د "پژواک خبري اژانس" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: '''پژواک خبري اژانس''' په افغانستان کې لومړنى خپلواک خبري اژانس دى، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورځنۍ پېښې ...
(بې توپيره)

د ۱۷:۲۸, ۹ نومبر ۲۰۰۹ بڼه

پژواک خبري اژانس په افغانستان کې لومړنى خپلواک خبري اژانس دى، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورځنۍ پېښې تر پوښښ لاندې نيسي .[۱]

د پژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د "انعکاس" په مانا ده. د پژواک ژورنالستانو د اژانس د نوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي، چې ملي يوالى ټينګ او د اژانس د فعاليت موخه په ډاګه کړي، له همدې امله د "پژواک" کلمه د دې اژانس دنوم په توګه وټاکل شوه.

پژواک د يوې ځانګړې پروژې په توګه د اساسي قانون د تاريخي لويې جرګې د پوښښ لپاره د ٢٠٠٣ زېږديز کال د د سمبر په مياشت کې په کار پيل وکړ او د ٢٠٠٤ کال د اپرېل په مياشت کې د يوه خپلواک خبري اژانس په توګه جوړ شو، چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دى.

دا مهال پژواک خبري اژانس ورځني خبرونه او فيچري راپورونه په پښتو ،دري اوانګليسي ژبو کورنيواو بهرنيو مينه والو ته چمتو کوي .

پژواک داتو سيمه ييزو دفترونو او په هېوادکې دننه او بهر د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په لرلو او همدارنګه د عاميانه ژبې په کارولو سره يو بې سارى خبري پوښښ لري .

د پژواک په ګډون کوونکيو کې د افغانستان وتلې راډيويي دستګاوې ، ټلويزيوني شبکې ، ورځپاڼې او اونيزې شاملې دي .

دولتي اوخصوصي ادارې، نادولتي سازمانونه او له هېواد نه بهر موسسې ، چې دافغانستان له مسايلو سره علاقه لري، د پژواک خبري اژانس په خبري سرويس اتکا لري .

پژواک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده، ددې اژانس ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پژواک په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداګريز سازمان پورې تړلى نه دى .

سرچينې