د "محمد نسيم سليمي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
ښاغلى '''محمد نسيم سليمي''' د محمد رحيم زوى ، د کندهار د ښار د دوهمې ناحيې د مير هزار په کوڅه کې زيږېدلى دى .

== لمړنۍزده کړې ==
لومړنۍ زده کړې يې په مشرقي لېسه ، او وروسته يې د [[احمد شاه بابا]] په لېسه کې ترسره رسولي دي.
[[د کابل پوهنتون]] د اقتصاد په پوهنځي کې شامل شو او د پيسو او بانک چلولو او ملي انکشاف له برخې څخه فارغ شو ، د نورو تحصيلاتو لپاره امريکې ته ولاړ او د دموگرافي ، او په تېره بيا د وگړو د احصايې په برخه کې يې تحصيل وکړ.
 
== دندې ==
محمد نسيم سليمي د کندهار او زابل په ولاياتو کې د ښوونکي په حيث وظيفه تر سره کړې ، او همدغه رنگه يې د مرکزي احصايې په عمومي رياست کې په بيلابيلو برخو کې خدمت کړى دى. نوموړى د اقتصاد د مطالعې تر څنگ د هېواد له تاريخ ، ادب او کلتور سره مينه او علاقه لري .
 
== لیکلي اثار ==
د سليمي ليکنې په خپل وخت کې د هېواد په بېلابېلو نشرياتو ، مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوې دي.
نسيم سليمي د ١٩٨٠ کال راهيسې له وطنه ليرې لومړى په جرمني او اوس دامريکې د کاليفورنيا په ايالت کې اوسيږي. محمد نسيم سليمي د پښتو متلونو د يوې مجموعې راټولونکى هم دى .