Content deleted Content added
۲۴ کرښه:
 
--[[کارن:احمد-نجيب-بياباني-ابراهيمخېل|افغان خان]] 15:06, 23 ډيسمبر 2009 (UTC)
 
== يو ځل بيا سلام ==
 
قدرمنه کاڼی صيب يو ځل بيا سلامونه!
 
ستاسو د بې ځنډه پيغامونو نه مننه کوم. زه ستاسو د نظرونو هر کلی کوم. زه به خپل کوشش وکړم چې هغه ليکنې چې په پاړسي او په اردو او يا هم په کومه بله ژبه ليکل شوي هغه يا ړنګې او يا هم پښتو ته وژباړم، يو څه وخت دمخه مې د ويکيپېډيا په لومړي مخ باندې د ويکيپېډيا د ليکوالو د پام را اړولو په موخه د ژباړې لپاره نومېدلي مخونه ټول په يوې وېشنيزې کې سره راټول کړل او له ټولو نه مې غوښتنه هم دا وه چې د نورو وېبځايونو نه د مقالو او ليکنو د کاپي کولو پر ځای په علمي او تخنيکي لور ته پام ور ډېر کړي او هغه ليکنې چې د ژباړې لپاره نومېدلي هغه وژباړي، خو په دغه باب مې هېڅ کومه مثبته پايله و نه ليدله، نو اوس به زه همداسې وکړم چې هغه ټول مخونه چې د ژباړې لپاره نومېدلي د هغو ټولو مېنځپانګه به ليرې کړم، او يواځې پښتو سرليکونه به يې په دې تکل پرېږدم چې کېدای شي په راتلونکي کې څوک دغه تشه ډکه کړي.
 
که چېرته تاسو کوم بل وړانديز لری نو زما سره يې شريک کړی، زه غواړم چې د نوؤ ليکنو چوکاټ چې په لومړي مخ کې دی، هغه هم ړنګ کړم تر څو ځينې ورانکاران و نه شي کولای چې دلته ګډوډي جوړه کړي.
 
په درنښت
 
--[[کارن:احمد-نجيب-بياباني-ابراهيمخېل|افغان خان]] 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)