د "غلام صديق مخترع" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
ود سمون لنډیز نسته
۶ کرښه:
 
لومړنۍ اختراع یې یوه راډیو وه. چې د ګوګرد له قطي څخه یې جوړه کړې وه او دبریښنا له انرژۍ څخه پرته کار کاوه.
نوموړي د ژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې د هېواد په ډېرو برخو کې کار کړیدی. خو رسمي دندې یې په مؤقتی ډول کله یو ځای او کله هم بل ځای ترسره کړي دي. چې له هغې ډلې څخه [[د کابل پوهنتون]] د انجینرۍ په پوهنځی کې (چې د موټر د ټیراډ له پاره یې داسې ګولۍ جوړه کړه چې د موټر له چپه کېدو څخه مخنیوی کوي او جرمنی انجینرانو هم تصدیق کړې ده. د اوبو داسې یو چایجوش چې جوړ کړ چې وروسته له ځوښېدو څخه یې برېښنا پخپله قطع کېږي او کله چې اوبه یې سړې شي اتومات بېرته دبریښنا جریان ورته وصل کیږي او داسې نور. د هلمند په لشکر ګاه کې یې دوه کاله دنده ترسره کړې او دځینو اختراعاتو په لاسته راوړلو کې یې بری موندلی دی. د وخت د فواید عامې په وزارت په قوه کار کې یې د مېخانیک په توګه درى کاله دنده ترسره کړې ده، د اوبو او بریښنا په وزارت کې د لومرینۍ انرژۍ دتولید په څانګه کې دنوموړې شعبې د مرستیال په توګه وظیفه سرته رسولې ده. دپېداګوژۍ په انستیتیوت کې دقردادي معلم په توګه کار کړی دی. د پلتخنیک په پوهنتون کې یې (نژدی یوکال) اوهمدارنګه د جنګلک په فابریکه کې څو ځله په وقفه یې توګه د کارګر، د ورکشاف د مرستیال او په آشیانه کې د قرار دادي ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې دي. خو ډېرې تجربې، اختراعګانې او تخنیکي کارونه یې په خپل شخصي ورکشاپ کې ترسره کړي دي.
نوموړی خپله ټوله پلارنۍ ځمکه او کور دغه بیوزله هیواد او خلکو ته د خدمت او د خپلو لاسته راوړنو لپاره خرڅ کړي چې اوسمهال په خپل تللي ملکیت هېڅ راز خفګان نه څرګندوي بلکي ویاړ کوي، چې د هېواد لپاره یې قرباني ورکړې ده.
نوموړی شپږ اولادونه لري چې څلور یې زامن او دوه یې لورګانې دي. زامن یې اولادونه لري او لورګانې یې هم د خپل بخت کورونو ته تللې دي. دوه زامن یې تخنیکی کارونه ترسره کوي او یو زوی یې د یخ دتولید په برخه کې کار کوي. نوموړی اوسمهال د کابل ښار د شاه شهید په لومړي سړک کې په یو اطاقه کور کې له خپلو اولادونو څخه جلا د ژوند شپې ورځې په داسې حال کې تېروي چې د خپل ورکشاپ ډېر وسایل او سامانونه یې دخپل ورځني ژوند دتېرولو لپاره خرڅ کړي او د یوې وچې ډوډۍ د اخیستلو له پاره هم اړ دی. ژوند یې له کړاوونو څخه ډک او دبیوزلۍ په سخت حالت کې د خپل ژوند وروستي کلونه تېروي.