د "د فارياب لرغوني اوسيدونکي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Changed protection level for "د فارياب لرغوني اوسيدونکي" [edit=autoconfirmed:move=autoconfirmed]
ود سمون لنډیز نسته
۳۴ کرښه:
د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي په ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي يې بنسټيز بدلون راوست او له هغه وروسته د مېمني موزيم يوازي يو فر هنګي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وګڼل شو .
 
د مېمني موزيم هغه دوه کالونه ( 1364 - 1365 ) د پام وړګڼل شويدي چي د رحيم سوګند په نوم يوه فرهنګي شخصيت د مېمنې موزيم د پرمختګ لپاره خپلي هڅي پر له پسې وساتلې ، نوموړي چي [[د کابل پوهنتون]] د تاريخ څانګي فارغ وو په خپلو ځانکړو هڅو يې وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنګ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانګي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل ، چي له نيکه مرغه د نوموړي استاد د زيار او هڅو له امله د ميمنې موزيم ته مالي مرسته او د اثارو د زياتولو په نيت يو اندازه پېسې داړوندو مقاماتو له لوري منظور شوي ، له بده مرغه ښاغلۍ سوګند لا فارياب ته پر لار وو چي د يوې دسيسې ښکار او زنداني شو.
د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه 35 کالونو په جريان کي په پرله پسې توګه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرګونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توګه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د 1372 لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروګرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په دې هيله چي د مېمنې موزيم يوځل بيا وځليږي لاندي وړانديزونو ته د اړوندو چارواکو پام را اړوم :