د "عبدالروف بېنوا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
عبدالحق
ود سمون لنډیز نسته
۱۶ کرښه:
 
== د بينوا زده کړي ==
لکه چي وړاندي مو وويل چي ددوی يو عالمه کورنۍ وه نو ځکه ئې مشرانو غوښتل چي استاد بېنوا هم ديني زده کړي وکړي ، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چي فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړي ورسته د افغانستان د لوی عالم او خپل ورور مولوي عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پوري زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چي مولوي ترې جوړ سو، تر دغو زده کړو وروسته ئې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چي لومړني شعرونه ئې د کندهار په طلوع افغان کي خپريدل ، بيا په همدغه تانده ځواني کي کابل ته ولاړ ی او د خپل ورور مولوي حقاني کره اوسېدی ، په همدغه وخت کي يې خپلو نور زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توګه زده کړل ، بديع ،بيان او ګرامر يې په داسي توګه زده کړل چي بيا يې څو کاله وروسته [[د کابل پوهنتون]] د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کي همدغه د ژبپوهني څانګه وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول ، په دغه وخت کي يې پاړسي ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر ټکه رسولې وه . بيا يې انګريزي ته ملا وتړل چي وروسته ئې ډيري ژباړي له دغي ژبي څخه کړيدي .
 
دلته موږ د استاد بېنوا استعداد او ځيراکت ښه ترا معلوميږي چي په ډيره نوې ځواني کي يې عربي ، اردو ، پاړسي او انګريزي ژبي زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې څښتن و ـ ( ٢ ) ـ