د "د فارياب لرغوني اوسيدونکي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د فارياب لرغوني اوسيدونکي
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د مېمنې موزيم د پنځوسمي کاليزي د را رسيدلوپه وياړ
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
 
 
د فارياب لرغوني اوسيدونکي
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
 
د فارياب ولايت اداري ويش
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
 
انګليسي نامتو مورخ او فيلسوف تاينبې افغانستان د لرغونو تمدنونو څلور لارې ګڼلې چي د لويديځ او ختيځ مدنيتونه يې ځان ته خپل کړي او بيا يې په افغاني دود خپلو ګاونډيو او د نړۍ نورو سيمو ته خپاره کړيدي . د دې وينا ثبوت په هغو سيمو کي له ورايه څرګند دۍ چي لا يې په خپل لمن کي لرغوني نښانې او توکي ساتلي دي . فارياب ولايت هم د افغانستان له هغو لرغونو سيمو څخه شميرل کيږي چي لرغوني اثار يې د ميلادي پيړيو څخه په زرګونه کالو وړاندي زمانو ته رسيږي .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
فارياب هم د هيواد ديوشمير نورو سيمو په څير لا د څيړنو او سپړنو لپاره زياتي سيمي او ځايونه لري چي هلته د پټو او ناڅرګندو مالوماتو د را بر سيره کولو لپاره ارزښتمن او د باور وړ توکي شته . تر هغه ځايه چي په را سپړل شويو اثارو پوري اړه لري ، فارياب د هيواد د لرغوني تاريخ د روښانتيا لپاره ډاډمن توکي او لاسوندونه وړاندي کړيدي . د دې لپاره چي د دې ولايت د لرغونو اثارو او سيمو څخه يوازي يوه بيلګه په بشپړه توګه را و پيژنو د رسالو او کتابونوليکلو تر پولې به يې ليکني ورسيږي ، چي په دې لنډه ليکنه کي شونې نه ده ، خو هڅه به وکړو چي د فارياب ولايت اړوندو لرغونو سيمو څخه يوازي د دولت اباد ، فاروق اباد او دشلې لرغونو سيمو لنډه پيژندنه وړاندي شي . دا سيمي د هيواد په لرغوني تاريخ کي د برونزو پير ، زرتشتي مهال او را ورسته پيړو پوري اړه لري .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
١ : دولت اباد : دولت اباد د اندخوۍ او مېمنې ترمنځ د لاري پر سر يوه ښيرازه اولرغونې سيمه ده چي د شرين تګاب رود يې خړوبوي . د اوسني دولت اباد ودانو سيمو لويديځ لوري ته د غونډيو داسي يوه لړۍ پرته ده چي تر اوسه دلرغونپوهانو له لوري د هغو څخه يوازي پنځه غونډۍ څيړل شويدي . دڅيړل شويو او سپړل شويو غونډيو څخه چي د شرين تګاب سيندښۍ اړخ ته پرتې دي ، داسي بريښي چي څه ناڅه دوزره کاله پخوا تر ميلاد دهغو انساني ټولګيو اړوندو کورونو او ودانيو پاتي شوني دي چي د زمانې په تيريدو وراني شوي ، او ورورو يې د غونډۍ څيره خپله کړيده . لرغونپوهانو دخپلو څيړنو پر مهال د دولت اباد لرغونې سيمه پر دريو برخو وېشلې ده ، چي هغو ته يې دولت اباد لومړۍ کودړۍ . دولت اباد دويم کودړۍ او دولت اباد دريم کودړي نومونه ورکړيدي .
 
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د دولت اباد سيمه په نقشه کي
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
دولت اباد لومړۍ کودړۍ هغه غونډۍ ده چي د اوسني دولت اباد سهيل لويديځ لوري ته د شمال څخه د سهيل پر خوا غزيدلې پرته ده . د دې غونډۍ شا اوخوا ته د کرهڼي مځکي پرتې دي . دا غونډۍ چي د کروندګرو له خوا را لنډه شويده بيا هم د سپړنو پر مهال ٧٥ متره په ٦٥ متره کي پاته وه ، د کرهڼيزي مځکي څخه يې لوړوالۍ درېنيم متره ته رسيږي . د دې غونډۍ په منځ کي يو ازمايښتي کنده ( سنداژ ) وکيندل شوه چي د برونزو پير زيات اثار ځني ترلاسه شول . د دې غونډۍ څخه د ودانيو درې ځلې جوړښت بيلګي تر لاسه شويدي ، د خاورينو لوښو زيات ډولونه او په ځانګړي توګه هغه خاورين لوښي چي د هغه وخت کلالانو جوړ کړي را برسيره شويدي . لاسي ژرندي اود ډبرين هاونونو بيلا بيل ډولونه او د هغوترڅنګ د چقماقي ډبرو پارچي او يوشمير نور د برونزو پير اړوند اثار تر لاسه شويدي . د لرغونپوهانو څيړنو وښودل چي دولت اباد په هيواد کي د برونز پير يوه ستره بيلګه ده چي دوه زره کاله تر ميلاد وړاندي زمانه په بر کي نيسي . او په دې ډول دويم او دريم کودړو په نوم لرغوني غونډۍ هم د برونزو پير زياتي نښانې له ځان سره لري .
 
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د دولت اباد څخه تر لاسه شوي خاورين لوښي
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٢ : فاروق اباد : په قلتاق کي د اوسني فاروق اباد سيمي تر څنګ يوه لويه ريګنه دښته په سترګو کيږي چي د امو سند څخه متاثره ده ،په دښته کي لرغوني غونډۍ شته چي شمال ته يې يوشمير ګرځنده ريګني غونډۍ او دختيځ او لويديځ لوري ته وچه دښته او سهيل لوري ته يې د اوسني فاروق اباد سيمه ده .
 
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د فارياب د ريګنو غونډيو يو انځور
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
او د دې ها خوا د فاروق اباد سيمي څخه د څلورو او يا پنځو کيلومترو په واټن يوشمير نوري ريګني غونډۍ هم پرتې دي ، داسي بريښي چي نوموړو لرغونو غونډيو ته د بلخ سيند څخه د اوبو کانالونه جوړ شوي وه چي تر اوسه يې بيلګي او نښانی په سترګو کيږي .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د دې لرغونو تپو له منځه يوه تپه په ځانګړي توګه د فاروق اباد يو ( ١ ) په نوم ياده شويده . دا تپه ( ٨٠٠ ) په ( ١١٠٠ ) متره کي ارتوالۍ لري چي په ناقانونه توګه يې زياتي برخي سپړل شويدي . خو ددې غونډۍ څخه د سپړنو پر وخت داسي نښانې تر لاسه شوې چي لرغوني خاورين لوښي او کودړي د نږدې هديرو څخه را ايستل شوي او چور شوي وه ، پر دې سر بيره لا نور زيات شمير لرغوني خاورين کودړي هم د سپړنو پر مهال د دې غونډۍ څخه تر لاسه شول چي په هغو کي د اوبو څښلو منګي ، د خوړو پخولو خاورين ديګي ، د جام په څير جوړ شوي ظريف ګلاسونه ، ګلدانونه او د کاروړ زيات شميرنور خاورين لوښي شته . د خاورينو لوښو د جوړښت او څيرې څخه په ډاګه کيږي چي د کلا لانو په وسيله جوړ شويدي ، خو د جوړښت پر مهال يې د رنګ او انځور څرک نه په سترګو کيږي ، په داسي حال کي چي يوشمير داسي ظريف ګلاسونه شته چي سورنګ يې د بدن پر بهرنۍ خوا څرګنديږي .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٣ : دشلي : دشلي د اقچې د ښارشمال لوري ته څه ناڅه شل کيلومتره ليري پرته ده . د دشلي شمالې برخي ته دامو سيند د ريګنو غونډيو يوه داسي لړۍ شته چي د امو سيند او بلخ سيند تر منځ يې د بلخ تر وادۍ پوري يوه لويه دلتا جوړه کړيده . په داسي حال کي چي اوس هم د بلخ سيند اوبه د پنځوس څخه تر شپيته کيلومتره پوري د دشلي او فاروق اباد سيمي خړو به وي ، خو داسي بريښي چي د دشلي پخواني اوسيدونکو د بلخ سيند څخه د کرهڼي او مالدارۍ لپاره ګټه اخستل ، ولي اوس د بلخ د سيند اوبه د دشلي لرغونو غونډيو ته نه رسيږي او ورستي ودان کلي يې د لسو کيلو مترو په واټن ليري پراته دي .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
دشلي د لرغوني افغانستان هغه نامتو سيمه ده چي د برونزو پير يې په پوره او څرګنده ډول په خپلو اثارو کي ساتلۍ دۍ . د هغو څيړنو پر بنسټ چي په دشلي کي د لرغونپوهانو په وسيله په ( ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ) ميلادي کالونو کي تر سره شويدي ، د برونزو پير پر زيات شمير اثار او توکو برسيره يې داسي ودانۍ هم را څرګندي کړي چي د هغه پير د اوسيدونکو له خوا کارول شوي او د هغوۍ د ميشت ځايونه او ټاټوبي ګڼل شويدي . لرغونپوهانو د دشلي سيمه د ښه پيژندلو په نيت داسي نښاني کړيده چي د دشلي يو ( ١ ) څخه تر دشلي ( ٢٠ ) پوري يې په شمارو پيژني . په دشلي کي د ودانيو دوه ډولونه شته چي يو يې د بډايانو کورونه او د اوسيدو ځايونه دي او بل يې د مسکينانو او خوارو وګړو کورنه پيژندل شويدي . هغه کورونه چي په بډايانو پوري اړه لري په زياته پيمانه د لومړي دشلي په سيمه کي تر لاسه شويدي . دا کورونه ډبل او لوړ ديوالونه لري او د کورونو په منځ کي د اتاقونو او کوټو شتون داسي بريښي چي د ودانيزو چارو له مخي په تر کمنستان کي د نمازګاه تپې سره ورته والۍ لري ، چي تاريخ يې دوه نيم زره څخه تر درې زره کاله پخوا تر ميلاد زمانه په برکي نيسي .
 
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د دشلي څخه تر لاسه شوې د يوه قصرد بنسټ انځور
 
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د دې يادونو څخه برملا کيږي چي د فارياب لرغوني اوسيدنکي د يوه داسي تهذيب او مدنيت په منځ کي وده کړيده چي شمال ته يې د انو او نمازګاه تپې اوسيدنکو پر مخ تللې کلتور منځ ته راوستۍ وو او سهيل لويديځ ته يې د منديګک مدنيت وده کړي وه چي د نورو نړيوالو تمدونونو سره يې پر له پسې اړيکي درلودي . د داسي يوې لرغوني سيمي لپاره په کار ده چي تاريخي او ارکيالوجيکي موزيم ولري ،چي له نيکه مرغه پنځوس کاله وړاندي د دې موزيم بنسټ ايښودل شويدۍ .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د مېمنې موزيم :په مېمنی کي د موزيم پرانستل د يوي ځانګړي پيښي پر بنسټ وو . په 1335 لمريز کال د مېمني لوي حاکم ( حاکم اعلا ) غلام حيدر خان د خپلو ميلمنو سره د ګرځيدو په وخت د سلطان سنجر سلجوقي غونډۍ ته ولاړل ، د غونډۍ په يوه برخه کي د لوی حاکم زوي محمد سهيل په ناببره توګه يو خاورين لوښۍ پيداکړ چي په هغه کي يو شمير پخوانۍ سکې ځای پر ځای شوي وې .وروسته له څيړنو او ارزونو څرګنده شوه چي نوموړي سکې د غوري پاچاهانو اړوند دي . د دې خاوريني کونجۍ ناببره پيداکيدل د دې لاميل شوه چي د نوموړي حاکم په سپارښتنه د مېمني موزيم پرانستل شي .
د مېمني موزيم د لومړي ځل لپاره خپلي نندارې د اطلاعاتو او کلتور مديريت په ماڼۍ کي پيل کړې ، د خپلو هڅو دپيل سره يو ځای د زياتو سوغاتونو په تر لاسه کولو د پام وړ موزيم وګڼل شو . د فارياب ولايت بيلا بيلو ادارو د موزيم لپاره ټول هغه اثار او لاسي ليکني ، په زيات مهارت اوبدل شوي قاليني ، يوشمير جنګي الات ، اوحتي يو شمير قامي مشرانو د پخوانيو ګاڼو او زيوراتو سوغاتونه هم د موزيم ادارې ته وسپارل ، چي په ډير لنډ وخت کي د مېمني موزيم په سلګونو اثار د ننداری لپاره پيداکړل .
د مېمني موزيم اداره په 1336 لمريز کال د ښووني او روزني مديريت ته وليږل شوه . د دي سره سره چي د موزيم اداره نوي مديريت ته وليږل شوه خو د موزيم لپاره ماڼۍ او د نندارو ځاي بدلون ونه موند . د موزيم مينه وال زياتيدل خو د سيمه ايزو واکمنانو او لوړو ادارو د نه پاملرنې په وجه موزيم لکه چي لازمه وه پر مختيا ونه کړل . په 1351 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مېمني موزيم ته يوه ځانګړي بودجه وسپارل چي د
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
. هغي مالي مرستي په نتيجه کي د مېمني موزيم انګړ او ماڼۍ بياجوړه او د نندارو لپاره يې د نسبتا مناسبو ويترينونو په پرانستلو سره د زيات شمير سيلانيانو پام ځانته واړاوه .
د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي په ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي يې بنسټيز بدلون راوست او له هغه وروسته د مېمني موزيم يوازي يو فر هنګي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وګڼل شو .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
د مېمني موزيم هغه دوه کالونه ( 1364 - 1365 ) د پام وړګڼل شويدي چي د رحيم سوګند په نوم يوه فرهنګي شخصيت د مېمنې موزيم د پرمختګ لپاره خپلي هڅي پر له پسې وساتلې ، نوموړي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانګي فارغ وو په خپلو ځانکړو هڅو يې وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنګ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانګي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل ، چي له نيکه مرغه د نوموړي استاد د زيار او هڅو له امله د ميمنې موزيم ته مالي مرسته او د اثارو د زياتولو په نيت يو اندازه پېسې داړوندو مقاماتو له لوري منظور شوي ، له بده مرغه ښاغلۍ سوګند لا فارياب ته پر لار وو چي د يوې دسيسې ښکار او زنداني شو.
د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه 35 کالونو په جريان کي په پرله پسې توګه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرګونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توګه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د 1372 لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروګرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په دې هيله چي د مېمنې موزيم يوځل بيا وځليږي لاندي وړانديزونو ته د اړوندو چارواکو پام را اړوم :
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
١ : د مېمنې موزيم لپاره دي د يوې ځانګړي ودانۍ د جوړيدو کار تر لاس لاندي ونيول شي ، داسي ودانۍچي د موزيم لپاره د مسلکي او فني اړخه ټولي اړيني اسانتيا وي ولري ؛
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٢ : د مېمنې موزيم لپاره دي د مسلکي کسانو ګمارولو ته پوره پام وشي او د هغو مسلکي او تجربه لرونکو کارکونکو د روزني لپاره دي د زدکړي نوي روزنيز کورسونه د هيواد په دننه او له هيواد بهر برابر شي ؛
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٣: د مېمنې موزيم ټول هغه اثار چي پخوا يې درلودل او يايې اوس لري ، د هغو د راجستر او ليکلړ چاري دي پيل او بشپړي شي ؛
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٤ : د فارياب په ولايت کي دي د غير قانوني سپړنو د مخنوي په غرض جدي او کلک ګامونه پورته شي ، ټول هغه کسان چي د توپک په زور يې د لرغونوسيمو چور او تالان کړۍ او کوي يې ، د هغوۍ لاسونه لنډ او د محاکمې ميز ته دي راوکښل شي ؛
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٥ : د فارياب د لرغونو سيمو د علمي سپړلو او څيړلو لپاره دي منظم پلان تر تيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو مرسته تر لاسه شي ؛
 
پای
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
اخځونه
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان ، پوهنتون کابل . ١٣٧١
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٢ باوري ، رسول . موزيم شناسي وسير موزيمها در افغانستان . کابل . انجمن فرهنګي سپک . پيښور .١٣٧٥
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٣ : سريانيدي . و. ي . افغانستان در عصر برونز . مترجم حبيب اعظمي . باستانشناسي افغانستان .کابل ١٣٦٢ .
 
<font face="Pashto Kror Asiatype">
٤ : اطلس ملکي افغانستان .