د "اجمل اټک يوسفزی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''اجمل اټک يوسفزی''' له نن څخه څه د پاسه درې لسيزې پخوا د ننګرهار تل بهار د کامې ولسوالۍ په ادب زېږې او ادبپاله غيږه کې سترګې غړولې دي٠ ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠
اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې [[د کابل پوهنتون]] د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی٠ اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠
==د اټک يوسفزي ادبي پنځونې او راټولونې==
# رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)