د "غلام صديق مخترع" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۵ کرښه:
== شخصي ژوند ==
نوموړی شپږ اولادونه لري چې څلور یې زامن او دوه یې لورګانې دي. زامن یې اولادونه لري او لورګانې یې هم د خپل بخت کورونو ته تللې دي. دوه زامن یې تخنیکی کارونه ترسره کوي او یو زوی یې د یخ دتولید په برخه کې کار کوي. نوموړی اوسمهال د کابل ښار د شاه شهید په لومړي سړک کې په یو اطاقه کور کې له خپلو اولادونو څخه جلا د ژوند شپې ورځې په داسې حال کې تېروي چې د خپل ورکشاپ ډېر وسایل او سامانونه یې دخپل ورځني ژوند دتېرولو لپاره خرڅ کړي او د یوې وچې ډوډۍ د اخیستلو له پاره هم اړ دی. ژوند یې له کړاوونو څخه ډک او دبیوزلۍ په سخت حالت کې د خپل ژوند وروستي کلونه تېروي.
نوموړی تردې مهاله۳۴۵درې سوه او پنځه څلووېښت اختراعاګانې او ابتکارات ترسره کړي دي چې د ۱۳۴۲ کال څخه را پدېخوا دهېواد په بېلابېلو رسنیو کې په دې هکله له نوموړی سره مرکې هم شوې دي او د اختراعاتو په هکله یې ډول ډول مقالې خپرې شوي دي. ددې خبرې یادونه ضروري ده چې د حکومتي چارواکو له خوا نوموړي ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او هر وخت یې له نوموړي سره د نه مرستې دلیل د بودیجې کموالی ښودلی دی.

== د نوموړي د پنځونو لړلیک ==
د ښاغلي صدیق مخترع ځینو هغو اختراعګانو ته په لاندې ډول اشاره کوو چې نوموړي جوړ کړي دي:
 
#د داسې واټر پمپ جوړول چې د انرژۍ له مصرف څخه پرته اوبه پورته کوي.