د "كنفيوشيوس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
TXiKiBoT (خبرې اترې | ونډې)
و robot Adding: ang:Confucius
۵۰ کرښه:
 
== له كنفيوشس څخه وروسته ==
نامتو فيلسوف کنفوسيوس ترميلاد مخکې په ٥٥١ کال کې په چين كې نړى ته راغى. "دکنفوسيوس د څرگندونو په اړه يوه پخوانۍ کيسه ده چې وايي کنفوسيوس يوه ميرمن گوري چې دقبر له پاسه ژاړي . کنفوسيوس له ښځې پوښتي چې څه خبره ده ؟ ميرمن ځواب ورکوي چې هو زه په غم اخته يم . يوزوى مې زمري داړلى دى . کنفوسيوس ځواب ورکوي چې نوته ولې لدې سيمې نه نه ځي چې زمري دې په عذابوي ښايي زمري دې ټول زامن وداړي؟ ميرمن ځواب ورکوي چې هودلته زمريان ډير دي خوحکومت يې ښه دى. نوکنفوسيوس ددې کيسې په کولو سره خلکوته داپوهوي چې بد حکومت له زمري نه هم بدتر دى." . نوموړى ددې کيسې په کولو داروښانوي چې کنفوسيوس حکومت ته زيات ارزښت ورکاوه. کنفوسيون يومهال ويلي وو چې پادشاهي دپوره خوړو او وسلو مانا لري. خوپر حکومت دخلکو باور هم خورا ارزښت لري.کنفوسيوس ترميلاد مخکې په ٥٥١ کال کې نړى ته راغى.نن چې دده له زيږيدو نه ٢٥٠٠ کاله تيريږي دده فکر اوپوهه دچين دخلکو په فکرونو کې ځاى لري. کنفوسيوس چې په چينايي کې يې نوم ' کن فوڅ ' دى ، ىو اشراف زاده وۀ خوکله چې دى نړى ته راغى کورنۍ يې دشتمنى زياته برخه له لاسه ورکړې وه. نکل کوي چې پلاريې ډير غښتلى اوځواکمن جنگيالى سړى وۀ خو پلار يې هغه مهال ومړ چې کنفوسيوس لا ماشوم وۀ اوځکه خويې ده اومور په نيستۍ کې ژوند کاوه. شين ژان ياوو چې دکنفوسيوس په اړه يې ليکنې کړې دي اودويلس دپوهنتون استاد دى دده دبرخليک په اړه ليکي: "دده مور هڅه وکړه چې نوموړي ته دزده کړو سم شرايط چمتو کړي له همدې امله ده په ډيرو برخو کې زيات معلومات لرل.نوموړى په سياست ، ادبياتو ، شعر ، دودونو، رياضياتو اوحتي توغندي ويشتلو کې لاس لارۀ. دى په ديرش کلنۍ کې ښوونکى شو . خپل ځانگړى ښوونځى يې جوړ کړ چې ډير زده کوونکي به ورته راتلل ." دچين ختيزه برخه چې دکنفوسيوس ټاټوبى هم وۀ د نوموړى په ژوند له سياسي ستونزو سره مخامخ وۀ.ځايي شتمنې کورنۍ په زور واک ته رسيدلې وې. پايله يې داشوه چې نورو کسانو بيادومره واک نه لارۀ. خوکنفوسيوس دشاهي کو رنۍ ته يعنى دچول کورنۍ ته ډير درناوى کاوه. نوموړي هڅه کوله چې دزده کړو له لارې دغو دودونو ته اشاره وکړي. دده هدف داوه چې دهمدغو لارښوونو له لارې بايد خلکو ته دا ورزده کړي چې که داشيان عملي شي نو دخير اوښيگڼې لرونکي خلک به واک ته ورسيږي اوهرڅه به سم شي. "دکنفوسيوس له نظره زاړه وختونه طلايي وو او داهغه مهال وۀ چې هوښيارو خلکو چين اداره کاوۀ. داخلک نه يوازې هوښيار و بلکه له اخلاقي پلوه هم سم اومناسب وو.دوى هڅه کوله چې دخلکو لپاره هوسا اوارام ژوند جوړ کړي." دکنفوسيوس په سياسي فکر کې اخلاقو ته جوت ځاى ورکړل شوى وۀ. ده باورلاره چې سياست داخلاقو زيږنده دى.ده به ويل چې واکمن بايد دوودوديزو لارو ته پام وکړي. داهغه ارزښتناک دودونه وو چې نور نو له منځه تلل اوهيريدل. دې دوو شيانو ته په چينايي ژبه کې جېن او لي وايي. شين جان ياهو پدې اړه کښلي. " جېن هغه څه دي چې دمينې ، ښيگڼې او خير په معنى يې ژباړلى شو. اولي ددودونو ، تشريفاتو او رسم ورواج په معنى خودحکومت چلولو ادب اواوصول هم پکې راتللى شي." کنفوسيوس باوري وو چې که واکمن اوحکومت چلوونکي جين اولي يعني اخلاق اوښيگڼې ولري نو حکومت به سم چليږي اوټولنه به پرمختگ کوي.که څه هم دطلايي دورې فلسفې ته چې څوپيړۍ وړاندې شته وه ديوۀ زاړه پال نظر په سترگه کتل کيږي خو تيم بريد وايي چې څوپيړى وروسته چې دکنفوسيوس فلسفه په پام کې ونيول شوه څرگنده شوه چې دده په فلسفه کې بنسټيز بدلون هم ځاى لري . "کله چې روانه وضع بدليږي اوحکومت دفساد خواته درومي نو دى نيوکه پرې کوي له همدې امله دده په فلسفه کې دوديزپالنه داسې پاتې شوه چې دمخامختيا او سر کشى ځاى پکې وۀ. يوه وزير کولى شول دظالم ديکتاتور په وړاندې ودريږي او ورته ووايي فکر دې نيسه ته سم کار نه کوې. په تيرو زمانو کې خلک ډير مهربان وو." ډيرې هغه خبرې چې موږ يې دکنفوسيوس مقولې بولو دده زده کوونکو ليکلې دي. داهغه کسان ووچې دکنفوسيوس په ژوند به لده سره له يوه ځايه بل ته تلل اولده به يې گټور اوعلمي شيان زده کول .دده داخبرې دراټولو شوو مرغلرو په څير لده نه راپاتې دي.دهمدغو مرغلرو له برکته مو دکنفوسيوس په فلسفه ځانونه پوه کړي دي او په سياست موځانونه پوه کړي دي .ده ويلي وچې ښه حکومت خپل هيوادوال نيکمرغۍ ته رسوي اودنورو هيوادونو خلک له لرې نه ځان ته راکاږي. "که تاسو دخپل فکر اوعقل له مخې حکومت وکړى نو دسهيل دستوري په څير به وى.داستورى په خپل ځاى ولاړ دى پداسې حال کې چې نور ټول ستورې پرې راڅرخي." همداشان ومو موندل چې کنفوسيوس کورنۍ دداسې حکومت هسته بلله چې هغه منځ ته راولي.دکنفوسيوس په گومان که په يوه کورنۍ کې حالات او اړيکي ښه وي نوسياستوال به هم ښه چلند ولري او له سليم عقل نه له کار اخلي. دلته اصلي خبره په منلو اواطاعت کې ده چې زامن دمور اوپلار خبره ومني. "له کنفوسيوس نه چا پوښتلي وو ، تاسو ولې نه غواړى چې په حکومت کې کار وکړى؟ ده ځواب ورکړى وو . دتاريخ کتاب دښو اونيک عملو اولادونو په اړه څه وايي؟ يوڅوک کولى شي دښو او نيک عمله اولادونو په لرلو سره پر هغو اوحکومت دواړو اغيزه وکړي. له همدې امله ده چې زه کولى شم هسې هم ددولت په کړو وړو اغيزه وکړم نودې ته څه اړتياده چې دهغو په کارونو او واک کې ورگډشم.؟" حکومت خپلې چارې اوتگ لارې لرلې. دبيلگې په توگه ميرمنې دنارينه وو تر اغيزې لاندې وې. خوهرڅو ک کولى شي دپوهې په لاسته راوړولوسره ځانونه لوړو پوړيو ته ورسوي. تيم برېدپدې اړه کاږي: "په ټولنه کې لوړوپوړيو ته ځان رسول په ښوونه اوروزنه پورې اړه لري . داپه قوم اونسب پورې ندي تړلي. له همدې ځايه ده چې دکنفوسيوس په فلسفه اوفکر کې په بدلون باندې ايمان اوباور ځاى لري. ويلي شو چې دکنفوسيوس په فلسفه کې په ځان باور اوټولنيز بدلون اعتماد وتلى ځاى لري.دده سياسي فکر دښايسته سالارى اووړتيا له مخې وگړو ته ددندو په سپارلو ټينگار کوي." ويل شوي دي چې کنفوسيوس دسيمه ايز مشرتابه څوکۍ ته ورسيد خوبيا دده اود نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو.دى هغه مهال اوياکلن وو اوخپل وخت يې پدې تيراوۀ چې واکمن دې ته وهڅوي چې سم کارونه وکړي اودده دفکر اونظرياتو سره سم وچليږي . اوس ددې وخت رارسيدلى ووچې دده له پيروانو نه نور کسان دکنفوسيوس دفکر لارې ته دوام ورکړي اوهغه څوک چې داکار يې وکړ مينسيوس نوميدۀ . دى دکنفوسيوس له مرگه سل کاله وروسته نړى ته راغى. ده باور لاره چې هرڅوک کولى شي هوښيار اوفليسوف شي ، دده بل کار داوۀ چې دکنفوسيوس نظر ته يې پراختيا ورکړه اوهغه داچې پادشاهان هغه څه نه دي چې دحکمراني قواله يې له ځان سره راوړې ده . داشونې ده چې که پاچاهان سم کار نه کوي دوى ته هم ويل کيدى شي چې له واکه لرې شي. دلندن دپوهنتون استاد روبين مانرو پدې اړه ليکي: "ددې اسماني فرمان اصلي ټکى پدې کې ووچې پاچا بايد ښه سړى وي او سم کارونه ترسره کړي .مينسيوس لدې نه هم مخکې ولاړ اويې ويل چې که پاچا ظالم اوبې لارې وي خلک ددې حق لري چې هغه له واکه لرې کړي اوبل څوک يې پرځاي کينوي." څو پيړى تيرې شوې اودچين مشران اوسياسي کړى دکنفوسيوس په فکر اوتگلاره پوه شول . له ميلاده ٢٢١ کاله وړاندې هغه مهال چې چين سره يوشو ددې هيوادلومړني امپراتور مشر خپل سيالان يوپه بل پسې له منځه يووړل نو دکنفوسيوس تيورى ته يې چې په اخلاقو ولاړه وه اړتيا نه لرله . خوبل پېر يعنى دهان کورنۍ بياپدې پوهه شوه چې دوى دکنفوسيوس تيورى اوفلسفې ته اړتيا لري اودده نظريې ېې وڅارلې. "دوى په پاى کې پدې پوه شول چې ښايي دحکومت دا انساني لاره سمې اوښې پايلې ولري. دوى ديوه دولتي مامور نه دهغه دوړتيا اوپوهې ترڅنگ داپوښتنې هم کولې چي دکنفوسيوس له نظرېاتوسره بلد تيا لري اوکنه؟ ځکه داسې کسانو ته يې په دولت کې اړتيا لرله چې نه يوازې دکاروړتيا ولري بلکه ښه اومهربان خلک هم وي يعنى دکنفوسيوس دلارې لارويان وي." پدې ډول د پيړيو په اوږدو کې دچين په حکومت کې داسې خلکو ځاى موند چې دژوند اوکار څرنگوالى يې دکنفوسيوس له لارې نه خپل کړى وو. تر ١٩١١ کال پورې دچين دحکومت تگ لاره دکنفوسيوس دتيوري په بنسټ ولاړه وه . په چين کې دکمونستانو تربري وروسته چې په ١٩٤٩ کال کې دماوځيدونگ په مشرى يې واک تر لاسه کړ دکنفوسيوس تيورى ته نور نواړتيا نه ليدل کيده اوله پامه يې وغورځوله. خوپخپله ماوو هم دډيرو دليلونو له مخې کنفوسيوسى وۀ. داکسفودر دپوهنتون نه ميرمن تال تاوونيوود هغه په اړه ليکي. "ده دمرتبوپر سلسلې باندې ډيرباورلارۀ.دى پدې پوهيدۀ چې دچا ځاي چيرې دى. دموکراسي ځاي نه لاره خوڅه چې په ده پورې اړه لرله نو دى ترټولو نه په لوړځا ى کې وۀ. " پدې ورځو کې يوځل بياپه چين کې دکنفوسيوس دتيورى اوفلسفې دپيروى تگلاره بيا دود شوې ده.هغه بيخي له ياده نه ده وتلې. دچين ترڅنگ په کوريا ، جاپان او تايوان کې هم دکنفوسيوس داخلاقو اوفلسفې څرنگوالي ته په درنه سترگه گوري اوهغه دحکومت په تگلارو ، ښوونيزه برخه ، سياست اوکورني چاپيريال کې ترسترگو کيږي. تيم بريد په دې اړه ليکي: "چېن لا تراوسه هغه هيواد دى چې ډېره بيروکراسي پکې چليږي اوحکومت ته دهرڅه دکولو واک ورکړل شوى دى .داهم دکنفوسيوس دنظر پر بنسټ راڅرخي اوخلک هلته فکر کوي چې حکومت خلکو ته خدمت کوي نو دهر څه دکولوحق لري." لکه چې وامو وريدل دکنفوسيوس تيوري چې ٢٥٠٠ کاله وړاندې رامنځ ته شوه دوديزه تيوري ده چې په هغې کې حکومت چلوونه داخلاقو اوسم چلند له مخې ترسره کيږي.دکنفوسيوس په تيوري کې بدلون ته هم ارزښتناکه ونډه ورکړل شوې ده ځکه هغه پدې پوهيږي چې حکومت بايد خلکو ته خدمت وکړي او غم يې وخوري . دکنفوسيوس د سياسي اوټولنيزو فکرونو اوتگلارو له برکته دى چې خلک په چين کې په سبا ورځې باور اودخپل کلچر اوټولنيز ژوند ښيگيڼې احساسوي. دکنفوسيوس نه وروسته داسې کم فليسوفان موندل شوي دي چې پخپل ولس کې داسې وتلى او ددرنښت نه ډک ځاى ولري .
 
== د اسلام او كنفيوشيزم پرتله ==