو د شعر سره يې يارانه ټينګه کړه او وده يې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ابياتو پر اسمان هغه نه پناه کېدونکی ستوری سو چي رنا به يې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټټر لمر غوندي ځليږي .
بېنوا پښتو شعر ته ځانګړی نوښت ورکړ او داسي اشعار يې وويل چي تر ډېره د افغاني ټولني کړه وړه او سياسي خوځښتونه پکې له ورايه څرګندیږي ، نثر خو يې تر شعر لا په رنګینو خيالونو او حقيقتونو ډېر ښکلي دی ، ارواښاد بېنوا يو ريالست اديب تير سوی ، او ددې تر څنګ د پښتو ادب دپنځو ستورو په کتار کي د لوړ مقام وياړ هم لري . (۲)
ددې تر څنګ بېنوا يو سياسي شخصيت هم وو رياستونه ، سفارتونه او وزارتونه يې وکړه او ګران هيواد او خپلو هيوا والو ته يې خورا درانه او د قدر وړ چوپړونه وهلي دي .
ګوره چي يو وخت به يې په څه حالت کي پردېسي سترګو ته درېدلې وي او د پسرلي په نوم شعر به يې ليکلی وي ، خو یو وخت پخپله هم پردېس سو او دا پردېسي په داسي وخت کي ور باندي راغله چي له هغه نه چي نوموړي يې تصور کړی او د شعر په خوږه ژبه يې تصوير ايستلی وو سل چنده سخته او ستونزمنه وه ، هغه په داسي وخت کي پردېس سو چي د پسرلي په باره کي يې هم فکر نه سو کولای د هغه د وروستيو سلګيو او زګېرويو د اورېدلو د پاره چنداني څوک هم نه وو او تر هغه چي ده يې تصور کړي وو ، سل چنده له خپل ګران ټاټوبي څخه ليري پروت وو .
مرحوم بېنوا له نن څخه نژدې شل کاله پخوا د جنورۍ په يوولسمه د امريکا د نيوجرسي په ايالت کي سترګي له فاني نړۍ څخه پټي کړې او د هغو يارانو نه چي ده ته ډېر ګران وو او په خپلو اشعارو کي به يې د هغوئ يادونه کوله ډېر ليري وفات سو او هلته هم خاورو ته وسپارل سو .
 
او دا يې هم د شعر بېلګه :
 
ټوله مړه دي
 
سر تر پایه سره لمبه سوم
روغ زړګی مي سوی سکور سو
نه ايرې نه مي دود ښکاري
بل را باندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه
نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو
څه عبث مي د خولې شور سو
آه سپېره لو هديره ده
ټوله مړه دي – ټول مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
دلباخته شيدا بلبل وم
کړه پر ګل مي اوازونه
سحري نغمو کښې ګل ته
راوړه ما پټ الهامونه
ما وې زه به ګل خبر کړم
د خزان له شواخونه
ګل ويده غماز راپاڅېد
زما يې مات کړل وزرونه
له صياده چاته زار کړم
چي بندي يې د قفس کړم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
پرون ګل سره همراز وم
نن يې بوی موندلای نه سم
چا له سېله را جلا کړم
خپل همزولي موندای نه سم
وزرونه يې را مات کړي
په هوا الوتای نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کي
خو ازاد ږغېدای نه سم
غمشريک ياران مي ولاړل
زه تنها پاتېدای نه سم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بڼ خالي له زوږ او شور سو
اواز نسته د بلبلو
خالي وراني پاڼي ژړي
سرخي والوته د ګلو
نه به بيا د ګل لمن وي
چي يې نيسم په منګلو
نه غيبي قاصد به راسي
چي احوال راوړي د تللو
نه ملګري سوه راپاته
د خپل زړه د راز ويلو
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
ښه دی ښه چي ګل تالاسو
له خزانه به څه وايم
جوړ بهار پرما خزان دی
چي قفس کي مبتلا یم
آه صياده له سخته دله
لا به څو په واويلا يم
له ازله بد نصيب يم
داسي نه چي ن پيدا يم
څوک مي نسته چي مي یاد کړي
بېنوا يم – بېنوا يم
ټوله مړه دي – ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
 
دوهمه بېلګه :
نسيم ووې د ګل غوږ کي بدل سو د يارانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
ورسره نوي رنګونه ، رنګا رنګه تحولونه
کړي سمسور به باغ رغونه
موسم دی هم بل سوی د بلبل د ترانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
دړي وړي زوړ رباب دی ، زوړ مطرب خانه خراب
زوړ آهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی هم سو نوی د نغمې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
نوی دام نوی صیاد دی ، نوی چل نوی بيداد دی
هوښيار صيد لره يې بويه بدل سوی ددانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
لري لوی لوی محبسونه ، نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هيوادونه
چي بندي نه پرې پوهيږي داسي سو د زولانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
طلايې جام کي د دور ، شراب زهر دي په دور
نوشول يې غواړي غور
ای سرمست زلميه پام کړه بل راز سو د ميخانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
سره واوښتل قومونه ، ويښ خبر سول له ژوندونه
د ويدو سول وران کورونه
ګوره کله به سي نوی د پښتو د کاشانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ
 
د بېنوا د نثر بېلګه :
بله نسته
د شعر په نړۍ کي د پښتو ژبي يوه شاعره چي بله نسته نومېده ، د کندهار د زمينداور په ګردي باغران کي يې د آغا محمد خان په کور کي دنيا ته سترګي غړولي .
د نوموړي مېرمني د ژوند کره نېټه نه ده معلومه خو په غالب ګمان د (۱۳۰۰) لمريز لېږديز کال په شا وخوا کي يې ژوند کړی .
بله نسته لا د شلو کالو وه چي مرګ ورباندي راغی او داشاعره يې ځواني مرګه کړه هغه (غيري) کوتل ته په لرګو پسي تللې او هلته له پاڼ څخه را لوېدلې وه .
دا چي د شاعري پوره شعر په لاس کي نه لرو لاندي څو بيتونه يې د بېلګي په ډول وړاندي کوو .
ملالي زرکي چي ګرځي په غرو کي
په خپله خواښه الوزي شينلو کي
ما خو هم درسره واله په پنجو کي
چي وګورم د غرو سرونه بيا
ددې شعر نوري کړۍ ورکي دي خو معلوميږي چي نوموړي په شعر کي د رواني طبعي څښتنه وه .
دا هم د بلي بدلي دوه کړۍ
راسه بنده خپل خدای ته عبادت کوه – ښه يې په صداقت کوه
شیطان کافر غليم دی ته پر ده باندي لعنت کوه – د لوی خدای عبادت کوه
د نوموړي شاعري د ژوند حالت دا راښيې چي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلې او د ژوندانه د مشکلاتو سره د مبارزې په حال کي مړه سوې ده .
د بله نستي په شعر کي له يوې خوا د بېلتانه د تعدي څخه ژړا ليدل کيږي او له بلي خوا د وطن د لوړو غرو ، ارتي ورشو او هسکو سردرو سره د نوموړي مينه او علاقه تر سترګو کيږي .
 
اخيستنه :
۱- عبدالمجيد بابی ، ستايني او ويرني ، لومړی چاپ ، کندهار ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، د اطلاعاتو او کلتور رياست ، چاپخونه صحاف نشراتي مؤسسه ، کال (۱۳۸۷ ه –ش ) ، ۳۹ – ۴۰ مخونه .
۲- عبدالروف بېنوا ، پښتنې مېرمني ، دريم چاپ ، چاپ کال (۱۳۸۴ه . ش ) چاپخونه دانش خپرندويه ټولنه پېښور ، ۲۶ مخ .
۳- عبدالباري جهاني ، بېنوا چي زه پېژنم ، ويرجېنيا – امريکا ، بېنوا وېب پاڼه ، نوميالي . (۱۳۸۴ ه . ش) کال .